پوښتنه : محبوب الله
گرانه وروره وردگ
صيب سلامونه مو ومنه، محترما دا چه كمپيوتر يو درياب دي نو ستونزي هم ډيري لري نو په پكي په كار كولو د مختلفو
ستونزو سره هم مخامخ كيږو، پدي سايټ كي د كمپيوتر د ستونزو د حل له پاره څواب ويل كيږي چه واقعآ دا يو خوشحاله
كونكي خبره او وطنوالو ته يو خدمت دي. خداي دي وكري چه مونږ تول خپل تخنيكي مشلات د همدي سايټ دلاري حل كرو.
پوښتنه؟ څنگه كولاي شو چه يو درايو ته پا سورد وركړو؟
ځواب:
محبوب الله جانه !
سلامونو ته دې
وعلیکم وسلام ګرانه ! ستا د پوښتنې په اړه چې زه څومره پوهیږم داسې چې موږد خپله وینډوز د کنترولوونکي برخې په
واسطه کولای شو چې یو ډرایو په څو کارنو پورې محدود کړو ولې که مو غوښتي وي چې یوه ډرایو ته شفر ورکړو نو په دې
صورت کې موږ باید یو پوستکالی (Software) ولرو له هغې وروسته کولای شو چې د هغه پوستکالي په مټ یوه ډرایو ته پاسورډ
ورکړو .خو دا هم مه هیروه چې په انټرنیټ کې دا ډول پوستکالي په وړیا توګه ډیر کم او یا بیخي نه پیداکیږي . دا چې
وکولای شې د اوس لپاره دا پوستکالی وړیا ښکته او پخپل کمپیوتر کې یې دې نصب کړې نو له لاندې کرښې څخه یې لاسته
اوړلای شې: http://www.softstack.com/hidedrv.html هیله مند یم چې تر یوه بریده پورې مې ستا پوښتنه
در ځواب کړې وي که بیا دې هم پوښتنه لرله راته ولیکه.
په مینه