مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اېډز د اوسنۍ نړۍ کړونکې ناروغي

ډاکټر عيسی ستانکزی

ډاکټر عيسی ستانکزی  - ايران

د اېډز پاړسمه نړيواله غونډه د۱۳۸۵ زمري له ٢٢ تر ٢٧ نټې پورې د  کاناډا په تورنتو کې تر سره شوه .
 له ايډز سره له ٥ کلنې نړيوالې مبارزې وروسته دغه غونډه په دې زمينه کې تر ټولو مهمه غونډه اوپيښه ګڼل کيږي چې څه دپاسه ٢٠  زره پوهانو سياستوالانو  ټولنيزو فعالانو خبريالانو او هغوکسانو چې له ايچ آي وي سره ژوند کوي برخه درلوده په دغې غونډه کې څه د باسه ٤٠٠ علمي ناستې او اتيا روزنيز  ورکشاپونه جوړ شوي وو او په هغو کې د ايډز ناروغۍ  بيلابيل اړخونه او د هغه د مخنيوي پرلارو او چارو بحث وشو .
     ايډز د بدن د دفاعي سيستم د عدم کفايې په معنی دی کله چې د بدن دفاعي سيسټم زيانمن شي وګړی نه يوازې د ويروس په وړاندې مقاومت نه شي کولاي بلکه  له بدنه بهر وي وسونه هم چې کله بدن ته داخله شي هغه هم لوي تاوان پيښوي او بدن ورسره مقابله نه شي کولاي ځکه  دوخت په تيريدا سره په ايچ اي وي ککړ کس په راز راوز ناروغيو اخته کيږي  دلته ده چې نارغي  تشخيص کيږي   او يا کله چې د بدن دد فاعي سيستم پاتې حجرې له معين حده کمې وي   دغه کس په ايډز اخته ناروغ بلل کيږي  دايچ اي وي له ککړتياوروسته اې ز يوه جدي مرحله ده چې  بدن د بېلابېلو مکروبونو په وړاندې ډيره لږه دفاع کولای شي  په حقيقت کې په ايچ آی وي  هر اخته کس په اېډز اخته نه وي خو په دغې موده کې نور کسان اخته کولای شي  يعنې علايم نه لري  خو فعاله ناقل وي .
 هغه کس چې په ايچ آی وي  ککړ وي له معالجې پرته يې په متوسطه توګه د ايچ ای وي ويروس  په ١٠ کلونو کې د ايډز په لور ځي البته دغه لس کاله د هغه کس لپاره وي چې منا سبه تغذيه ولري خو هغه کسان چې بيوزله وي او شه  تغذيه  ونه لري ممکنه ده ډير ژر د ايډيز ولوري ته لاړ او با لاخره مړه شي .
 هغه نوي درمل چې د اېډز د معالجې لپاره ب ابر شوي دي په  ايچ آی وي اخته کس ته د اوږده ژوند امکان برابروي ـ خو دغه درمل ډير ګران دي او په بيوزلو هيوادونو کې ناروغان  هغه نه شي رانيولای ځکه خو په دغو هيوادونو کې اېډز ناروغي پراخه ده  او له همدې امله دټولنې محرومه پرګنه ددغې ناروغۍ  اصلي قربانيان دي.
ترسره شوې څېړنې ددې ښودنه کوي چې ښځې ، همجنسبازان  ، ن ه  ايي کسان او بنديان ددغې ناروغۍ اصلي قربانيان دي  .
 د ترسره شويو څېړنو پر اساس او  له اېډز سره د مبارزې د ادارې د شميرنو له مخې د ٢٠٠٥ ميلادي کال تر پايه پوري په درستې نړ ۍ کې اته ديرش ميليونه او شپږلکه کسان په ايچ آی وي  ويروس ککړ دي  دا په دې معني ده چې د نړۍ د نفوس په پرتله  د دغه ويروس پراختيا له ٢٠٠١ کال  راهيسي ثابته پاتې ده .
