مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-18   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

د طالبانو ګونګ ملګري (د ميرويس جلالزي ليكنه)

د پاكستان د بلوچستان ايالت د چمن ماركيټ ته يوازي د افغانستان د سپين بولدك له سرحدي كرښي چې په لسګونو پيره دارخانې پرې ولاړي دې د څو دقيقو د پښو تګ لاره ده.

دلته په زرګونو كسان هره ورځ له يوي بلي خوا ته تګ راتګ كوي.

برقي وسايل لكه زړې او نوي ويډيوګاني،سيډي پلير، لپ ټاپ كمپيوټرونه ډيجيټل كامرې د نويو په پرتله خورا ا زانه پيدا كيږي.

ډيري معاملې په كوچنيو خټينو هټيو كي تر سره كيږي. د دې دوكانونو پلورونكي هغه ځوانكي هلكان دي چې د پيرودونكو د ليدو پر مهال د سريښو په شان ورپوري نښلي او كه يي د دوكان تر مخ ودرېږې نو بيا د دې جوګه نه يې چي له بل ځايه د خپلي اړتيا وړ شيان وپېرې.

په دې بازار كې د پېرودونكو په ډله كې زه هم وم ، خو ما نه غوښتل چي كوم شى وپېرم.

كله چي دوكان ته ور ننوتم نو غوږونه مي د يوې لوړي ترانې مېلمانه شوه.

د هټۍ په كونج كې مي يو غټ جاپانى سوني ټلوېزيون ته سترګي شوې.

تاسو څه فكر كوۍ چي په دې ټلوېزيون كي به څه ليدل كېدل؟

هلته مي څو زلمي جنګيالي ترست ګو شول چي زما په ګمان د منځني ختيځ به وه، هغوى په سپكو وسلو سمبال وه او په هغه موټرو يې ډزي كولې چي دوى يي تر ګرد چاپېر را كړۍ شوي وو. خو د موټر بل اړخ ته څلور تنه په خټه عربي ځوانان ښكارېدل چي  امبولانس_امبولانس نارې يې وهلې. د هغوى يو ملګرى ټپي وو، چي د يوه په ځنګانه يې سر ايښى وو او زګيروى كاوه.

څه ته ګورې!!؟

جهاد جهاد  وسله وسله

دا د دوكان د ځوانكي څ ښتن غږ وو چي ماته يې خطاب وكړ.

په نړۍ كي تر جهاد ښه څه شته ؟

زه خو وايم چي د كفارو تر وژني به نور څه په دې دنيا كي غوره نه وي!

څه باندي يوه لسيزه مخكي دا سيمه د طالبانو د تحريك د جګړو د شا د ملاتړ اصلي مركز وو.

دا په حقيقت كي هغه سيمه وه چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د پلازمېني كابل د حكومت په لسګونو چلوونكي ت ېنه غوره شوي وو.

خو په دي ورستيو څو كلو او بيا له تېر كال راهيسي د پاكستان حكومت د دوى په وينا د كانګرېټي هڅو د مرستو په بدل كي چي د نړيوال تروريزم په وړاندي يې له امريكا سره پيل كړي دي اوس غواړي ځان د افغانستان له لا ي د مركزي اسيا له هيوادونو سره ونښلوي. پاكستان په مليونونو ډالر د چمن او ګوادر ترمنځ د لاري په جوړولو، د اروګاډو د پټليو په غزولو ولګولې. 

ځكه د ګوادر بندر يو له هغو سترو بندرونو څخه دى چي د پاكستان څه باندي ۲۵ فيصده خالص كورني عوايد برابروى.

دلته په چمن كي د يو نوي ښار ګوټي ماستر پلان جوړ شوى او بيا دا پلان پلى شوى هم دى، ځكه كه دې سيمي ته راشې نو جګ پوړي سوداګريز ماركيټونه، زړه راښكونكي استوګن ځايونه او د چا په خبره د هري  بنګلې مخته به د كال ماډل ګاډي ووينې.

او كه د پولي دا خوا افغان لوري ته ځير شې دلته بل څه تېرېږي، د حامد كرزي د بيا ودانولو د بهير نښي نښانې چي اوازې يې تر امريكې او ا وپا رسېدلي دي دلته نه ليدل كېږي. هماغه پخواني خړ كورونه  او سپېره روډونه دي چي تا ته هركلى وايي.

د چمن ماركيټ ته نژدې يوه كلي ته په همدې ورځ د افغانستان له خاوري د يو ځوان جنازه راوړل وه.

په سرحدي پوله كې د HIV/IDS  د كمپاين يو تن كا كونكي دا خبره راته په همدې هټۍ كي وكړه .

له  هغه څخه مي وپوښتل چي دا ځوان څنګه مړ وى دى؟

هغه بېله دې چي له پوښتني سره سم ځواب راكړي بل څه يې راته شروع كړل.

فيصل وايي كله چي موږ د چمن له يوه ك ي بل كلي ته ځو او سروې ګاني كوو  نو ځوانان بل هيڅ روزګار نه لري، يوازي په دې هيله دې چې افغانستان ته ولاړ شي او امريكايان ووژني.

او همدا مړى به هم د همداسي يو ځوان وو چي د امريكايانو د وژني تمه به يې درلوده.

فيصل وايي زموږ سروې ګاني په مياشت كي يو يا دوه ځله پيلېږي او كله چي مو پروګرام پاى ته و سېږي   بيا په فارغ وخت كې سا وكړو .

خو زه بيا د وېش بازار ته راځم او دلته له دوستانو او ملګرو څخه يو_يو ښه سامان اخلم او د پولي هغي غاړي (افغانستان) ته يې وړم او بيا يې هلته په سمه بيه خرڅوم.

له فيصل څخه مي و پوښتل كله چي ته د پاكستان له خاوري د افغانستان لوري ته اوړې په پوله دي څوك نه ځوروي؟

عجيب سړى مي وليدې!!!

د پولي دا خوا او آه خوا څه لري ټول پښتانه دې د پښتنو تر منځ چا ويش كړ .!!!!

دين مو يو دى!

ټبر مو يو دى!

خاوره مو يوه ده!

د دكان د ټلوېزيون پردې ته مي نا څاپه پام شو دا ځل هغه ف م په پرده راغى چي په كال ۲۰۰۱ ميلادي كې د مزار ښار په كلاجنګي كې يې د كورنيو او بهرنيو طالبانو د وژني صحنې ښكاره كولې.

د كلا جنګې د جګړې تصويرونه د هغې بې موسيقۍ ترانې مله وو چي د جګړي او جهاد ټكي پكي په وار_وار تكرارېد .

په دې دوكان كي يو بل څه چې زما پام يې واړوه، هغه كوټه_كوټه پرتې چلېدلې سيډي ګاني وې چي د پلورونكي په وينا په عراق كې د امريكايي ځواكونو په وړاندي د كورنيو ځواكونو مقاومت  ښيي.

هندي، پاړسي، تركي او پاكستاني سيډي ګاني  هم كه وغواړي پيدا كېږ ې.

له دوكاندار څخه مي وپوښتل دا سيډي ګاني له كومه ځايه راځي.

هغه ويل سيډي ګاني موږ له افغانستان څخه را وړو او بيا يې كاپي كوو او لېبل پرې وهو.

د داسي سيډي ګانو د هرې يوې دانې بيه نيم امريكايي ډالر ته رسېږې.

د HIV كمپاين كاركونكى فيصل چي مي تر دې شېبې څنګ ته ناست وو، خبرو ته ناببره را ګډ شو هغه وايل ملايان دې چي ځوانان له ټولني بيلوې او هغوى ته هومره تبليغ كوي چي يو وخت راشي بيا نو په همدې وخت كې د ځوانانو ماغزه د م ايانو په لاس كې وې.

هغوى ته وايې چې لاسونه سره وركړى او د كفارو په وړاندې جهاد وكړئ او د پام وړ خبره خو دا ده چي د همدې جهاد لګښتونه بيا له بهرنيو هيوادونو څخه راځي.

خو پوځي متقاعد جنرال حسين نياز  بيا دا نه مني.

هغه په دې اړه چي ولي ځوانان له ټولني بېليږي او د ځينو ورانكارو ډلو منګولو ته لوېږي وايې: چي د دې كار اصلي لامل د نړۍ په كچه د امريكا پاليسي ده  هغه پاليسي چي د ښاغلي نياز په وينا جنرال پروېز مشرف  يى هم د ملاتړ ټټر وهلى دى.

هغوى د تروريزم په وړاندي د جګري تر نامه لاندي په وزيرستان كي په سلګونو ځوانان ووژل او يا يي هم ژوندي امريكايانو ته په لاس و كړل.

د جنرال نياز د دې خبري سپيناوى د پاكستان د كركټ لوبي  وتلي ستوري عمران خان هم آسيا ټايمز ورځپاڼي ته كړې ده.

هغه هم په دې باور دى چي د پاكستان حكومت د وزيرستان د ځوانانو په وژلو كي لاس ل ي هغه استدلال كوې چي موږ خو يو امريكايي هم په وزيرستان كې نه دى ليدلى دا  ټول د پاكستان پوځيان دي چي د امريكايانو په دستور عمل كوې او هر څه چي وغواړي هغه كوى.

خان وايي زه هم وزيرستانى يم !

او زه به هم د هغو وزيرستاني ځوانانو په پلونو پښې ږدم چي د پاكستان د امنيتي ځواك خلاف كار روايي كوي.

تيلينګلي د هغه سړك نوم دى چې له كوټي تر چمنه غزېدلى او دواړو خواوو ته يي ولاړ ټيټ_ټيت دېوالونه هم داسي ښكاري چي نوي جوړ شوي دي.

په دې دېوالونو په سيميزو  ژبو ليكني شوي . . .

ملا عمر زموږ مشر دى!!!

زموږ قاعد اسامه بن لادن دى!!!

خداى دي دوى او د طالبانو ټول تحريك ته اوږد عمر و كړي.

سيميز جهاد:

د پوځي چارو افغان كارپوهان په دې باور دي چې د پاكستان او افغانستان تر منځ سرحدي سيمي د طالبانو د حكومت د پلويانو د روزني اصلي ځانګو بلل كېداى شي.

هغوى وايي كه داخبره وكړي نو دوى به په خپل ګمان اشتباه نه وي كړې.

ځكه كله چي په ۱۹۹۶ميلادي كال طالبانو د پلازمېني كابل ولكه تر لاسه كړه د هغوى يوازينۍ م لاتړي هغه مدرسې وې چې په همدې قبايلي سيمو كې يې افغان او پاكستاني طالبانو ته ايډيالوژيكي زدكړي وركو ې.

او له همدې مدرسو بيا ځوانان له غورځنګ سره ډله_ډله يو ځاى كېدل.

دا سيمه اوس هم له بې شمېرو طالبانو ډكه ده او مشري يې هم جميعت علما اسلام JUL  پاكستان كوي.

دلته جميعت علما اسلام ډېر نفوذ لري.

په اصل كې جميعت علما اسلام  دوه ښاخه لري، يو يې د مولانا سميع الحق او بل يې د پاكستان په پارلمان كې د اپوزيسيون ګوندونو د مشر مولانا فضل  الرحمان تر كنترول لاندي دي .

خو دا دواړه ښاخونه په ۱۹۹۰ميلادي كال كې د طالبانو كليدي ملاتړي ډلي وى.

كه څه هم  جميعت علما اسلام د پاكستان د اسلامي احزابو د ايتلاف متحده مجلس عمل (MMA)  په تشكيل كي يو ګوند دى خو مولانا سميع الحق  په زغرده  د پاكستان د ولسمشر جنرال پروېز مشرف  د حكومت په مخالفت  كي قرار لري.

په داسي حال كې چې د جميعت علما اسلام د بل ښاخ مشر مولانا فضل الرحمان بيا د مشرف سره يو څه اړخ لګوي.

د مشرف او فضل الرحمان تر منځ اړيكي دومره خوږې دي چې مشرف په دې وروستيو كي رحمان ته په شمالي وزيرستان كي د ټاكنو اجازه هم و كړه.

كه څه هم دجميعت علما اسلام  دوه ښاخه په خپلو خوځښتونو كې څه نا څه توپير سره لري خو بيا هم دوى هغه كسان دي چي يوه موخه لري او هغه دا چي د ډيورنډ د كرښي دواړو لورو ته مجاهدين پياوړي كړي او په افغانستان كي يې د بهرنيو او كورنيو ځواكونو په وړاندي د لاسي بمونو په ډول وكاروي.

د عمل لپاره غوښتنه:

اوس لكه څنګه چې طالبانو خپلو جګړه ايزو خوځښتونو ته بېله يوه زماني قيد څخه بدلون وركړئ، د جم يعت علما اسلام  د مشرانو د هدف د چړې څوكه هم ډېره تېره شوې ده.

دا ډله په وان حال كي له خپلو پلويانو د دې تمه هم لري چي په افغانستان كې خپل نوكان ښخ كړي او ځان ته د پله ځاى وموم ي.

له افغانستان څخه په ورستيو راپورونو كي راغلي چې له تېرو څه باندي دريو مياشتو راهيسي تر ۱۲۵۰ تنو ېر د افغانستان د دولت مخالف جنګيالي، چي بهرني سرتيري او افغان ملي پوځيان او په لسګونو ملكي وګړي هم پكي شامل دي د طالبانو د مشر ملا عمر د اوښي په ګډون  د هيواد په ګوټ_ ګوټ كي وژل شوي دي.

داسي آوازې هم تر غوږو كېږي چي تر ۳۰ زرو  ډېر بهرني ځواكونه به تر راتلونكو څو مياشتو د شمالي اتلانتيك تړون تر مشري لاندي خپل ماموريت د افغانستان په ځينو برخو كي پيل او ځينو نورو كي پراخ كړي.

د ناټو  ملكي استازى حكمت چتين په افغانستان كي ماتي خوړل نه م ني.

چيتن وايي: ناټو نه غواړي په افغانستان كي پاتي راشي او كه دا كار وشي افغانستان به زموږ په وړاندي په يو تروريست او د مخدره توكو په يو قاچاق كوونكي هيواد بدل شي.

د طالبانو نوي هڅ ي:

د افغانستان په ناكرار ولايت هلمند كي چي ويل كېږي تر بل هر ولايت پكي ډېر كوكنار كرل كېږي، محم د قسيم فاروقي چي ځان د طالبانو قوماندان بولي د لندن ټايمز ورځپاڼي ته په يوه مركه كي ويلي چي د ده پيغام د ب ېتانيا لومړي وزير توني بلير ته ورسوي.

د پيغام متن:

له ښاغلي بلير او نورو ټولو برېتانويانو غوښتنه كيږي چي خپل ځوانان هلمند ته را ونه لېږي كه نه نو موږ به يې ووژنو.

ځيني خبرونه خو بيا دا هم وايي چي  له كويټي څخه د پاكستان په ملي اسمبلي كې د جميعت علما اسلام يو استازى مو انا نورمحمد چي د جميعت العلما اسلام د مولانا فضل الرحمان پلوى دى له خپلو مشرانو او پلويانو غوښتنه كړې چي د طالبانو ملاتړ وكړي  او د هيڅ ډول لګښت  غم دي نه كوي، ځكه د نوموړي په وينا دى ورسره دى.

آسيا ټايمز ورځپاڼي د كويټي ښار په مركز كي له ۸۰ كلن مولانا نورمحمد څخه د طالبانو او د ده ترمنځ د اړيكو په اړه ځيني پوښتني كړې:

پوښتنه: تاسو د طالبانو د پوره ملاتړ غوښتنه كړې څه فكر كوئ چي دا غوښتنه به د ګاونډيو  هيوادو په كورنيو چارو كي په يوه ډول نه يو ډول لاسوهنه نه وي؟

ځواب: كله چې د جميت علما اسلام له خوا ټولپوښتني وشوې د دې ګوند د مشرانو جرګې دا خبره روښانه كړه چي اسلامي حكومتونه او د اسلام مشران د بېلابېلو ګواښو سره مخ دي او د جميعت علما اسلام م وقف په داسي حال كي د اسلام له خاوري او مشرانو څخه پوره ملاتړ دى، كه دلته او كه يا هم د نړۍ په هره بله برخه كي وي همدا دليل دى چي موږ له حماس ډلي څخه په فلسطين او د بوسنيا له مسلمانانو څخه په اروپا او له چيچنيايي مسلم انانو څخه په روسيه كې  ملاتړ كوو .

كله چي په افغانستان امريكايي ځواكونو يرغل وكړ موږ د افغانستان او پاكستان د خاوري د ساتني په موخه يوه دفاعي شورا جوړه كړه او د دې شورا د كړنو په اړه مو د متحده مجلس عمل ډلي ځينو مشرانو ته هم ليكونه واستول.

همدا اوس طالب جنګيالي په افغانستان كي د به نيو ځواكونو په وړاندي جهاد كوي  او موږ هم ترېنه پوره ملاتړ كوو.

پوښتنه: آيا د داسي يوې جګړې لګښتونه به ستاسو د ګوند په  اوږو ستر بوج وانه چوي؟

ځواب: تاسو بايد په دې پوه شئ چې جمعيت علما اس ام يو پياوړى او د خلكو له ملاتړ څخه برخمن ګوند دى او اوږده تاريخچه لري .

زموږ لومړى رهبر مجديد الفي تهاني وو كوم چي د مغلو د امپراتور اكبر په وړاندي يې پاڅون وكړ. دا چي ولي يې پاڅون وكړ دليل يې د مولانا نورمح مد په وينا د اكبر له خواه د هغي عقيدې جوړونه وه چي د هغه له خواه د دين الهي په نامه نومول شوې وه او د اسلام، بوديزم او  هندويزم د اديانو يو مخلوطه عقيده وه.

شاه ولي الله دهلوي زموږ د مخكښو رهبرانو بل تن وو چي د مغلو په امپراتوري كي يې ځيني نور بدلونونه راوستل چي تر اوسه يې لاره په سويلي، م ركزي او سويل لوېديځه اسيا كي د ډلو_ډلو ځوانانو  له خواه تعقيبېږي .

زموږ دريم مشر شاه عبدالعزير دهلوي وو .

مولانا نور محمد د دې پوښتني په پاى كي د خپلو مشرانو د نومونو يو نومليك د خپل مېز له جابې راوايست او د ورځپاڼي خبريال ته يې وسپاره.

پوښتنه: لكه څنګه چي ښكاري ستاسو د غورځنګ ټول خوځښتونه د هندوستان په وچه كي محدود پاتي شوي ولي نورو قارو ته نه دي رسېدلي؟

ځواب: چيرته ليكل وي چي زموږ تحركات په يوه سيمه كي محدود پاتي شوي، موږ تل په هغو سيمو كي د مسلمانانو ملاتړ كړى چي د كفارو له خوا يې دين له خطر سره مخ شوى.

زموږ كړنلاره نړيواله ده.

زه يو ځل بيا تاريخ ته ځغلنده نظر اچوم كله چي برېتانويانو په افغانستان بريد وكړ، موږ له افغانانو څخه ملاتړ وكړ د بيلګي په شان له عبيدالله سندي څ خه درته يادونه كوم.

عبيدالله سندي پوره ۷ كاله په افغانستان كي پاتي شو او د افغانانو په يو موټي كولو او د برېتانويانو په وړاندي د جهاد په بلنه كي يې كار وكړ.

همدا شان موږ په افغانستان باندي د پخواني شوروي د يرغل پر مهال هم چپ پاتي نه شوو.

زموږ مشر مولانا مفتي محمود  د مولانان فضل الرحمان پلار چي د شمالي وزيرستان د علاقې پخوانى وزير وو په افغانستان باندي د وسانو د يرغل پر مهال د جهاد فتوا صادره كړه تر هغه مو د افغانستان د آزادۍ لپاره جهاد وكړ تر څو په افغانستان كي د طالبانو مشروع رژيم را برسېره شو او بيا مو له هغو څخه خپل ملاتړ لكه د اوس په شان اعلام كړ.

پوښتنه دلته ده چي جنرال پروېز مشرف خو زموږ قاعد ده، نو ولي موږ د هغه د امر اطاعت نه كوو؟

د دې پوښتني ځواب دا دى چي كله امريكايي ځواكو په افغانستان يرغل وكړ، نو جنرال مشرف هم له جورج ډبليو بوش سره هم غږى شو او تاسو خو پوهېږئ چي بوش غواړي د اسلام ټغر له نړۍ څخه ټول كړي.

كله چي مشرف له بوش سره ملګرى شو نو سمدستي پاكستاني پوځ په امريكايي پوځ بدل شو ځكه د جنرال مشرف پوځيانو ۶۰۰ پاك مجاهدين د پاكستان له بېلابېلو سيمو څخه ونيول او بيايې امريكايي ځواكونو ته وسپارل. پروېز مشرف خو په خپلو دې كارو وياړي هم آيا دا د وياړ خبره ده؟

دا نيوني خو يوه خوا پرېږده په سلګونو تنه مجاهدين د پاكستان په شمالي او سويلي وزيرستان كي په يوه او بله پلمه ووژل شول او كورنۍ يې يرغملي شوې.

ايا ښاغليه مشرف ستا دا كار جميعت علما اسلام ته د زغم وړ دى؟

هيڅكله نه!

پوښتنه: د متحده مجلس عمل ګوند چي د پاكستان د څو اسلامي ګوندونو ايتلاف دى، موقف يې د تروريزم په وړاندي جګړه كي څه وو؟

ځواب: متحده مجلس عمل بايد يوه روښانه پاليسي درلوداى چي آيا غواړي له طالبانو څخه ملاتړ وكړي او كه نه؟

لكه څنګه چي ما وويل كله چي امريكايانو په ۲۰۰۱ ميلادي كال كي په افغانستان باندي د بريد خبر وركړ موږ د پاكستان او افغانستان له خاوري د ساتلو تر نامه لاندي يوه دفاعي شورا جوړه كړه.

زه د متحده مجلس عمل له مشرانو سره د امريكايانو په وړاندي د هغوى د موقف په اړه وغږېدم .

ولي به هغوى د نړۍ د ټولو مسلمانانو او په خاصه بيا د طالبانو څخه خپل ملاتړ نه اعلام او؟

زموږ مجاهدين د بوش او د هغه د پلويانو  په وړاندي يوازينۍ مخالفه قوه ده . . . .

متحده مجلس عمل دوه شعاره لري يو دا چي له موږ سره درېدل  په دې معنى دي چي د بوش په وړاندي په مخالفت كي درېدلي ياست او كه له بوش سره ملګري شئ نو زموږ په وړاندي په مخالفت كي ولاړ ياست .

 

په داسي حال كي چي په دې ورستيو كې د پاكستان دولت په شمالي وزيرستان كې له طالبانو سره د دوى په وينا قبايل دي يو تړون لاسليك كړ.

د دې تړون له مخې به پاكستاني عسكر د تړون د تړلو تر نېټې وروسته په سيميزو طا بانو بريد نه كوي او طالبان هم بايد په عسكرو غرض ونه لري.

د پاكستان دولت دې تړون د نړۍ د ډيرو هيوادو غبرګونونه اوپارول په خاصه بيا د هغو هيوادو كوم چې سرتيري يې په افغانستان كې دي.

افغان ولسمشر حامد كرزي هم له خپل پاكستاني سيال جنرال مشرف سره د ليدو پر مهال په كابل كې وويل دى تمه لري چي دا تړون به په سيمه كې د امنيت په اوستلو كې مثبت اثر ولري، خو د دې تړون وروسته هم په پلازمينه كابل او ځينو نورو ولايتونو كې تاوتريخوالى د پخوا په شان روان دى.

تېره ورځ يو كس چې ځان يې ملا دادالله وښود خبري آژانسونو ته په مركه كې وويل چي دى درې مياشتي م خكي شمالي وزيرستان ته تللى وو او هلته يې له طالبانو سره د تړون په اړه خبري كړي وې.

دادالله چې اوس د طالبانو د لس كسيزي شورا غړى دى، پرون يې دا هم وويل چې د دوى او پاكستان دولت تړون به هغو طالبانو ته موكه وركړي چې په مالي وزيرستان كې دي.

 د دادالله په وينا د شمالي وزيرستان طالبان به وروسته له دې په افغانستان كې په انګليسي، امريكايې، او نورو بهرنيو او كورنيو سرتېرو خپل بريدونه په ډاډه زړه پلان او تر سره كړي.

خو داسي ښكاري چې افغان ولسمشر د مشرف په خبرو پوره اعتقاد كړى دى او د دې تړون مثبتو پايلو ته په انتظار د ، حال دا چې په دري ژبه كې يو متل ده (بهار نيكو از زمستانش پيدا است) او (آزموده  را زمودن خطاست)

 

 tanha_mer@yahoo.com

070043967

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery