مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخداى بښلي ننګيال د مزار جوړېدو کار بشپړ شو

حيات الله ګهيځ
 په پيل کې د لغمان ولايت د پوهنې رئيس پرانيستونکې وينا وکړه او همدارنګه يې د پوهنې دوزير محمد حنيف اتمر پېعام ولوست، په نوموړې پېعام کې د ارواښاد ننګيال د فرهنګي خدمتونو ستاينه او دا وعده شوې وه، چې په عمان ولايت کې به د نوموړي په نوم يوه عالي لېسه نوموي.

حيات الله ګهيځ

دهېواد د وتلي اعر خداى بښلي اسحاق ننګيال د مزار جوړېدو کار بشپړ شو.
 د روان کال د زمري په شلمه نېټه د ارواښاد اسحاق ننګيال او د هغه د مېرمن د قبرونو د جوړېدو مراسم د يوې غونډې په ترڅ کې تر سره شو.
 د خداى بښلي ننګيال او د هغه د مېرمن د قبرونو لګښت، ډيزاين او جوړښت په اروپا کې د مېشتو فرهنګپالو د بېلابېلو ټولنو پر مټ سرته و سېده.
 په نوموړې غونډه کې په دولتي چارواکو سربېره د هېواد ليکوال او شاعر محمد اسماعيل يون او له جرمني نه راغلي مېلمه نجيب الله احمدزي هم برخه اخېستې وه.
  په پيل کې د لغمان ولايت د پوهنې رئيس پرانيستونکې وينا وکړه او همدارنګه يې د پوهنې دوزير محمد حنيف اتمر پېعام ولوست، په نوموړې پېعام کې د ارواښاد ننګيال د ف هنګي خدمتونو ستاينه او دا وعده شوې وه، چې په لعمان ولايت کې به د نوموړي په نوم يوه عالي لېسه نوموي.
 و پسې محمد اسماعيل يون د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د داسې شخصيتونو لمانځل يو ښه ګام وګاڼه.
 د يون پسې له جرمني نه راغلى مېلمه نجيب الله احمدزى و غږېده، نوموړي وويل: ((موږ پلان لرو، چې د ننګيال صيب کتابونه يو ځل بيا چاپ او د هغه د مېنوالو تنده پرې ماته کړو،څه موده وروسته به په جرمني کې د ا واښاد ننګيال د فرهنګي خدمتونو په اړه يو نړېوال سيمنار جوړؤ او په همدغه ورځ به دننه په افغانستان کې ارواښاد ننګيال په يوه غونډه لمانځو. ))
 په اخره کې د خداى بښلي ننګيال زوى ارش ننګيال له ټولو راغلو مېلمنو نه او په اروپا له مېشتو فرهنګپالو ټولنو نه مننه وکړه او کور ودانى يې ورته وويلو.
 د يادونې وړ ده، چې د هېواد دغه وتلى شاعر، ليکوال او ژورناليست د ١٣٧٧ هجري کال د ثور په اتمه نېټه د پېښور خيبر روغتون کې د زړه د حملې له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
 اروا يې ښاده او پر ګور يې ګلونه.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery