جمعه د ١٣٨٥ لمريز کال د تلې ٧
دجاپان د پلازمېنې ټوکيو د ګريجويټ سکول اوف ميډيسن
پوهنتون يوه ساينس پوه چې شينچي کورياما نوميږي، دا خبره د ازموينوپه نتيجه کې جوته کړې چې په ورځ کې د يو څو
پيالو شنو چايو څښل د زړه د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوردي. نوموړي داخبره د هغه څيړنې پر بنسټ کړې چې دتېرو
يوولس کالو راهيسې يې نږدې پر څلويښت زرو جاپانيانو تر سره کړې ده. د دغه څلويښت زره جاپانيانو عمر د څ
ويښتو نه تر نهه اويا کالو پورې و.
د دغه کسانو څخه د شنو چايو د څښلو په هکله د پوښتنو په نتيجه
کې ښکاره شوه چې د دغو خلکو يو په څلورمې برخې په ورځ کې يوه پياله شين چای او همدا شان يو پر څلورمې د ورځې پنځه او
تر هغو زياتې پيالۍ شين چای څښلو. د دغه څيړنې په لومړي کال کې هيڅ چا د زړه کوم تکليف نه لاره. خو ددغه يوولس کلنې
څيړنې په اوږدو کې چې د ١٩٩٤ نه تر ٢٠٠٥ پورې يې دوام لاره، د دغو څلويښتو تنو څخه لس سلنې مړه شول. په دغه مړو
شوو کسانو کې نږدې دوه په سلو کې د زړه د ناروغيو او درې په سلو کې د سرطان د ناروغيو له امله و.
د
دغې څيړنې پر بنسټ ويل شوي ، هغه کسان چې په ورځ کې د پنځه يا د هغې نه ډېري پيالۍشين چای څښي ، د هغو خلکو په
نسبت چې په ورځ کې يوه پياله شين چای څښي د زړه د ناروغۍ له امله يې د مرګ چانس ډېر کم دی.
جاپاني څ
ېړونکې فکر کوي چې په شنو چايو کې د انتي-اوکسيدينت شتون د ناروغيوڅخه د زړه او رګونو د ساتنې سره مرسته کوي. ب
سېره په دې ويل کيدل چې شنې چای د سرطان لپاره هم ګټور ې اغيزې لري خو د دغه څيړنې څيړونکي په دې هکله کومې نتيجې ته
لا نه دي رسيدلي .