( سورغر توخی / کندهار )
نن مازيګر پر ٣ بجو په کندهار کې دټولو فرهنګي اوسياسي ټولنو ليکوالو،ژورناليستانو او شاعرانو له خوا يوه احتجاجي غونډه وشوه .اودمحمديار نيول اوکابل ته ليږل په کلکه وغندل شول .چې په پاي کې يې په دې اړه پريکړه ليک هم صادرکړ.
داغونډه چې دافغان مطبوعاتي مرکز په انګړ کې جوړه شوې وه دکندهار فرهنګې ټولنو ليکوالو ،مخورو سپين ژيرو ،ژورناليستانو ، او شاعرانو برخه درلوده احتجاجي غونډه وکړه او دمحمد يار نيول يې په کلکه وغندل چې په پاى کې يې يو پريکړه ليک هم صادر کړ . په غوڼده کې وويل شول که چېرته دولت په دې اړه بې تفاوته پاتې شي نوموړي ليکوال ،ژورناليستان اواړونده فرهنګي ټولني به په لاريون لاس پورې کړي چې بيا به به يې مسئوليت ددولت په غاړه وي .هغه پريکړه ليک چې دوى صادر کړ په هغه کې راغلي دي ." په داسي حال کې چې په کابل کې دمختلفو خبري رسنيو ،اخبارونو اومجلو له خوا په ښکاره ډول زموږ دګران هيواددملي اتلانو سپکاوى کېږي او هغوى په سپکو نومونو يادېږي خو هيڅوک ددوىدمنفي عملونو په خلاف څه نه وايي چې دحفيظ منصور بشپړ کتاب يې چې "کرزى ناخوانده امضاميکند"يې يو ژوندى ثبوت دى . دوى دښاغلي محمديار نيول ددولت له خوادشروع شوې لړى يوه کړۍ وبلله او زياته يې کړه :" چې څه وخت وړاندې يې دهوسي مجلې چلونکى ځوان ليکوال ښاغلى صالح محمد صالح هم ددولت له خو ا په کابل کې نيول شوى وه . په داسي حال کې چې دولتي چارواکي دډيموکراسي اوبيان دازادۍ چېغې سورې وهي خو په حقيقت کې داحال دى چۍ يو ليکوال په دې تور چې ديوې غونډې کونکو په يوه ليکنه ويشلې په کابل کې دلويې څارنوالۍ له خو ا کابل ته غوښتل کېږي ديادونې وړده چې تېره ورځ هم په افغان مطبوعاتي فرهنګي مرکزکې دمازيګر پرشپږ و بجو يوه دېته ورته غونډه کړې وه په دې اړه دننۍغونډې ګډونکويو احتجاج ليک صادر کړ چې ٦ مادې لري اوپه لاندي ډول دي .
١ _ايا دافغانستان اساسي قانو ن ديوې سيمې لپاره جوړشوى او که دټول افغانستان لپاره دى که چېري دټول افغانستان لپاره وې نو هرهغه څوک بايد محکمې ته راکش کړشي چې دهمدې اساسي قانون په خلاف عمل کويې.
٢ _موږ وينو چې يوازې په يوه غونډکې د يوې ليکنې څوپاڼو په ويشلو په تور ليکوالان له ولايتونو څخه مرکز ته غوښتل کيږي چه په هغو ليکنوکي په يو شخص باندي څه ويل شوي دي خو په داسي حال کي چه پخپله په مرکز کي داسي کسان چه د قانون څخه سرغړونه کوي او د ټول ملت او ملي قدرونو سپکاوى کوي سرې سترګي ګرځي او څه نه ورته ويل کيږي ايا دا هم د اساسي قانون يوه برخه ده او که د ځينو چارواکو شخصي لوبه.
٣ _موږ د ښاغلي محمديار نيول په کلکه غندو او وايو چه دولت بايد د مطبوعاتو د قانون سره سم د ټولو ليکوالانو او ژورنالستانو درناوى وکړي او د بيان ازادي ته د قدر په سترګه وګوري او په دې اړه څوک د چا د شخصي ګټو ښکار ونه ګرځوي او د يوه لفظي عمل په وړاندي بايد فزيکي عکس العمل ونه ښودل سي.
٤ _که چير ښاغلى محمديار د څوپاڼو په وېشلو مجرم ګڼل کېږي او کابل ته غوښتل کيږي نو حفيظ منصور چه په ښکاره وايي زه افغان نه يم د افغانستان د ولس مشر په اړه يو بشپړ کتاب ليکي چه "کرزى ناخوانده امضا ميکند" نومېږي ولي د قانون منګولو ته نه سپارل کېږي آيا دا چه "د افغانستان ټول اتباع به د افغان په نوم ياديږي" د اساسي قانون له مادو څخه نه ده که څنګه؟ هغه نه يوازي داچه د قانون منګولو ته نه سپارل کېږي بلکي د ولس مشرى په سياليوکي ګډون کوى اوځان کانديدوي.
٥ _داچه محمديار له کندهار څخه کابل ته غوښتل کېږي ولي په کندهار کي دا مسئله نه څېړل کېږي ايا کندهار د افغانستان برخه نه ده که د مرکزي دولت سره تړاو نلري او که د ځينو اشخا صو په شخصي غوښتنه داسي لوبي کېږي. موږ د مرکزي دولت او د مربوطه وزارت څخه په کلکه غوښتنه کوو چه نور دي د ژورنالستانو ليکوالانو او خبريالانو سپکاوى او ځورولو څخه لاس واخلي که چيري دا لړۍ هم داسي جاري وي نو ټولي فرهنګي لړۍ به په يو اواز په احتجاجونو او لاريونو لاس پوري کړي چي شخصي پاروني او عکس العملونه به را وپاروي چي پړه به يې دمرکزي دولت او دمربوط وزارت په غاړه وي.
دې غونډې تر سکڼي ماښامه پورې دوام وکړ چې وروسته په دعا سره پاى ته ورسېده .