غونډي ته پرانيستونكې وينا كي سيدحبيب الله روحاني په يوه ادبي ټغر د بېلا بېلو ټولنو او فكرونو
د څښتنانو پر راټولېدو خوښي وښوده او د دې غونډي خوند او رنګ يې لا دا وښود چي د كندهار تكړه شاعر او ليكوال عزت
الله پېژاند وروسته له ډېر وخته له كابله راغلى و او د بهير په غونډه كي يې ګډون كړى و.
د روهي ادبي بهير ۲۱مه غونډه د روان كال د
زمري پر ۲۷ مه د پنجشنبې د ماځيګر پر پنځه نيمي بجې د كندهار ښار په مدني ټولنه كي جوړه شوه.
غونډي ته پ
انيستونكې وينا كي سيدحبيب الله روحاني په يوه ادبي ټغر د بېلا بېلو ټولنو او فكرونو د څښتنانو پر راټولېدو
خوښي وښوده او د دې غونډي خوند او رنګ يې لا دا وښود چي د كندهار تكړه شاعر او ليكوال عزت الله پېژاند وروسته له
ډېر وخته له كابله راغلى و او د بهير په غونډه كي يې ګډون كړى و.
وروسته د مشاعرې په برخه كي د ۶۹ تنو ګډونوالو
له منځه ۴۳ تنو شاعرانو شعرونه وويل او د ترنم زمزمې يې خپرې كړې.
وروسته د غونډي مېلمه عزت الله پېژاند وروسته
له ډېره وخته د خپلو ادبي يارانو پر ليدنه خوښي وكړه، ورپسې يې وويل: دى چي څو كاله مخكي د كندهار د بهير غونډو
ته راتلى او بيا چي اوس راغئ نو ستر بدلون يې پكي وليد ځكه يو خو يې نوي ځوانان وليدل چي د راتلونكي پرمختګ لپا
ه يې ډېري هيلي ورته پيدا شوې او بل يې وويل چي ده د اكثرو په شعرونو كي د وخت چاپېريال انځور وليد او دا يې په
ادبياتو كي يوه قوي ځانګړنه وبلله، ده وويل چي كه خپل ادبيات وګورو نو نن موږ خوشال بابا ځكه نشو پيدا كولاى
چي هغه د خپل مهال او چاپېريال انځورونه وړاندي كړي دي، ده زياته كړه چي په ادب كي د وخت او چاپېريال يادوونه
۹۹% نوې خبره ده او كه داسي وشي نو غوره ادبيات به مو رامنځته كړي وي ځكه ادبيات نوي څه غواړي نه زړې او سوليدلي
خبري.
ښاغلي پېژاند همدارنګه له باندني ادب څخه د بېلګي په توګه د يوه انګرېزي د ۱۸مي پېړۍ ناول ليكوال يادونه
وكړه (چي نوم يې هغه شېبه له ذهنه ووتى) چي هغه هم د خپل مهال قوي انځورونه په خپلو ليكنو كي راوړل په خپل مهال
كي خلګو نه خوښاوه، خو د هغه تر مړېني وروسته چي وڅېړل شو نو د وخت انځورونه د هغه په ليكنو كي د هغه لويه
ځانګړنه وبلل شوه او هغه د انګرېزي ادب د ډېرو قوي ليكوالو په منځ كي زيات ځلېدونكى هغه وپېژندل شو.
ښاغلي
پېژاند وويل چي نن ده (له مسجد څخه دودونه پورته كېدل، قرآن په وينو سو او افغانستان په وينو سور) وليد چي دا يې
د راتلونكو برياوو لپاره د هيلي خبره وبلله.
ښاغلي پېژاند روهي ادبي بهير يو بريالى بهير و ارزاوه او دا هي
ه يې وښوده چي دا يوازي د كندهار په كچه پاته نه شي بلكي د افغانستان په كچه وپېژندل شي. ده دا هيله وښوده كه
دغسي مينه او خلوص وي نو همداسي به كېږي.
ده همدارنګه د ګزارش پر ځاى د راپور كارول سم وبلل ځكه يو خو يې ګزارش
زموږ د ژبي و نه باله او بل يې راپور د انګرېزي ژبي مفغن بڼه وبلله او بل يې اسانه او لنډ وباله، ده په ليكنو كي د
لنډون پر ارزښت هم ټينګار وكړ او د يوه ليكوال خبره يې ياده كړه چي تاسو په ليكنو كي د پيسو غوندي له سپما څخه
كار واخلئ.
ښاغلي پېژاند د عطاءالله تاج ليكني ته په اشارې سره وويل چي ده په زړورتيا سره د ټولني د ځينوترخو
واقعيتونو څخه پرده پورته كړې وه، چي بايد موږ ټول دا كړۍ نوري ماتي كړو او رښتيا ووايو. ده همدارنګه په نشتو
امكاناتو د فضل احمد انيس پر ډرامايي او طنزي كارو آفرين ووايه او دى يې بريالى وباله.
ورپسې د غونډي مشر،
ځوان ليكوال او شاعر عبدالنافع ثنا دا خپل وياړ وباله چي د نن په غونډه كي د مشرتوب چوكۍ وركول شوه، او د
بهير پر شتون يې ځكه خوښي وښوده چي دا يو ډېر نېك د يووالي بهير دى، بېلا بېلي ټولني پكي راټولي دي او خپلي تجربې
سره ګډوي.
ده زياته كړه چي په دې توګه موږ نه يوازي دا چي يو د بل په كارو خبرېږو بلكي يو بل تشوقيږو او د رات
ونكو كارو لپاره ښه پلانونه جوړولاى شو. ده ځكه دا يو بشپړ بهير وباله چي زاړه او ځوانان ورته راځي، ښه يې لا دا
چي د ټولو نظرونه منل كېږي.
ښاغلي ثنا د عطاءالله تاج د ليكني په اړه وويل چي ده خو موږ افغانان سخت ټكولي وو
خو دى كېداى شي په نوره دنيا خبر نه وي، ده د اېرانيانو د ښه والي خبره كړې وه، خو څومره چي ښاغلي ثنا په وينا دى
اېرانيان پېژني نو هغوى ډېر دروغجن خلګ دي، بل دا چي موږ د لواطت د نامه يوازي په يادولو سخت شرمېږو، خو تاسو كه
اروپا ته وګورئ هلته د نر او نر واده په ځينو هيوادو كي قانوني بڼه لري، په نورو هيوادو كي كه قانوني بڼه ونل
ي نو پردغسي اړيكو بنديز نشته او هلته دا همجنسبازي يوه عامه خبره ده.
ده د شعر ترڅنګ په څېړنه هم ډېر ټينګار
وكړ او ويې ويل چي موږ بايد څېړنه او مطالعه وكړ، نوري نړۍ خپل ارزښتونه په نړۍ پېژندلي خو موږ يې خپله هم نه
پېژنو، ده وويل كله چي دى په ګوګل كي د علامه اقبال نوم وليكي نو بې شمېره ويبپاڼي ورته پرانيستل شي خو د خوشال
بابا په اړه به په انټرنيټ كي ډېر لږ مالومات وموندل شي، ښاغلي ثنا وويل چي بايد خپل ارزښتونه نه يوازي په
پښتو بلكي په نورو ژبو هم نړۍ ته ور وپېژنو، د بهير غونډه د شپې پر اته نيمي بجې پاى ته ورسېده.