په ياده شوې څ
ېړنغونډه كې چې كوربه يې پښتو ادبي غورځنګ دى پر افغانستان او پاكستان سربېره د نړۍ له يو شمېر بهرنيو هيوادونو څ
خه د پښتو ژبې پوهانو، ليكوالانو، څېړونكو او شاعرانو ګډون كړى چې پرانيستنه يې د افغانستان د علومو د اكاډمۍ
غړي، څېړونكي، ليكوال او شاعر استاد عبدالله بختاني خدمتګار وكړه.
د بلوچستان په زيارت ښار كې د پښتو ژبې نړيواله څ
ېړنغونډه پيل شوه
د پښتو ژبې نړيواله څېړنغونډه (د پښتو
ژبې برخليك په يويشتمه پېړۍ كې) تر سرليك لاندې داګست د مياشتې په دريمه نېټه د بلوچستان په زيارت ښار كې پيل شوه
.
په ياده شوې څېړنغونډه كې چې كوربه يې پښتو ادبي غورځنګ دى پر افغانستان او
پاكستان سربېره د نړۍ له يو شمېر بهرنيو هيوادونو څخه د پښتو ژبې پوهانو، ليكوالانو، څېړونكو او شاعرانو ګډون
كړى چې پرانيستنه يې د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړي، څېړونكي، ليكوال او شاعر استاد عبدالله بختاني خدمتګار
وكړه.
د لومړۍ برخې د مشرتابه لپاره له پېښور څخه راغلى ليكوال او شاعر سليم ر
از، مېلمه عبدالله بختانى خدمتګار او كوربه وتلى فولكلوريسټ او ليكوال سيال كاكړ و ټاكل شول، همدا راز د دغې
برخې لپاره آستادمحمد آصف صميم ، ډاكټر طارق رشاد، عبدالغفور لېوال، ، رحمت شاه سايل، اسير منګل، سعيد ګوهر د
مېلمنو په توگه دريځ ته وبلل شول .
ورپسې د پښتو ادبي غورځنګ مشر او د يادې شوې نړيوا
ې څېړنغونډې سمبالوونكي محمد صادق ژړك ټولو برخه والو ته ښه راغلى ووايه او له ټولو
هغو كسانو چې د څېړنغونډې په جوړولو او سمبالولو كې يې مرسته كړې وه مننه
وكړه.
هغه له افغانستان څخه د راتلونكيو مېلمنو سره
په پوله د پاكستاني چارواكيو بد چلند وغانده او د افغانستان د ملي ټلويزيون د كاركوونكي او شاعر انجان سنگهـ
نيول كيدل يې وغندل .
بايد وويل شي چې تېره ورځ له افغانستان څخه په سلگونو پوهان،
يكوالان او شاعران په ياده شوې څېړنغونډه كې د ګډون لپاره كوټې ته راتلونكي و چې ډېرى يې پر پوله تر نيولو كيدو وروسته بيرته افغانستان ته واړول شول خو د ملي ټلويزيون د
كاركونكي، شاعر او ليكوال انجان سنګهـ په ګډون يو شمير كسان اوس هم د چمن په ښار كې بنديان
دي.
له دغې ډلې څخه د كابل پوهنتون يو تن محصل او د ځولۍ مجلۍ مسئول مدير عبدالله كامه
وال ټول افغان ته وويل چې په ډېر زحمت يې په څېړنغونډه كې دګډون لپاره ځان رارسولى دهغه
په وينامونږ پاكستان چارواكو ته په ګډه پوله باندې په څېړنغونډه كې د ګډون بلن
يكونه ور وښودل خو هغوى زمونږ ژبې ته ښكنځل كول او په ګڼ شمېر ليكوالانو او شاعرانو يې د كوتكونو وارونه وكړل
او په ډېر سپكاوي بيرته له پولې هغې غاړې ته واړول .
د سيمنيار لومړۍ برخه د پيغامونو
په وړاندي كولو پيل شوه چې لومړى د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي پيغام د تكړه
يكوال او شاعر عبدالغفور لېوال له خوا ولوستل شو او تر غرمې پورې د بېلابېلو ټولنو، داستازو لخوا د هغوى پيغام
ونه وړاندې شول.
د پيغامونو د برخې په پاى كې دريځ ته ب
ل شويو مېلمنو په خپل وار سره دغه څېړنغونډه وستايله او د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ په لاره كې ګټوره وبل
ه.
د غرمې تر ډوډۍ او د ماسپښين تر لمانځه وروسته د مقالو برخه پيل شوه چې تكړه كيسه
ليكوال طاهر اپريدى يې د رئيس، ليكوال او شاعر عبدالغفور لېوال د مرستيال او د پښتو ژبې وتلى شاعر دروېش درانى
د منشي په توگه دريځ ته وبلل شول.
په دغه برخه كې ډاكټر ميا سهېل انشا، عارف تبسم، فا
وق سروراو سليم بنګښ په خپل وار سره د پښتو ژبې او ادب په بېلابېلو څانګو ليكلې شوې مقالې وړاندې كړې .
د مقالو دغه لړۍ به سبا د جمعې په ورځ هم دوام ولري او دريمه ورځ يې د جايزو وېش ، نړيوالې مشاعرې او
ټنگ ټكور ته ځانګړې شوې ده.