 که څه هم بايد هير نه کړو چې د نړ ۍ د نفوس پراختيا په دغه ويروس د ککړو کسانو د شمير دزاتيدا سبب شوی دی . که څه هم کار پيژاند باوري دي چې په ايچ آی وي د کړتيا اندازه ثابته پاتې ده خو په تيرکال کې  څلور ميليونه او يولک کسان په دغه ويروس اخته شوي دي چې  د افرېقا په شمول د دريمې نړۍ په  هيوادونه  کې يې شمير تر ټو و زيات  دی نو ځکه بايد له دغې ناروغۍ سره مبارزه سخته شي  له دې پرته  به د هغوی  اقتصادی وده د ايډز له امله  ګډوډه شي او حتی د هغوی ټولنيز ثبات هم له ستونزو سره مخامخيداي شی   ديونسيف   د اېډز  په وړاندې له ماشومانو د ملاتړ مرکز  په۲۰۰۶کال ګې په   خپل رپور کې  وايي چې له ۱۵ کلنو تر ۲۴ کلنو پورې ځوانان تر بل هر عمره زيات په ايډز اخته کيدای شي  همدا اوس د همدغه عمر ۱۰ ميليونه کسان په  ائچ آي وي ککړ دي چې دغه ککړتيا اوس په ناروغۍ بدله شوي ده او يا هم په پټه د هغوي په بدن کې دغه ناروغي موجوده وي  د تورنتو په غونډه کې    دلويانو او ځلم کيانو په برخه کې د ايډز د مخنيوي د پرګرام  اجرايی مشر ريک اولسون وويل :
حاضر دمه  نيمايي/ هغه کسان چې په ايچ ای وي ککړ شوي دي  ځوانان او ځلمکيان دي نو که وکړاي شو په سمې روزنې سره د ايډز د پراختيا يا په ايچ  اي وي د ککړتيا  مخه ونيسو  نو په ايډز د اخته کسانو مخه به مو تر ډيره حده نيولې وي .
څېړنې ددې ښودنه کوي چې  ددريمې  نړۍ د بيوزلۍ او د ايډز د پراختيا  تر منځ تړاو موجود وي څرنګه چې شميرنې ښيي ۹۵ فيصده  ناروغان په دغو هيوادونو کې ژوند کوي  چي زياتره د مخنيونې امکانات يا دمعاجې لپاره درمل نه لري  دا خو لا پريږده چې ډير پکې له شرمه دغه ناروغي پټوي  او يا ډير حکو متونه  نه غواړ ي خپلې اصلی شميرنې اعلان کړی .
  د افريقا او اسيا په شمول د نړۍ په ځينو برخو کې په اېډز  اخته ډيرې ناروغانې هغه    ښځې  دي  چې له خپلو ميړونو يې دغه ويروس اخيستی وي په زړه پورې خبره دا ده چې په هند او ځينو نورو هيوادونو کې اېډز  د مير منو  لپاره د شرم يو تور داغ حسابيږي   او هغوی حتي د اېډز له امله  له کوره هم ايستل کيږي په داسی حال کې چې څېړنې ددې ښودنه کوي چې پر اېډز دد غو ښځو د اخته کيدا اصلي علت د هغوی ميړونه دي  د نړۍ په ډيرو برخو کې د ښځو نا پوهي  پر اېډز د هغوی د اخته  کيدا اصلي علت  بلل شوی دی  ځکه نو باید  تر هر څه وړاندې  د ښځو په تيره بيا  د نجونو پوهه او خبرتيا ډيره اړينه ده تر څو د راتلونکی نسل د پالونکی او روزونکې  په توګه خپلو ماشومانو ته ددغې ناروغۍ منتقلونکي نه وي د برمختيايي هيوادونو د نفوس ډيره برخه ځوانان دي  او  له ايډز سره د مبارزې د ادارو او موسسو اصلي هدف په ځوانانو کې ددغې ناروغۍ  له پراختيا م خنيوی دی  نو ځکه بايد دغې پرګنې ته له ايډز څخه د مخنيوی لارې چارې و ښودل شي  .
 په حقيقت کې سمه روزنه او پوهه د ځوان نسل د سلامتيا  په لور د حرکت او بدلانه سرچينه ده د عمومي پوهې په زياتيدا سره دد غې ناروغۍ جرړې وچيدای شی.
 
 په دې هيله چې یوه ورځ بشر ددغې وژونکۍ ناروغۍ به ختمولو کې بریالی شي  !


د وغتيا په اړه نور په زړه پوري معلومات د ( روغتيا ) نوي پرليکه شوي ويبپاڼي څخه لوستلائ شی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery