د ميرويس جلالزي ليكنه
د روان ميلادي كال د سپټم
بر د مياشتي په ۲۳ مه يوه مياشت وروسته له هغه د لومړي ځل لپاره يوې فرانسوي ورځپاڼي (ايسټ ريپبليكن) راپور خپور
كړ، چي ويل كېږي اسامه بن لادن د ډيورنډ كرښي په قبايلي سيمو كې مړ شوى دى.
دې راپور ته اوس هم د شك په سترګه كتل كېږي، ځكه دا راپور هم تر اوسه نيم
ګړى ښكاري خو نيمګړتيا يې هغسي وژونكي هم نه ده، لكه د اسامه بن لادن ناروغي چي ښودل شوې ده. دا په دې معنى چې
اپور تر اوسه كومي كوټلي سرچيني نه دى تاېيد كړى.
ورځپاڼي دومره ويلي چي دوى د فرانسې د استخباراتي م
امورينو څخه په نكل ويلاى شي چې بن لادن په يوه موسمي ناروغي (محرقې) له اخته كېدو وروسته له نړۍ سترګي پټي كړي دي.
د بن لادن پېژندنه:
نوم : اسامه محمد بن لادن
د زېږېدو
كال:۱۹۵۷
د زېږېدني ځاى : سعودي عربستان
مليت : عرب
د ويښتانو رنګ: نصوا
ي
د بدن وزن: ۱۶۰ پونډ
ونه: د ۶.۴ او ۶،۶ فيټو تر منځ
ژبه : عربي او كېداى شې په
پښتو هم خبري وكړي
اسامه او د ۲۰۰۱ كال دسپټمبر د يووليسمې
پيښې:
د امريكا د سوداګرۍ د نړيوال مركز په ودانۍ او د دفاع په وزارت له بريدو
څو ساعته نه وو تېر شوي چي د بوش ادارې خبر وركړ كېداى شي د القاعدې ډلي مشر اسامه بن
لادن د دې بريدو اصلي پلانوونكى وي.
د امريكا د استخباراتي ادارې (سي، اى، اې) رئيس جورج تنيت وويل د
دا ډول بريدونو توان يوازي بن لاډد لري او بس.
د ۱۱سپټمبر د ورځي په نيمايې كي د امريكا د دفاع وزير
كولن پاول وويل چي بريد كونكي دوى ته د جنګي دښمن حيثيت لري.
د همدې ورځي په ورستيو كې د امريكا ولسم
ر جورج ډبليو بوش وويل د امريكا دولت به د بريدكونكو او د هغو كسانو تر منځ چې دوى ته
يې پناه وركړې وي هيڅ فرق ونكړي.
د سپټمبر په ۱۲مه د القاعدې ډلي د دي بريدو م سوليت په غاړه واخيست چې په ترڅ كې يې ۳۰۰۰ تنه وژل شوي وو.
آيا د اسامه مړېنه به يو
استخباراتي مانور نه وي؟
د مصر د الاهرام د سياسي او ستراتيژكو څېړنو د مركز د اسلامي علومو كا
پوه ديا رشوان وايې امريكا، فرانسه او سعو دي عربـستان د اسامه د مړېني د خبر په خپرولو
سره غواړي د هغه د صحت او سلامتۍ په اړه ځان خبر كړي .
نوموړى كارپوه په دې باور دى چې د پردې تر شا د
اسختباراتي كړيو په منځ كې داسي ګنګوسې خبري شوې چي بن لادن دا ډېره موده ځكه پر ټلوېزيون نه دى راښكاره شوى چې
كېداي شي يا خو له مينځه تللى وي او يا هم د هغه د مرګ راپورونه نوموړى وهڅوي چي د خپ
و پلويانو د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره په يوه ويډيويې پيته كې راڅرګند شي.
ښاغلى رشوان په دې
باور دى چې د بن لادن له مړيني او ژوندي پاته كېدو څخه لوېديځوال او امريكايان ګټه اخلي هغه دا چې كه بن لادن مړ
شوى وي، نو دا به د ترهګرو په وړاندي د نړيوالي ټولني لپاره يو ستر برى وي او كه ژوندى وي او په يوه ويډيويي
پيته كې راڅرګند شې نو دا به امريكايانو او د هغوى متحدينو ته دا مالومات كره كړي چې نوموړى نه دى مړ، په داسي
حال كې چې د هغه د مړيني په اړه لا له پخوا پټ شكونه پيدا شوي وو.
خو د مصر د احرام د استراتيژيكو او
سياسي څېړنو د مركز دا كار پوه يو بل نظر هم لري، هغه وايې كه بن لادن ډېر ژر په يوه تصويري پيته كې راڅرګند شې نو
دا به د هغه پلويانو ته دا په ګوته كړې چې نوموړى ډېر پياوړى دى او په واقعي ډول د هغوى د يووالي او جهاد سمبول
دى، ځكه د القاعدې ډېرى پلويان وروسته له هغه چې بن لادن له افغانستان څخه وتښتېد له هغه سره اړيكى نه لري بغير
ه هغو جګپوړو مشرانو لكه ايمن الظواهري او داسي نور چې كله نا كله ورسره پر يوه كاسه
وډۍ خوري. او د اسامه بن لادن د ژوندي حالت ثبوت به د هغه ناخبره بهرنيو او افغانو ملګرو
ته نوې سا وركړي .
د بن لادن د مړېني تاثيرات د هغه د ډلي په منځنې جوړښت كي:
په سر كي به دا موضوع وڅېړو كه رښتيا هم بن لادن مړ شوى وي نو د هغه
مړېنه به د هغه د پلويانو پر روانه مبارزه چې نړيوال ورته د تروريستي كړو وړو رنګ وركوي څه تاثير
وكړي؟
آيا د هغه پلويان به له دې وروسته همغږي بريدونه ولري او كه به د بن
لادن له مړيني سره د هغوى د مقاومت برج ونړېږي؟
سياسي مبصرين په دې باور دې وروسته له هغه چې په عراق
كي د القاعدې د څانګي مشر ابومعصب الزرقاوي ووژل شو نو د هغه د مړېني په لومړيو ورځو كې ويل كېدل چې په عراق كې به
د زرقاوي له مړيني سره د القاعدې د جنګيالو مقاومت هم مات شي خو وروسته هر څه بدل شوه.
د زرقاوي له
مړيني وروسته پر امريكايي سرتيرو او د هغوى پر كورنيو ملاتړ كونكو (عراقي سرتيرو او پوځيانو) بريدونه نور هم
شديد شول او هره ورځ خبرونه تر لاسه كېږي چې پر امريكايي او يا د عراق پر كورنيو سرتېرو غلچكي او وژونكي ګوزا
ونه كېږي .
كارپوهان وايې كه بن لادن له منځه هم تللى وې نو د هغه د پلويانو مقاومت به ځكه مات نشي
چې د بن لادن او د هغه د پلويانو جګړه د دوى په نزد ايډيالوژيكه جګړه ده او د اسامه بن لادن پر ځاى په لسګونو
نور اسامه ګان لا پخوا روزل شوي او ټاكل شوي دي چې د بن لادن
احتمالي تشه ډكه كړي.
د اسامه مړېنه او د القاعده
لي اقتصادي كمزورتيا:
د اقتصادي چارو ماهرين وايې د القاعدې ډلي په لومړي سر كې ډېري محدودي
اكمالاتي سرچېني لرلې. هغه دا چې د دې ډلي ډېرى پوځي لګښتونه د اسامه بن لادن له شخصي شتمنيو تمويلېدل. د بن لادن
پلار چې تر لسو ډېري ښځي يې درلوردې د خپل هيواد له شتمنو كسانو شمېرل كېدئ.
هغه د عربي متحده اماراتو
په دوبۍ، شارجه او ابوظبۍ ښارونو كې د غوړو، صابون، ساعتونو او كپړو ستري فابريكې لر
ې. خو كله چې د اسامه پلار لادن مړ شو نو په دې چې اسامه د پلار په ژوند كي پر هغه ډېر ګران وو نو هر څه د اسامه لاس
ته ورغله او سكنيو او ناسكه وروڼو يې هم په ده اعتبار وكړ.
بن لادن ته له خپل
پلار څخه په پاتي شوي ميراث كې د مېلونونو امريكايي ډالرو سهم ورسېد. د القاعدې ډلي د ما
ي لګښتو لپاره خو په سركې همدا پيسي مصرفېدې، حال دا چې له همدې پيسو خو يو ځل په افغانستان كې د ملا محمدعمر په م
ري له حكومت سره هم مرسته كېده. خو كله چې د بوش ادارې د بن لادن د شتمنيو د كنګلولو لړۍ پيل كړه د القاعدې ډلي س
ه د تړاو په تور د نړۍ په ګوټ_ ګوټ كې ځيني بانكي څانګې كنګل شوې او حسابونه يې د امريكا په مشوره ضبت شول. د ال
اعدې شبكې كړه وړه د هغوى د شتمنيو له كنګلېدو سره هم ونه درېدل.
وروسته له هغه چې امريكا پر عراق بريد
وكړ نو دې كار د ځينو اسلامي هيوادو غبرګون راوپاراوه او ويل كېږي چې د اېران په ګډون سو
يه، سعودي عربستان، ليبيا او له غير اسلامي هيوادو شمالي كوريا، چين، او وينزويلا له
القاعده ډلي سره د پردې تر شا مالي مرستي پيل كړې او په دې حالت كې نو د القاعده ډلي د لګښتونو لپاره پوره پيسي
موجودي شوې.
دې كار د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده ډلي زړه ته لا تازه وينه پمپ كړه او هغوى ته يې
لا ښه موكه وركړه. خو ځيني سياسي شنونكې په دې باور دې چې كه چيرته رښتيا هم اسامه بن لادن مړ شوى وي نو كېداى شې چې
د يوې لنډي مودې لپاره القاعده شبكه له مالي ناسم سمكيو سره مخ شې او د يوې لنډي مودې په تېرېدو به بيرته عادي حا
ت ته راوګرځي.
او د هغه له مړيني سره به د القاعده ډلي په اقتصادي اړخ هيڅ
منفي اغېزه سيورى خپور نكړي ځكه چې د نړۍ د ډيرو مسلمانانو عقيدې د يوې او بلي ورځي په تېرېدو د غربيانو او ام
يكايانو په وړاندي بدلېږي او كېداى شې چې يوه ورځ د نړۍ ډېر اسلامي هيوادونه په مستقيم او غير مستقيم ډول له ال
اعدې ډلي سره سريښ شې امكان لري چې په هغه ورځ بن لادن ژوندى وي او يا هم نه وي خو په زرګونو اسامه ګان به د نړۍ
ه بېلابېلو هيوادو وزېږي او د القاعده ډلې ته به نور قوت هم ورپه برخه كړي.
د
بن لادن د مړيني اغېزه پر افغانستان، سيمي او نړۍ:
د سياسي چارو ځيني افغان ماهرين وايې كه ريښتيا هم
بن لادن مړ شوى وي او د فرانسوي ريپبليكن ورځپاڼې د سپټمبر د ۲۳مي ګڼي خبر رښتينى وې نو د هغه مړېنه به له سياسي
اړخه كه څه هم تصادفې پېښه وي، خو د امريكا او د تروريزم په
وړاندي د هغې د متحدينو لپاره يوه ستره بريا ګڼل كېداى شي.
هغه دا چې د
جګړې پر مهال د دښمن مړېنه كه قصدي وي او يا هم تصادفې نو خامخا د جګړې مقابل لوري ته ځواك و
بخښي.
بن لادن چې ويل كېږي د القاعدې ډلي د نړيوالي شبكې د ټولو پلانونو د طراحينو د ډلي د سر سړى وو،
نو خامخا كه ده ته له فزيكي او دماغي اړخه زيان ورسېږي او يا هم له منځه تللى وي نو د هغه نه موجوديت به ظاهراً
ېر تريخ وڅكېږي.
سياسي كارپوهان وايې چې كه د القاعدې شبكې ته د يو موټر فكر وكړو نو بن لادن د دې موټر
ېزلمپ دى، ځكه هغه ډېر اغېزمن رول لري كه چيرته د هغه په سرعت او اغېزمنتوب كې كمى راشي نو د دې ماشين د نورو پ
زو اغېزمنتوب ته به هم د نيوكې ګوته ونيول شي. نو د اسامه بن لادن مړېنه به هم د دې سبب شې
چې د القاعدې ډلي د پلويانو اړيكى د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې سره وشلوي او په ځينو برخو كې به دا اړيكى د هيوادونو د استخباراتي څانګو له خوا وموندل شي.
كارپوهان وايې نړيوال او په خاصه
بيا هغه هيوادونه چې د اسامه بن لادن د نيولو په لټه كې دې كولاى شې چې له دې تشې خورا اغېزمنه ګټه پورته كړي. خو د
وخت په تېريدو سره به د اسامه بن لادن پر ځاى كېداى شي بل كس وګمارل شي شايدايمن الظواهري ته به د دې ډلي مشري و
په غاړه شې ځكه هغه په روان حال كې د القاعدې ډلي د فكرمندو ماغزو په نامه نومول شوى او د دې ډلي لومړى مرستيال
او د با اعتبارو كسانو څخه دى.
اسامه بن لادن او افغانستان
:
په خټه عرب اسامه د لادن زوى د ۸۰ مي لسيزي پر مهال د پخواني شوري د يرغل په وړاندي د م
جاهدينو د مالي مرستو د ډلي د يو سمبالونكي په توګه پاتي شوى دى.
په ۱۹۹۲ كال كې كله چې م
جاهدينو د كابل رژيم مات او د واك ګدۍ ته ورسېدل اسامه بن لادن ترې تم شو. د پخواني شوري
په وړاندي د مجاهدينو ملاتړو خو له لومړيو ورځو د امريكا د متحده ايالتونو له خوا كېدل نو اسامه بن لادن هم په
همغه وخت كې د امريكا يو له ډېرو با اعتبارو كسانو څڅه وو، ځكه نوموړى د مالي مرستو د انتظاميانو له ډلي څخه وو.
خو كله چې په سعودي عربستان كې د امريكا پوځونه پلي شول اسامه بن لادن چې همغه وخت په خپل پلارني وطن كې وو د ام
يكا دې كار يې غوسه راوپاروله او له همغي شېبې يې د امريكايانو په وړاندي جهاد اعلان كړ.
بن لادن چې د دوهم ځل لپاره افغانستان ته راغئ په دې وخت كې طالبانو د دې هيواد په څه باندي۹۰ فيصده خاوره
كنترول درلود.
بن لادن له ډېرو فشارو سره_سره په افغانستان كې د خپل اقامت دوره په ډېره
خوښي پاى ته ورسوله هغه د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د طالب حكومت د رسمي مېلمه حيثيت خپل
كړى وو، وروسته له هغه له خپلو افغان ملګرو ملا محمدعمر او نورو سره ترې تم شو چې امريكايي قواوو په ۲۰۰۱ كال كې
پر افغانستان بريد وكړ.
د ۲۰۰۱ ميلادي كال په وروستيو كې كله چې امريكايي قواووي او د هغوى افغان متحدين پر افغانستان واكمن شول نو داسي انګېرل كېده چې بن لادن او د هغه ځيني ملګري د
افغانستان په ختيځ توره بوره غرنۍ سيمه كې پټ دي.
امريكايي بم غورځونكو الوتكو د توري بوري پر غرو له
درندو بمباريو وروسته دا وموندله چې كه پلي هلته ورشي نو له كوم جدي خطر سره به مخامخ نشي .
همدا وو
چې امريكايي سرتيري او د افغانستان په ختيځ كې د جهادي مشر حضرت علي پلويان د توري بوري سيمي ته ورغلل او د ال
اعدې د غړو لټون يې په سمڅو كې پيل كړ.
ويل كيږي چې امريكايي قواوو په همدې سمڅو كې زهرجن ګازونه په دې م
نظور وشنيدل چې كېداى شي د القاعدي پلويان او د هغوى مشر اسامه پرې له منځه ولاړ شي خو له دې عملياتو لنډه موده
تېره وه چې روښانه شوه بن لادن په دې غرونو كې ميشت نه وو، بلكي د افغانستان او پاكستان له اوسني سرحد څخه د
پاكستان قبايلي سيمو ته اوښتى وو.
د توري بوري په دې سمڅو كې په لسګونو عرب جنګيالي او د هغوى كوچنيان
او ښځي د امريكايي سرتېرو او د هغوى د افغان پلويانو له خوا ووژل شول.
كه څه هم ځيني كوټلو
استخباراتي څانګو وويل چي اسامه له افغانستانه وتلى دى، خو امريكايي قواوو او د هغوى افغان متحدينو په دې
بسنه ونكړه او د افغانستان په خاوره كې يې په هغه پسي لټون پيل كړ.
د ۲۰۰۱ كال وروستۍ شپې او ورځي وې چي ام
ريكايي هوايي قواوو د شپې پر مهال د طالبانو يو كتار په سويل ختيځ افغانستان كې تر بريد
اندي ونيو.
سهار چې كله امريكايي سرتيري سيمي ته ورسېدل په سر كي يو ځل بيا داسي ګنګوسې خپرې شوې چي
بن لادن په همدې بريد كې وژل شوى، امريكايي سرتېرو د بريد له سيمي د مړو د بدنونو غړي را ټول او د (ډي، ان ، اې)
ټيسټ لپاره يې كاناډا ته واستول، خو د نتيجو تر اعلانېدو وروسته مالومه شوه چي بن لادن په دې كتار كي نه
وو.
د اسامه بن لادن د لټون عمليات له همغي ورځي راهيسي روان دې خو د ده څرك تر اوسه نه دى لګېدل
.
كله نا كله خو نوموړى په ويډيويي پيتو كې هم راښكاره شي چې له عربي الجزيره ټلوېزيون څخه خپريږ
ي، له تېرو دوو كلونو راهيسي خو د بن لادن كوم تصويري پيغام هم نه ووخپور شوى، خو په دې
ورستيو كې يې يو پيغام چې پكې په عراق كې د القاعدې د څانګي وژل شوي مشر ابومعصب الزرقاوي ته د زمري لقب وركړل
وى وو د خپراوي ډګر ته راووت.
بن لادن په دې لنډ ويډيويي پيغام كې د نړۍ پر مسلمانانو غږ وكړ چي د هغه
په وينا د صليبيانو په وړاندي جګړې ته سره يو شي.
خو فرانسوي ( لي ايس ريپبليكن) ورځپاڼي له فرانسوي
استخباراتي څانګو په نكل دا هم ويلي چې بن لادن د اګست ميلادي مياشتې په ۲۳ مه د پاكستان
په خاوره كې مړ شوى.
په تېر اګست عيسوي مياشت كې د اسامه بن لادن د احتمالي پټن ځايونو په اصلي مقر
يعني شمالي وزيرستان كې د طالبانو او پاكستاني دولت ترمنځ يو مهم تړون لاسليك شو، كېداى شې چې د همدې تړون تر شا
هم ځيني رازونه پټ وي.
كه دې تړون ته نظر واچول شي طالبانو او قبايلي اسلام پالو چې ډيرى يې ځان د ال
اعدې ډلي پلويان بولي په وار_وار دا ويلي چې د پاكستان د پوځ او په افغانستان كې د حامد كرزي د دولت او د بهرنيو
سرتېرو په وړاندي به جهاد ته تر هغه دوام وركړي چې يا خپل هدف ته ورسېږي او يا شهيدان شي.
دلته نو
پوښتنه پيدا كېږي چې طالبانو او قبايلي سړو ولي دا تړون، د كومي موخي لپاره د پاكستان له دولت سره لاسليك
كړ؟
آيا هغوى نور د مقابلې توان نلري؟ او كه غواړي شمالي وزيرستان په طالبستان بدل كړي او له هغه ځايه
په خوندي او آرامه توګه په افغانستان كې خپل بريدونه پلان كړي؟
څه موده وړاندي په افغانستان كي د طا
بانو واكمن ملا محمدعمر خبر وركړ چې دى څه موده وړاندي خپله شمالي وزيرستان ته تللى وو او هلته يې له خپلو پ
ويانو سره خوله په خوله خبري وكړې، چې څرنګه كولاى شې په شمالي وزيرستان كې د پاكستان له دولت سره توافق وكړي
تر څو پوځ پر دوى او دوى پر پاكستاني پوځ بريدونه ودروي.
پوښتنه دلته راپورته كېږي چې نو آيا ملا مح
مدعمر د همدې تړون په خاطر شمالي وزيرستان ته سفر كړى او كه كوم بل هدف به يې هم درلودئ؟
د ملاعمر دا
خبره هم د بن لادن له مړيني سره څه نا څه اړيكى لري. ګومان كېږي چې ملا محمدعمر به د اسامه بن لادن د مړېني په م
اسمو كې د ګډون لپاره دې سيمي ته تللى وو، خو دا خبر هم تر هغه نه شي تايېد كېداى چي د بن لادن د مړېني خبر تايېد
نه شي.
د اسامه بن لادن مړېنه او د نړۍ د لوړ رتبه چارواكو غبرګونونه
:
حامد كرزى:
كه رښتيا هم اسامه بن لادن مړ شوى وي، نو دا ما او د افغانستان خلكو ته
يو ستر زېرۍ دى، خو تر هغه چې دا خبر تايېد نشي دا يو ګونګسه ده او بس!
د سعودي عربـستان د كورنيو چارو
وزارت وياند منصور التركي وايې موږ د اسامه بن لادن د مړېني په اړه تحقيق كوو خو ګومان نه كېږي چې هغه دي مړ
وي.
كاندوليزارايس:
زه د همداسي يوې ورځي د رارسېدو شېبې شمېرم چې د
اسامه بن لادن په مړېنه خبره شم، خو اوس نورو مالوماتو ته سترګي په لاره يم!
د سپيني ماڼۍ وياند:
د دې فرانسوي ورځپاڼي راپور نشو تايېدولاى!
ژاك شيراك د فرانسي ولسمشر:
د خپل هيواد د هغي ورځپاڼي د راپور يو كاپي مې لاسته رارسېدلې ده، دا راپور مې له سره تر پايه ولوست،
خو تبصره نشم پر كولاى، مګر له استخباراتي څانګو څخه مې غوښتنه كړې چې څرنګه دوى خپل مالومات له رسنيو سره ش
يك كړي؟
د امريكا د انتل په نامه يوه استخباراتي ډله چې د تروريستي كړو وړو په اړه څېړني كوې
وايې چې كه رښتيا هم د القاعدې ترويستي ډلي مشر اسامه بن لادن مړ شوى واى، نو خامخا به د القاعدې ډلي د هغه د م
ړېني خبر خپور كړى واى!
د امريكا پخوانى ولشمر بيل كلنټن هم د اسامه د مړېني د خبر په اړه غبرګون ښوولى
هغه ويلي چي د خپل ماموريت پر مهال يې ډيري هڅي وكړې چي اسامه بن لادن ووژني، خو دى خپل دې آرمان ته ونه
سېد.
كلنټن ويل چې دى يو ځل دې ته ډېر نيژدې شوى وو چي اسامه بن لادن ووژني خو كله چې دوى عمليات پيل كړل بن
لادن له خپله ځايه تښتېدلى وو.