دخپریدو نیټه : 2006-09-12 مخپرونکئ : ــ-------------------------------
ناټودبياجوړوني پرځای په جګړوکي ښکېل شوه
د نتکۍ رالېږنه
له کابل نه د نتکۍ رالېږنه
څا
ونکي وايي دناټوپوځيان په افغانستان کې په داسې خونړۍ جګړې کې ښکيل شوي دي چې ورسره دا خطرشته چې دعامو افغانانو
ملاتړ او خواخوږي هم له لاسه ورکړي او د بيا رغوني چارې په ټپه ودرېږي .
کله چې ناټو دافغانستان په جنوب کې د
واوو قومانده ترلاسه کوله نو ګومان داسې ؤ چې هغوى به جنګي عمليات نه کوي او يوازې به د امنيت په برابرولو او
دبيا رغونې په چارو کې برخه اخلي خو لکه کله چې دا ځواکونه د افغانستان جنوبي سيمو ته تلللي دي ، دوسله والو طا
بانو له لورې ورباندې حملې زياتې شوي او دوى يې مجبوره کړي چې يوۀ خونړي جنګ ته ورګډ شي .
درويټر خبري آژانس د
اپور له مخې په لندن کې دستراتيژيکو مطالعاتو د انستيتيوت غړى ډګروال کريستوفر لانګټن وايي دابه ډېره مشکله
وي چې يو چا ته چې کور يې په بمبارۍ وران کړې قناعت ورکړې چې ،ته يې ملګرى او خواخوږى يې .
ناټو اټکل کوي چې د
کندهار ولايت په دوو ولسواليو کې يې د يوې اوونۍ په عملياتو کې شاوخوا پنځه سوه وسله وال طالبان وژلي دي .خو طا
بان د هغوى ادعا ردوى او وايي چې هغه سوچ تبليغات دي .
له کله چې ناټو د افغانستان په جنوب کې د قواوو قومانده
په لاس کې اخيستې ده د ناټو شل پوځيان وژل شوي .البته په هغوى کې څوارلس تنه هغه بريتانيايان هم شامل دي چې هيلي
کوپتره يې ولوېده .
هم ناټو او هم افغان مقامات د عملياتو په ترڅ کې د ملکيانو مرګ ژوبلې تائيدوي . حال دا چې هغه
وخت چې ناټو تړون د افغانستان په جنوب کې قومانده ترلاسه کوله هيڅکله يې هم داسې تصور نه درلود چې د دوى په مرميو
به عام افغانان هم وژل کېږي .
څارونکي وايي دناټو د قوماندې د ترلاسه کولو اصلي هدف دا ؤ چې دا ځواکونه به
دسړکونو،ښوونځيو،روغتونو او پلونوپه جوړولو سره د خلکو زړونه خپل کړي او په دې ډول به وسله وال طالبان مات
کړي .
خو اوس د بيا رغونې په ځاى ايساف يا نړيوال سوله ساتي هره ورځ د جګړو خبرپاڼې خپروي .
د اوهايو پوهنتون د
امنيتي چارو کارپوه( سين کې) وايي دناټو پوځيان په يوې خونړۍ نښتې کې ښکېل شوي دي او درګرده د وسله والو طالبانو د
وژلو راپورونه ورکوي خو څه چې مهم دي دا دي چې په دې باب څه نه وايي چې څومره وسله وال طالبان يې له جګړې څخه لاس
اخيستلو ته هڅولي دي .