اسمانه بيا لكه چي نوي افسانې جوړوې
چي سر پر سر مي پرهارونه پر سېنې
جوړوې
په ډېره خواشيني سره خبر شولو چي افغان ملت بيا د علمي او فرهنګي ناورين پر ټغر
كښېناست. او د افغانستان پياوړى عالم، مفكر او څېړونكى كانديد اكاډمېسن محمدانور نوميالى له دې نړۍ څخه د
ابديت پر لور وكوچېد.
انالله و انا اليه راجعون
افغان ملت چي له درو لسيزو
راهيسي د مرګ پر پوله ناست دى، د پرله پسې ناورينونو له قاتلي بلا سره خپړي لګوي، له يوې ټكي څخه يې دمه نه وي
جوړه چي بله يې پر سر را ايله شوې وي.
تر ټولو لويه غميزه خو يې لا دا ده چي په ژوند له خپلو علمي او ف
هنګي ارزښتونو څخه بې برخي دى.
ارواښاد استاد نوميالي هم له خپل كور او وره ليري د پرديو په دربار كي
د پردېسۍ پر بستر خپل پور پرې كړ، كه څه هم چي له ډېره وخته راهيسي د ده له بركتناك علمي سيوري څخه موږ بې برخي
وو، خو هيله مو دا وه چي يوه ورځ به يې په مخامخ توګه د پوهي په رڼا زموږ د جهالت د دېبانو سترګي ړندېږي، خو درېغه
چي دا هيله مو خاوري شوه او د دويم ځل لپاره فرهنګي يتيمان شولو.
خداى دي وكړي چي افغان دولت د ده د جسد
له پاره د خپل وطن په غېږ كي يو دوې لوېشتي ځمكه ځانګړې كړي، په ژوند خو يې چا د درنښت نيت ونكړ، په مړېنه خو يې لږ
تر لږه له ياده غافل نه شو. الله (ج) دي يې د خپل بېساري رحمت په اوبو اوبه كړي.
آمين يا رب العالمين
د بېنوا فرهنګي ټولني او روهي ادبي بهير له
خوا
كندهار_افغانستان