مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دادارې جوړيدل !!

په هيوادكې داخلاقي اواداري فساد د له منځه وړلوپه خاطرپريكړه شوې ترڅودامربالمعروف اونهي عن المنكر اداره جوړه شي ،په دې اړوند داريانا تلويزيون د ( ليدلورى ) په خپرونه كې داوقافو وزارت مرستيال ښاغلى سليمان حامد اودو سي جرګې مرستيالې فوزيه كوفي ته بلنه وركړه شوي وه
  شريف سليمانخيل ، كابل
 په هيوادكې داخلاقي اواداري فساد د له منځه وړلوپه خاطرپريكړه شوې ترڅودامربالمعروف اونهي عن المنكر اداره جوړه شي ،په دې اړوند داريانا تلويزيون د ( ليدلورى ) په خپرونه كې داوقافو وزارت مرستيال ښاغلى سليمان حامد اودو سي جرګې مرستيالې فوزيه كوفي ته بلنه وركړه شوي وه ترڅودهيوادوالوتليفوني پوښتنواوانديښنوته ځوابونه ووايې چې دادي ددې خپرونې بشپړ بهير ته ستاسوپام راګرځوو :
 پوښتنه: آيا دا اوسنۍ اداره به هم د طالبانو د ادارې په څ يروي؟ اوس چې په كابل او د هېواد په نورو ولاياتو كې اخلاقي فساد ډير شوې دا اداره به وتوانيږي چې د دغه فساد مخه ونيسئ؟
 سليمان حامد: د اسلامي ارشاداتو سره سم ددغي ادارې دنده تبليغ ترويج او دعوت دی ترڅو د ټولني خلك ښوكارونو ته را وبولي او د بدوكارنو نه يې منع كړي د هيچا په عزت، ابرو باندی به تعرض صورت و نه نيسی. او ددې ادارې صلاحيت به د اسلام په چوكاټ كې وي نه د طالبانو د رژيم په څير د امرباالمعروف اداره به داسي نه وي چې په و س د ژوندكولو ساحه تنګه كړئ.
 فوزيه كوفي: د دغو څوكلونو په ترڅ كي ډير كميسيونونه او ادارې جوړي شوې خوښه نتيجه يې نه ده وركړی اوس چې د امرباالمعروف په نوم كومه اداره جوړيږي دانه ده څرګنده چې دا اداره به د څه ډول كسانو نه جوړيږي آيا هغوی به په دې وتوانيږي چې په هېواد كې د فساد مخه ونيسئ او داسی كسان به وي چې په حقيقي توګه د فساد مخه ونيسي كه نه؟ دا لانده معلومه.
 پوښتنه: د كابل او هېواد اكثر خلك ددغي ادارې په جوړيدو باندی اعتراض لري. داسې يوه اداره يوازي په هغو هېوادوكې جوړيدای شي چې نظام يې اسلامي او قدرت د علماو لاس كي وي آيا په افغانستان كي داسي څه شته؟
 سليمان حامد: زموږ اوسنی نظام اسلامي جمهوریت دی دا د قانون په چوكاټ كې د افغانستان د خلكو نماينده ګانو دا نوم ټاكلی دا د بهرنه نه دی ټاكل شوی. شكر زموږ نظام اسلامي دی او په يوه اس امي نظام كي د امرباالمعروف د ادراې شتون څه ستونزې نه لري.
 نطاق: څه تضمين وجود لری چې د امرباالمعروف اداره به په هېواد كې د فساد مخه په حقيقي توګه ونيسئ؟
 سليمان حامد: د افغانستان دولت يو اسلامي دولت دی او دا اداره چې د حج او اوقافو د وزارت په چوكات كي جوړيږي د مومنو او مصلحو اشخاصو به جوړه وي د دولت د ټولو ادارو هيله په هېواد كی امن ورورولي او ددې نظام تينګښت دی نو دا اداره به هم د فساد په وركولوكي تروروستي حده خپله ايماني دنده پرځای كړي.
 پوښتنه: امر باالمعروف بايد يوه اداره نه بلكه يو وزارت وي لكه د طالبانو په څير ځكه اوس په هېواد كي فساد هغه حدته رسيدلی چې دا اداره يې نشی كنترولولی كه چيري دا اداره قاطع عمل ونه كړي فكر نه كيږی چې دا اداره كاميابه شي.
 فوزيه كوفي: د افغانستان په اساسی قانون او نورو قوانينوكې راغلې چې هيڅ انون د اسلام د مبارك دين د ارزښتونو پر خلاف نشی تدوين كيدلی كه دغه اداره هم قاطع او عملی ګامونه واخلی زه باور لرم چې په هېواد كی به د اخلاقی او اداری فساد مخه ونيول شی خو كه يوازی د يوه سياسی وسيلی په توګه پاتی شی نو موثريت به يی هيڅ نه وی.
 پوښتنه: د دولت د دغو ټولو زياتو تشكيلاتو سره به دا اداره يو بل اضافی تشكيل نه وی او په اداره كی به تورم را منځته نه كړی؟
 سليمان حامد: دا اداره مخكی په ستره محكمه كی د احتساب د ياست په نوم موجوده وه. خو اوس په حج او اوقافو پوری ونړل شول. دا كوم اداری تورم نه رامنځته كوی حتی اغيزمنه كيدی شی.
 نطاق: په دغه اداره كی به څنګه كسان په دنده وګمارل شي؟
 فوزيه كوفي: اول بايد ددغه ادارې ص احيتونه تعريف شي چې آيا دا اداره يوه نظارتي اداره ده او كه عملي او اجرايي دلته فرد مهم نه دی دلته د ټول سيسټم خبره مطرح ده د افغانستان اوسنى ادارې سيسټم يو پاشلی او پراګنده سيسټم دی همدغه سيسټم د اخلاقي او اداري فساد عامل دی نه افراد.
 پوښتنه: زه يو ډاكتر يم او د يوه ډاكتر په توګه ددغي ادارې جوړيدل د زړه له كومی تاييدوم. ځكه هغه څه چې په اسلام كي منعه دي طب هم منعه كړی دي زماغوښتنه له هېواد والو نه دا ده چې ددغي ادارې له جوړيدو سره دی مخالفت نه ښكاره كوی ترڅو په هېواد كې د فساد مخه ونيول شی. خو د دولت نه مې غوښتنه داده چې دا اداره دی د نورو ادارو په څير په نوم يوه ادراه نه وي.
 نطاق: څنګه كيدای شي دغه اداره يوه موثره اداره شي؟
 كوفي: موږ اوس د بحران په حالت كی يو د زړې ادارې ځای بايد نوی او اصلاح شوی اداره ونيسی. ځكه دا د بحران حالت دی. موږ اداري فساد د دولت په ادارې كي بيروكراسي او نور مشكلات منو خوخبره داده چې يو سيسټم را منځته شی. اوس دغه اداري سيسټم ناكاره دی. ددیې لپاره ضروری ده چې په حكومت او دولت كې احزابو ته ونډه وړكړل شي. بله خبره داده چې د اړيكو ځای بايد ضوابط ونيسی نه روابط ، د اوسنی ادارې لويه ستونزه داده چې په نظام كی سياسي احزابو ته ونډه نه وركول كيږی.
 پوښتنه: زه د يوې ښځی په توګه ددې ادارې جوړيدل نه منم ځكه موږ ښځو يو ځل د طالبانو په وخت كي دا اداره ازمايلی ده. همدا اوس ترهګر او بنسټپال د نجونو مكتبونه سوځي موږ دا اداره نه غواړو ددغی ادا ې جوړيدل د دموكراسی د اصولو خلاف يو عمل دی.
 كوفي : هيڅ مسلمان د امرباالمعروف مخالف نه دی خو د طالبانو په دوره كي ددغی ادارې موجوديت خلكوته د انګراني پيدا كړيده بله خبره داده چې ددې ادارې نه بايد سياسی استفاده ون ئ. ځكه خو ښځی او نور ولس نګراني لري. دا چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانين د شرعيت په رڼاكي عمل كوي نو بيا د دغسي ادارې شتون ته هيڅ ضرورت نشته.
 زه ددغی ادارې جوړيدل دولس په شخصی ژوندكې يوه څرګنده مداخله ګڼم.
 پوښتنه: امر باالمعروف بايد درې خصوصيته ولري.
 - اول: بايد سمه تنخوا ولري
 - دوهم: بايد پخپ ه دوی دغسی ښه صفات ولري
 - دريم: بايد په ايمان داري خپله وظيفه تر سره كړي آيا دا به داسي يوه اداره وي كه نه؟
 سليمان حامد: بلې! دا اداره كي به هم داسي كسان وي چې ښه صفات ولري او يوه ځانګړی ډله وی دا په نورو اس امی ملكونو كي هم شته چې د دولت له لوري ورته تنخوا وركول كيږي دوی دي تشويش نه كوي.
 نطاق: آيا په نورو اسلامي هېوادونوكي هم دغسی ادارې شته؟
 كوفي: بلې په مصركي شته خو هلته د پوليسو په چوكاټ كي وجود لري. هلته سياسي استفاده له دې ادارې نه كيږی. لكه د طالبانو په وخت كې چې په ډيره ظالمانه توګه له دې ادارې نه ګټه پورته وه. ځكه هېوادوال انديښنه لري.
 پوښتنه: آيا دغه اداره دولت اعلاموي او كه يې ريكلاموي؟
 سليمان حامد: دولت دا اداره تاييد كړې او غواړي چې د فساد دله منځه وړلو په خاطر هغه څه چې په توان كي لري په كار واچوي.
 كوفي: د فقي عالمان امرباالمعروف د دين شپږم ركن بولي او دا د هر مسلمان وجيبه ګڼي ترڅو په دې لاره كې ګام واخلي خوپه يوه شرط چې د دغسي ارګان نه سياسي ګټه پورته نشي لكه طالبانو چي دا كار وكړ. اوس دا تضمين ن ته چې آيا ددې ادارې نه به په سمه توګه ګټه واخيستل شي او كه به سياسي ګټه ترې پورته شي.
 سليمان حامد: د كوفي خور د انديښنې په هكله بايد ووايم چې دا اداره محدوده نه ده اوس د حج او اوقاف د وزارت په چوكاټ كي د هېواد ټولي چاري اوكړنې راغونډي شوي دي دا وزارت به په مستقيمه توګه ددغي ادارې كار څاری.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery