دخپریدو نیټه : 2006-09-18 مخپرونکئ : 083 - دبېنوالیکوال- انګلستان
اصلي دړه (تخته)
ژباړن:ب.بهیر وردګ
Main Board
اصلي دړه چې
د مادر بورډ (Mother board) او سيستم بورډ (System Board) په نامه هم ياديږي، دسيستم د برخې په دننه کې ځای په ځای شوې ده. پ
اسسر،اصلي حافظه، بسونه،پراختيايي درزونه (Expansion Slots )او پراختيايې کارتونه(Expansion Cards) د اصلي دړې د پاسه
ځای لري.
درايوونه (Drives) او د کمپيوټر اړخيز وسايل لکه ليکمن (Keyboard) ،موږک (Mouse)،د چاپګر (Printer) او مانيتور
(Monitor) هم له دې دړې سره وصل دي .
ټول هغه وسايل چې له دې دړې سره وصل شوي په حقيقت کې يو له بله اړيکې لري.
اصلي
دړه د کمپيوټر د سيستم مهمه برخه ده.که څه هم د کمپيوټر په سيستم کې نورې مهمې برخې هم شته ،کوم چې له دې برخو پ
ته د کمپيوټر سيستم نشي کولای چې کار وکړي، مګر اصلي دړه دا ټولې برخې يو له بله سره يوځای کړې.
په ټوليزه
توګه نوې اصلي دړې د شنه ځانګړيتوب لرونکې دي.شين خاصيت هغه خاصيت دی چې د هغه پر بنسټ اصلي دړه کولای شي چې کله
له کمپيوټره څخه کار نه اخلو او کمپيوټر روښانه وي د ډيرو مصرف کوونکو وسايلو لکه مانيتور،کلک ډيسک،او CPU د
بريښنا مصرف لږوي.
نو که چېرې کارن (User) له يوه ټاکلي وخت وروسته ،چې هغه هم د کارن User پواسطه ټاکل کېږي ،له
يکمن (Keyboard) او موږک (Mouse) څخه کار وانخلي نو اصلي دړه د تصوير سګنالونه غوڅوي د کلک ډيسک (Hard Disk) ماشين له کاره
غورځوي او همدارنګه CPUته د ننه ايستلو د ګړۍ تپيدا قطع کوي او کمپيوټر په نيمه فعال حالت بدليږي.مګر د ليکمن
(Keyboard) د يوې کلۍ په فشار ورکولو سره ټول څيزونه خپل عادي حالت ته راګرځي او کمپيوټر بيرته خپل فعال حالت
نیسي.