مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-23   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د خپلواكۍ د ورځي په وياړ سپورټي نمايشونه ترسره شول

د افغانستان د خپلواكۍ ۸۷يمه كليزه په پېښور كي د ((سوله)) سپورت اكاډمي او ((وسيمي)) تكواندو كلب لوبغاړو د نمايشي پروګرام په ترسره كولو ولمانځل.

د افغانستان د خپلواكۍ ۸۷يمه كليزه په پېښور كي د ((سوله)) سپورت اكاډمي او ((وسيمي)) تكواندو كلب وبغاړو د نمايشي پروګرام په ترسره كولو ولمانځل.

د ا نمايشي پروګرام چي د استاد اختيار ګل ام ين زي او استاد محمد نعيم وسيمي له خوا د خپلواكۍ د ورځي (د زمري ۲۸مه) په وياړ جوړ شوى و په ترڅ كې يې د دواړوكلبونو شاګردانو خپل نماي ونه وښودل، د تكواندو او كنګفوتوا د نمايشونو ترڅنګ د جمناسټك او بوكس لوبې او دراډونو پورته كولو، د ښيښو خوړلو، پر خېټه او مرۍ د موټر سايكل د تېرولو نمايشونه هم تر سره شول چي د نندارچيانو له تاوده غبرګون سره مخ ول.

د نمايشونو له ترسره كېدو وروسته شاګردانو ته د مهاجرو د فدراسيون د رئيس سيد نجيب الله هاشمي او نورو استادانو له خوا كمربندونه او مډالونه وركړل شوه، د سوله سپورت اكاډمي څخه فېروزخان سهاك، فهيم ځاځي، ديندار، شاه اغا مموزي، دوست محمد، اميد، شاپور، شين ګل، زيار مل، اسماعيل، ذكي، ذبيح الله، اميد، ناصر، رحمت الله، ښايسته ګل، يوسف، وړوكي سميع الله، او له وسيمي تكواندو كلب څخه استاد عطاْءا رحمان، بازمحمد، خليل، ذبيح الله، جاويد، خالد، ضمير، او رفيع الله په مډالونو او كمربندونو ووياړل شو .

 د پېښور د نورو سيمو څخه راغلي مېلمانه او لوبغاړي هم په مډالونو او تحفو ونازول شول،
 
پاته دي نه وي چي پروګرام ګام پر ګام د نندارچيانو له خوا په تودو چكچكو او د ځوانو شاعرانو (شيرين زوى، الهام، انتظار، رحمان الله فرمان، بختيار شاداب، تحسين الله تحسين، استاد باركزي، بابر امين زي، واحد ګل امين زي،) له خوا د شعرونو په ويلو بدرګه كېدئ. غونډه ماښام ناوخته په ټول هيواد كي د سولي او ارامۍ د دوعايې په ويلو سره پاى ته ورسېده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery