په جرمني کې دکاتولیکانو دمذهبي مشرپاپ بینیډک هغې خبرې چې
داسلام دستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه یې ویلې وه چې سترپیغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم اس
ام دتورې په زور غوښته په خلکو ومني چې دا کار له تعقل سره په ضدیت کې دی، په ټوله اسلامي نړۍ کې دټولو مسلم
انانو دقهر او غوصې لامل گرځیدلي.
په لومړي ځل دپاپ داخبرې دپاکستان له لورې وغندل شوي دپاکستان پارلم
ان یوپریکړه لیک خپور کړ چې له پاپ غوښتل شوي بایددخپلو خبرو په سر له ټولو مسلمانانو بخښنه وغواړي.
طالبانو هم دپاپ خبرې په کلکه غندلي او دا یې ویلي چې دپاپ داخبرې ددې ښکارندويي کوي چې روانه دتروریزم جگړه
یوازې دمسلمانانو له منځه وړل دي.
دمالیزیا لومړي وزیر ویلي پاپ دې بخښنه وغواړي او کوښښ دې وکړي چې
دادیانو احترام وکړي.
دترکیې ورځپاڼو پاپ ته لیکلي چې دعیسویانو مشرله اسلام ناخبره دی اوباید له اسلام
ځان خبر کړي پاپ په نیږدې راتلونکي کې ترکیې ته سفر لري چې ښایي دنوموړي دا څرگندونې دسفر لپاره په زیان تمامې
ي.
دعربي هیوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو هم دپاپ په خبرو غبرگون ښوولی اود نوموړي خبرې یې جهالت بللی
ه پاپ یې غوښتي بخښنه وغواړي.
دمصر دالازهر مشر سید طنطاوي هم پاپ داسې کس گڼلی چې له اسلام لا تراوسه نه
پوهیږي، په تهران کې تیره ورځ دجمعې له لمانځه وروسته لاریونونه وشول او پاپ یې جاهل کس وباله.
بل لورته
دجرمني لومړۍ وزیرې انگیلا میرکل دپاپ له خبرو دفاع کړې او دایې ویلي څه چې پاپ ویلي سم یې ویلي.
دواتیکان
له لورې هم دا ویل شوي چې پاپ نه غوښتل دنړۍ دمسلمانانو احساسات راوپاروي.