راپور: مختاراحمد انتقام
د روهي ادبي بهير ۲۹مه غونډه د روان كال د تلي پر ۲۰مه چي د روژې مباركي د ۲۰مي
سره برابره وه د ماځيګر پر۳:۴۵ د ښاغلي احمد الله عباد له خوا د قرانكريم په قرائت ويلو پيل سوه.
پ
انيستونكي خبري د ښاغلي احسان الله درمل پر غاړه وې.
ده بهير اغيزمن وباله او لامل يې روژه وښوده، له
ملګرو يې ګيله وكړه چي په روژه كي يې بهير ته څه شا ګرځولې ده، ده وويل چي
په روژه كي خو د شعر تقدس لا زيات وي خو ملګري برعكس دي او هم يې د كركتني پاته كېدل ښه و نه بلل، ده وويل زموږ د
غونډي ډير وخت په دې كې تېر سي چي كره كتنه وكړو كه څنګه او دا يې يوه لويه ستونزه وبلل، ده هيله وښوول چي په
اتلوونكي كي به داسي نه وي چي ملګري كره كتنه له دې خاطره پاته كوي چي روژه ده جنجا
پېښېږي، په ادب كي جنجال او بده خبره نسته هغه كسان چي ستونزه پېښوي، دوى د كره كتني
توان نه لري، ده غوښتنه وكړه چي موږ بايد يو پر بل باور وكړو.
ورپسې مختاراحمد انتقام د تيري اونيزي
غونډي راپور وړاندي كړ، د كره كتني په موخه ملګرو پرې داڅه وويل:
ښاغلي جان محمدصالح په راپور كي د ت
اجيدي كلمه خوښه نكړه، ده وويل كه د تراجيدي پر ځاى غميزه او يا يې بل پښتو انډول لغت واى ښه به و، ده راپور د
يري ستايني وړه وباله.
ښاغلي سيدحبيب الله روحاني بيا په راپور كي دې ته ګوته ونيول چي په تېره
غونډه كي ښاغلي عبدالاحمد محمديار د ارواښاد كانديد اكاډمېسن محمد انور نوميالي د ژوند په اړه څه نه وه ويلي
خو په راپور كي دا خبره راغلې وه.
ښاغلي محمديار د ښاغلي روحاني د خبري پخلى ونكړه،او ويې ويل چي ما
د ښاغلي نوميالي د ژوند په اړه خبري وكړې.همدا ډول ده راپور د ستايلو وړ وګاڼه.
خو ښاغلي درمل بيا د
اپور له ليكوال څخه ځيني خبري هيري سوي و بللې، ده وويل چي ښاغلي محمديار د ارواښاد
نوميالي تر څنګ دوست شينوارى او نور ليكوال هم ياد كړل چي په كلتور پوهنه او ټولنپوهنه كي يې كار كړى د
.
تر هغه وروسته ملګرو فيصله وكړه چي كره كتنه دي همدانن وسي.
ښاغلي محمديار ته بلنه و
كړل سوه چي د ښاغلي سيدشاه سقيم پر شعر كره كتنه واوروي.
تر كره كتني اورولو وروسته همدا كره كتنه
د ملګرو تر كره كتني لاندي راغله.
ښاغلي حكمت الله سروش په شعر كي د ګراني كلمه تكرار خوندور ونه بل
، ده وويل ځيني توري چي تكرار سي نور هم خوند كوي، خو دا كلمه تكرار په شعر كي ماته خوند نه
اكوي.
ښاغلي استاد مهدي خليق بيا د ګراني كلمه په شعر كي تكرار د شاعر اړتيا وبلل او هم يې وويل چي
اعر كه يوه كافيه د شعر په پيل كي راوړي، شاعر مجبور دى چي هغه د شعر تر پايه ساتي.
ښاغلي سعيد زابلي د ښاغلي سروش نظر رد كړه او د هغه دا ډول نظر وركول يې ښه ونه بلل او هم يې د ګراني
كلمه تكرار خوندور وبلل، ده وويل د شاعر زړه بايد مات نسي دا داسي مانا لري لكه يو څوك چي يوه لويه ماڼۍ جوړه
كړي او ته يې وغندې او بد ورته ووايې، ده زياته كړه چي نوموړې كلمه په هر بيت كي په بېل انداز راغلې ده او د شعر
ښكلا يې زياته كړې ده.
ښاغلي خليق د ښاغلي سروش د نظر پخلى وكړ او ويې ويل: چي نوموړي ښه نظر وركړ، ځكه
دى ځانته دليل لري، همدا ډول ده د ښاغلي زابلي خبري ته په اشارې سره وويل، موږ بايد د چا نظر رد نه كړو، هر څوك
نظر څرګندولاى سي، بيا يې نظر ته ګورو او دى هم پېژندلاى سو.
وړوكي ښاغلي عبيدالله تسل هم د ښاغلي سروش
نظر ښه وباله.
ښاغلي درمل ته كه د ښاغلي محمديار كره كتنه په دې په زړه پوري وه چي نوموړى د شعر پر
تخنيك ږغېدلى و، نو له بل اړخه يې بيا كره كتنه تر غوبار لاندي او څه نيمګړې هم وبلل، د ده په نظر چي كره كتونكى
تر ځينو بيتو غورځېدلى هم و او كره كتني يې د سريزي ډول خپل كړى و، ده وويل زه د ښاغلي محمديار د دې خبري سره م
وافق نه يم چي ده د كره كتني لپاره وخت نه دى پيداكړى نو دا ډول كره كتنه يې كړې ده، دى بايد كره كتني ته زيات وخت وركړي.همدا ډول ده د كره كتونكي يوازي د شعر ستاينه
پرځاى و نه بلل او په شعر كي يې ځيني ستونزي هم ليدلې، لكه شونډان، ښاغلي درمل زياته كړه چي شونډان شاعرانه نه
دي، رواني نه لري او كه يې پر ځاى شونډي ويل سوي واى شاعرانه به وې او شونډي شاعرانه دي.
كره كتونكى
هم په دې نظر سو چي شونډان شاعرانه نه دي.
ښاغلي عبدالواسع هڅيال د ښاغلي ډاكتر عبدالزاق پالوال د
كتاب څخه په ماخذ راوړلو سره وويل چي شونډان په پښتو كي نسته، يوازي شونډي
سته.
ښاغلي خليق د ښاغلي درمل د خبري د پخلي په موخه وويل چي شونډان بندوالى لري او بايد په شعر كي
داسي څه ونه كارول سي چي شعر بدخونده كوي.
ښاغلي زابلي بيا شعر بې منطقه وباله او ويې ويل چي په شعر كي
منطق نسته، چي تا نو ولي دا كلمه كارولې ده، ده زياته كړه شونډان په شعر كي راتلاى سي، شونډان يوه لهجه ده، زم
وږ په سيمه (زابل) كي شونډي نه ويل كېږي شونډان ويل كېږي.
وروسته وار مشاعرې ته ورسېد چي دې ښاغليو په
كي شعر ونه واورول:
ظاهرجان پاڅون، احمدالله عباد، حاجي عبدالرزاق شيرزاد، حكمت الله سروش، اح
سان الله درمل، سيد حبيب الله روحاني، سعيد زابلي، عبدالقيوم مينه وال، جاويداحمد تنوير، علي احمد حقمل،
احسان الله جرس او نعمت الله منظور.
د غونډي مېلمه ښاغلي عبدالخليل ښاد ته بلنه وركړل سوه چي د غون
ي په اړه خپل نظر څرګند كړې.
ده په خپلو خبرو كي له ملګرو غوښتنه وكړه چي بايد پر وخت راسي او هم م
طالعه وكړي.
تر ده وروسته د غونډي مشر ښاغلي استادمهدي خليق ته وار وركړل سو چي غونډه و ا
زوي.
د تنكيو ځوانانو خبري، نظرونه او د حالاتو ستونزي د دوى په شعر كي ده ته غونډه په زړه پوري كړې
وه ده وويل، ماته غونډه په دې خوند راكوي چي دلته تنكي ځوانان خبر كوي، زه كوښښ كوم چي د دوى خبري واورم، دا زم
وږ لپاره يو سبق دى، ده غوښتنه وكړه چي مشران بايد ځوانان وهڅوي چي زده كړي ته مخه
كړي او تر څنګ يې مطالعه هم وكړي.
د استاد مهدي خليق تر خبرووروسته غونډه د
روژه مات وخت نيژدې پر د يوې دعايې په ويلو پاى ته ورسېده.