مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-28   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د اسرايلو او د لبنان د حزب الله ډلي کړکيچ

ميرويس جلالزې
لبناني چارواکو ويلي په لبان د اسرايلو د بريدو له پيل راهيسي ٦٠٠ لبنانيانو  خپل ژوندونه له لاسه ورکړي چي ډيري يي ملکي وګړي

د منځني ختيځ روان کړکيچ وروسته له هغه چې د چهارشنبې په ورځ د اسرايلو په هوايي بريد په نتيجه کي د ملګرو ملتونو څلور څارونکي ووژل شول خپل نوي پړاو ته ننوت.

نړيوال قدرتونه له تيرو دوو ونيو راهسي چي د لبنان ګڼ ښارونه د اسرايلو تر بريدو لاندي نيول شوي چوپه خوله پاتي شوي وو.

خو د چهار شنبي په ورځ په ايټاليا کي  د اسرايلو او لبنان د شخړي د هواري په م وخه يو نړيوال کنفرانس جوړ شوي وو.

د روم غونډه د ملګرو ملتو د عمومي منشي کوفي  عنان او د اروپايي ټو ني د غړو هيوادو ، امريکا ، روسيي ، کاناډا ،  ترکيي او ځينو عربي هيوادو په ګډون سره جوړه شوي وه خو بي نتيجه پای ته ورسيده .

ويل کيږي د دې ناستي بې پايلي پای ته رسيدل د لبنان له سويلي سيمو د  اسرايلي ځواکو وتو ته اشاره کوي.

له بلي خواه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرون د يو پريکړه ليک په خپرولو د خپلو څارونکو په مرکز د اسرايلو د بريد غندنه وکړه.

د ملګروملتونو په سازمان کي د فرانسي استازي وويل :

"کله چې د ملګروملتونو څلور سرتيري د دې شرايطو لاندي خپل ژوندونه له لاسه ورکوي  د دې معنی لري چې په نړيواله ټولنه ګذار شوي.

له همدې امله فرانسه دا بريد په کلکه غندي.""

 

کوفي عنان ويلي چې د ملګرو ملتونو د څارونکو په مرکز بريد قصدا تر سره شوي دي.

خو جان بولتن دا ګومان له حقيقت څخه لري بولي او د اسرايلو له غندلو سره خپل مخالفت ښيي.

په ملګروملتونو کي د امريکا استازي  جان بولتن وويل :

"مونږ بايد دا غمجنه پيښه اوس هيره کړو او خپل وخت بي هوده مصرف نکړو."

 بولتن ويلي مخکي له دې چې د سولي پر سر خبري وشي بايد پدې فکر وشي چې څرنګه کولای شو د حزب ا لله ډلي سخت دريځ جنګيالي بې وسلې کړو تر څو د بنان سويلي سيمي د دولت تر کنترول لاندي راشي نه د حزب الله .

 په همدي حال کې  د القاعدي شبکي لمړي مرستيال ايمن الظواهري په يوه ويديويي فلم کي را څرګند شو او په لبنان يې د اسرايلو بريدونه وغندل هغه وويل

"د اسرايلو توغندي چي په لبنان کي زمونږ وروڼه پري ويشتل کيږئ يوازي د اسرايليانو له خواه ندي جوړ شوي په دي کار کي د هغوي ملګري هيوادونه هم ورسره لاس لري.

په هر ځای کي چي دوي پر مونږ بريد وکړي مونږ به هم پري بريدو کړو."

لبناني چارواکو ويلي په لبان د اسرايلو د بريدو له پيل راهيسي ٦٠٠ لبنانيانو  خپل ژوندونه له لاسه ورکړي چي ډيری يې ملکي وګړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery