مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-22   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

د روهي ادبي بهير ۲۴ مه غونډه جوړه شوه

مختار احمد انتقام/ كندهار

روهي ادبي بهير چي په كندهار كي له څو مياشتو راهيسې فعاليت كوي، د خپلو اوونيزو غونډو څليرويشتمه غونډه يې د روان لمريز كال د وږي يا سنبلې پر ۲۴مه نېټه د مدني ټولنې په مركز كې وكړه، ويندويان يې عبدالواسع هڅيال او حكمت الله سروش وو.

 غونډه ماځيګر پر شپږو بجو پيل شوه، چې مشر يې عبدالنافع همت او مېلمه يې اسدالله دانش وو، په پيل كي عبدالله ستوري د قران كريم تلاوت وكړ، ورپسې تورنپال بابي پرانيستونكې وينا وكړه، چې نوموړي په خپلو خبرو كې پر يووالي او  د خپلواكۍ پر ساتلو ټينګار وكړ:

((نن موږ له يوې سترې غميزې سره مخ يو، چې ستر لامل يې زموږ بېتلون او نه يووالى دى، بايد چې د پوهې، رښتينولۍ او يووالي سره خپل زړونه سره نژدې كړو)).

وروسته مختار احمد انتقام د تېرې غونډې راپور ولوست، چې ځينو كسانو كره كتنه پر وكړه، حكم تالله سروش ويل كه په راپور كې د خلكو نومونه نيمګړي ليكل كېږي، په كار ده له هغه څخه پوښتنه وشي چې پوره نوم يې څه دى. خو عبدالله ستوري د راپور ستاينه وكړه. عبدالوالسع هڅيال ويل د ګزارش د لوستلو پر وخت انتقام ډېر بند- بند كېږي، په كار ده چې تر وړاندې كولو مخكې يې څو ځلې ولولي. اسدالله دانش ويل ګزارش دې پر سمه پاڼه وليكل شي.

د ماځيګر تر لمانځه وروسته د دانش خپرندويې ټولنې مشر ښاغلي اسد الله دانش وينا وكړه، نوموړي وويل:

((خوښ يم چې ستاسو په منځ كې يم، صميم استاد كيسه كوله، يوه كس په دوبۍ كې د جلبيو كارخانه درلوده، ده اعلان وكړ چې غواړي خپله كارخانه وپلوري، ډېر عربان به ورته راغلل، خو په پاى كې چې وليدل شول، له ده سره يوازې يو ګېلاس وو، چې سورى يې درلود، خلكو ته ډېره ستره كا خانه ښكارېده)).

نن د يوه ژوندي انسان صفت كوم، كه څه هم ما مخكې هم د يو چا صفت كړى وو، خو له بده مرغه چې هغه برخلاف دانش خپرندويه ټولنه ولوټله، اوس د يوه داسې كس صفت كوم او زه يې تاسو ته پيغام لولم، چې په ستاينې ارزي، دا د رڼا كلتوري ټولني مشر حاجي عبدالظاهر قدير دى، چې د روهي ادبي پاره يې يوه ډالۍ هم رالېږلې ده، د نوموړي پيغام:

 

((روهي ادبي بهير ته ډالۍ))

رڼا كلتوري مركز، د خپلو علمي او فرهنګي هڅو له پيل راهيسي تل په دې تكل كې دى، چې د سيمې، ژبې او سياسي دريځ ته له پام پرته د فرهنګيانو او قملوالو مادي او معنوي ملاتړ وكړي. په دې لړ كې يې ترسره كړې هڅې له هېچا پټې نه دي.

رڼا كلتوري مركز د همدې هيلي د ترسراينې په ترڅ كې دا ځل غواړي په كندهار كې د ځوانو قلموالو د فرهنګي چارو د لا سمبالښت لپاره د يوه ټولنځي او منځي (مركز) د ودانۍ كرايه وركړي، ترڅو فرهنګيانو ته د ناستې پاستې يو ځاى پيدا شي.

رڼا كلتوري مركز له روهي ادبي بهير سره يوځل بيا خپله كلكه همكاري او ملګرتيا اعلانوي، دې ځوانانو ته د وطن د ابادۍ او ښېرازۍ په لار كې د خداى(ج) له بېنياز دربار نه د نورو برياوو په هيله لاسونه لپه كوي.

په درنښت

د رڼا كولتوري مركز مش

حاجي عبدالظاهر قدير

ستاسې دوست او ملګرى“

وروسته د ښاغلي دانش له خوا درې زره امريكايي ډالره چې دحاجي عبدالظاهر قدير له خوا روهي ادبي بهير ته رالېږل شوي وو، سيد حبيب الله وحاني ته وسپارل شوې، چې له هغه څخه په مننې ومنل شوې. ښاغلي دانش وويل:

زه د دانش خپرندويې ټولنې له لوري هم له روهي ادبي بهير سره د هر ډول مرستي او ملاتړ ژمنه كوم.

وروسته د ښاغلي عبدالاحمد محمديار له خوا د دانش او حاجي عبدا ظاهر قدير مننه وشوه چې د ده په وينا له خپل كلتور سره د دوى مينه زباتوي.

محمديار وويل:

ښاغلى قدير د زر او زور څښتن دى، څه موده په كندهار كې بندي و، خو بيا يې هم له ننګرهاره كندهار هېر نه كړ، د هغه له نوم سره ډېر كسان اشنا دي، د خپلې فرهنګي مينې لاس يې راوغزاوه او ياد يې كړو.

ښاغلي محمديار زياته كړه:

اسدالله دانش د لر و بر مانوي پاچا دى، چې ډېر كار يې كړى دى، ده په يوازي ځان تر ډېر ټولنو او اكاډميو ډېر كارونه ترسره كړي، چي برياوي يې غواړو.

وروسته د حبيب الله قلم مل پر يوه شعر باندې د جان محمد صالح له خوا كره كتنه شوې وه، چې ده خپله كره كتنه و وسته.

مفتي احمد فرزان وروسته وويل:

كه څه هم په كره كتنه كي پر ځينو بيتونو نيوكه شوې ده چي كمزورۍ لري، خو ده په خپله ليكنه كي دا نه دي په ګوته كړي، چې دا نيمګړتياوي كومي دي، دلايل نه دي راوړل شوي، كه څوك نيوكه كوي بايد وښيي چي سمه بڼه يې كومه يوه ده.

محمديار وويل:

جان محمد صا ح ته مباركي وايم، د قلم مل په اړه دا يوه خبره ډېره ضروري ده چي دى په رښتيا هم شاعر دى، خو كه څوك پر شعر كره كتنه كوي پر هر بيت دې جلا- جلا كره كتنه نه كوي، په عمومي ډول دې د يو چا پر شعر كره كتنه وشي، زياتره كسان موږ لرو، شعرونه ليكي او دلته يې وايي خو شاعران نه دي، ځكه مطالعه نه كوي.

د بلې غونډې لپاره وټاكل شوه چې سيدشاه سقيم به شعر راوړي او محمديار به ورباندي كره كتنه كوي.

تر دې وروسته مشاعر وسوه چي دې ښاغلو په كي شعرونه واورو :

جان محمد صالح، ګران اغا الفتيار، عبدالسلام مستانه، ، حسيني اغا، ما وم سيد رحمد خپلواك، حيات الله څرك، بشير احمد سالميار، خادم نړيوال، فضل الباري نورزى، عبدالله ستورى، نعمت الله منظور، محمديار، تورنپال بابي، علي احمد حقمل، حبيب الله روحاني، حبيب الله قلممل، زمريالى زېرى، قدرت الله لېوال، جرس فرهاد، محمد داود فيصل، شېر محمد عزتيار، عبدالله ستورى، شاه اغا مهتابي، سيدشاه سقيم، شېرزاد، نوراحمد عطا، عصمت الله لايق، شهزاده خوشال اوعطا محمد تاج په خپل وار انتقادي ادبي ټوټه ولوست ه.

او ځينې نور ګډونوال وو:

غلام سخي نوريوال، واصل حسنيار، عزت الله اميد، مفتي فرزان، صالح محمد صالح، بشير احمد بشارت، مختار احمد انتقام، دواخان مينه پال

ښاغلي عبدالنافع همت د مشاعرې په پاى كي لومړى خپل شعر ولوست، بيا يې د غونډې ارزونه وكړه، ده وويل:

زه خوشحاله يم چې د روهي ادبي بهير په يوه غونډه كې ګډون كوم، بيا هم د علامه حبيبي او لوى بېنوا په كورګي كي ادبي نغرى تود دى، په غون ه كي خوږې شوخۍ هم ليدل كېدې،چي غونډه يې لا ښايسته كوله. غونډې دي وختي پيلېږي، د كره كتنې برخه دې جدي ونيول شي، تنوع دې په كې پام كې ونيول شي، پر نثر دي هم كره كتنه كېږي.

ډاكټر طارق شاد وويل:

څرنګه چې د غونډې په منځ كې راغلم، د كره كتنې په برخه كي حاضر نه وم، بايد په كره كتنه كي ښېګڼي او بدګڼي دواړه راوړل شي، دواړه دي وويل شي،ما چې ځينې شعرونه واورېدل ډېر يې هيله من كړم، چې دا كاروان واقعاً د مقصد تر منزله رسېږي، ځينو ترنم ويونكو مشاعره لا ښكلې كړه.

غونډه د دعايې په ويلو سره پايته ورسېده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery