د:رقم جوړونکې وسايل( Digitizing the Real
World )
کمپيوټر مخکې له دې چې په لاس ليکل شوی او يا چاپ شوی متن يوله بله وپيژني هماغه متن
بايد په رقمي ډول بدل کړي تر څو د کمپيوټر په حافظه کې وساتل شي.
څرنګه چې معلو مات په بيلا بيلو بڼو سره دي نو
د هغوی د رقمي جوړولو لپاره بايد له بيلا بيلو وسايلو څخه کار واخيستل شي ددې وسايلو ځيني ډولونه په لاندې ډول
دي:
1:سکنر(Scanner ):
سکنر د معلوماتو د ننه کولو يوه وسيله ده چې کولای شي د
ګرافيکي بڼو او د متنونو رقمي ښودنه برابره کړي.
سکنر په بيلا بيلو بڼو سره موندل کېږي د بڼو د نه په پام کې
نيولو سره سکنر کولای شي چې فوتو ګراف،رسامي،چارت،او دچاپ شوو معلوماتو نور ډولونه د Bit په ډولونو بدل کړي تر
څو د ګرافيکي پروګرامونو په مرسته کمپيوټر وکولای شي چې هغه ذخيره او پراسس کړي.
2:ديجيتل کمره(Digital Camera):
ديجيتل کمره د يوه رقمي انځور په بڼه د حقيقي بڼو د سملاسي انځور
اخيستلو لپاره په کار وړل کېږي.
د پاڼې پر مخ د چاپي بڼو پورې محدوده نه ده بلکې هر هغه څيز چې عادي کمره يې
اخيستلای شي هغه ثبتوي .ديجيتل کمره کولای شي چې دډيسک د معلوماتو د ساتنې د وسايلو لکه د فلش حافظه،د بيټي (Bit)
بڼو ډولونه ذخيره کړي.ديجيتل کمره له کمپيوټر سره د USB پورټ له لارې نښليدای شي.
ويديويي رقم جوړؤنکی ( Video Digitizer ):
دا دسرکتونوهغه مجموعه ده چې کولای شي له ويديويي
کمرې ،تلفاز او يا نورې ويديويي سرچېنو څخه ورودي واخلي او هغه رقمي سګنالونو ته واړوي.
له هغې وروسته کولای
ي چې رقم شوي سګنالونه د کمپيوټر په ساتنځي کې وساتي او په سکرين يې وښيي.
څرنګه چې ديجيتل ويديويي کمره ا
کال په رقمي بڼه اخلي نو کولای شو چې ويديويي سګنالونه په مستقيمه توګه او له ويديويي رقم جوړؤنکي پرته کم
پيوټر ته وليږدوي.
4:د غږ رقم جوړؤنکي( Sound Digitizer ):
د غږ رقم جوړ
نکي د يوه داسې سرکت لرونکي دي چې کولای شي د مايکروفون او نورو غږيزو وسايلو غږ رقمي کړي.
د غږ ورودي ذکي پ
وګرامونو ته اړتيا لري تر څو وکولای شي چې دا غږونه کمپيوټر ته په سمه توګه تفسير کړي.
غږونه په هوا کې د څپو
په بڼه خوځيږي،مايکروفون دا څپې د انالوګ په اليکتريکي سګنالونو بدلوي له هغې وروسته د ADCپه مرسته انالوګ
سګنالونه باينري بڼي ته اوړي.ADC معمولاً د غږ دکارت د پاسه ځای لري.
5:حس کوونکي
( Sensor ):
له حس کوونکو څخه د تودوخې،رطوبت،فشاراو نورو فزيکي مقاديرو د اندازه کولو لپا
ه ګټه اخيستل کېږي.
له دې وسايلو څخه د روبوت په جوړولو ،د جوي حالاتو وړاندويېنه ،پوهنيزو څيړنو او نورو س
ګونو برخواو تطبيقاتو کې ترې کار اخيستل کېږي.تردې پورې چې زموږ او ستاسو د خوښۍ او خندا احساس هم حس کوونکي
کولای شي ،تقليد کړي.