مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-10-02   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

د روهي ادبي بهير ۲۶مه غونډه جوړه شوه

مختاراحمدانتقام/كندهار

د روهي ادبي بهير ۲۶مه غونډه د روان كار د وږي پر ۳۰مه د ماځيګر پر(۵:۲۶)د ښاغلي جان محمد صالح له خوا د قرانكريم په قرائت ويلو سره پيل سوه.

پرانستونكي خبري ښاغلي عطاالله تاج وكړې ده وويل:

راتلوونكې غونډه به په روژه كي وي څښتن (ج)دي پر افغانانو روژه په خير او ارامۍ تيره كړي، ده زياته كړه:

زه له ليكوالو غوښتنه كوم چي نور ارام مه كښېنى ولي چي د پښتنو پر كور اور بل دى ليكنو ته ادامه وركړى او ګام پورته كړى، ده همدارنګه وويل:

مشران دي بهير ته راسي زم وږ سره دي ګډون وكړي، موږ به څه ځني زده كړو او كشران دي په دې راسي چي له موږ څخه څه زده كړي.

تر دې و وسته مختاراحمد انتقام د تيري اونۍ راپور وړاندي كړى، چي كره كتنه هم باندي وسوه.

لومړى ښاغلي سيد حبيب الله روحاني وويل:

ما په تيره غونډه كي نه واورېدل چي د غونډي مشر دي داسي ويلي وي چي ملګ ي دي د غونډي په جريان كي خبري نه كوي خو په راپور كي راغلي وه، ده زياته كړه:

راپور تر پخوا ډير ښه او پوره وه.

ورپسې ښاغلي عبدالله ستوري د راپور ډيره ستاينه وكړه، ده وويل: راپور ډير ښه و، روان او پوره و.

تر هغه وروسته مشاعره وسوه چي دې ښاغلو په كي شعرونه واورول:

احسان الله درمل، محمد اسماعيل، سليمان شاه زلمي، حميد الله نصرت،سيد شاه سقيم، قدرت الله ليوال، ذلال احمد ورك، نظرم حمد رازمل،رحمت الله رحماني، عطاالله تاج، بشير احمد سالميار، فضل الدين خوشدل، سيد حبيب الله روحاني، نعمت الله منظور، ظاهر محمد روحاني، جان محمد صالح، بشير احمد قادري، ګل محمد يارانه، ظاهرجان پاڅون، زمريالي زيري،عبيدالله تسل، عبدالقيوم مينوال، احمد فرزان، حبيب الله قلم مل،عبدالظاهر قلموال، واصل حسنيار، محمد شريف ناكرار، احسان الله جرس،علي محمد حقمل، عصمت الله لايق، حميدالله بختيالي، شير محمد عزتيار، عبدالله ستوري او عبدالواحد رنځوريار.

د غونډي مشر ښاغلى نظرمحمد رازمل او مېلمانه يې ښاغلي احسان الله درمل او عبدالواحد رنځوريار وو.

ښاغلي عبدالواحد رنځوريار بهير ته په راتګ خوښي وښوول او ويې وي :

نن ډېر خوښ يم چي په روهي بهير كي مي ګډون وكړ او ملګري مي وليدل، ورپسې د غونډي مشر ښاغلي نظرمحمد رازمل څو ټكو ته اشاره وكړه ده وويل:

بايد تكرار شعرونه و نه ويل سي، په شعرو كي بايد زيات نوښت رام نځته سي او د حالاتو ستونزي وسپړي، ده زياته كړه د شعر ترڅنګ بايد لنډي كيسې، نثري ټوټې او نور بايد وليكل سي او ولوستل سي همدارنګه ښاغلي رازمل د كندهار نندارې له مشر او كاركوونكو مننه وكړه، ده  زياته كړه چي: دوى تل هڅه كړې چي موږ خوښ وساتي ده په پاى كي وويل:

دوى همدا نن يو فلم چمتو كړى او نندارې ته به يې وړاندي كړي.

د لومړي ځل لپاره دروهي ادبي بهير په اونيزو غونډو كي دا (۲۶مه) يوازنۍ غونډه وه چي په پاى كي يې فلم نندارې ته وړاندي سو، فلم د كندهار نندارې په زيار او د مدني ټولني په لګشت جوړ سوى و.

د فلم تر وړاندي كولو څو شېبې مخ كي د همدې فلم كيسه ليكوال او لارښود ښاغلي فضل احمد انيس څو لنډي خبري وكړې ده وويل:

دا فلم لنډ دى لومړى ځل و چي كندهار ننداره فلم جوړوي ستونزي او مشكلات له حد نه زيات و امكانات هم دومره نه وه، خو زه د مدني ټولني مننه كوم چي د فلم لګښت يې پر غاړه اخيستى، ده زياته كړه: س ه له ستونزو مي هيله دا ده چي فلم به ستاسي خوښ سي.

د فلم نو و((زما خور)) چي تقريباً (۴۵) دقيقې وخت يې په ب كي ونيوى.

مركزي لوبغاړي يې ښاغلي عبدالخليل ښاد، نعمت الله او وړوكې روبينه وه.

د فلم كيسه پر دوو بې كورو ماشومانو راګرځېده، د برخوالو له خواد فلم تود هركلى وسو، د غونډي په پاى كي ښاغلي ظاهر محمد روحاني د فلم يو تن لوبغاړي ښاغلي ښاد ته يو زر افغانۍ د انعام په ډول و كړې.

غونډه د ماښام پر (۸:۵۵) پاى ته ورسېده.

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery