مينه او ايمان يوازني دوه هغه څه دې چې خلكو
ته د اطلاعاتو په رسولو كي د يو خبريال پلويان بلل كېداى شي، هغه مينه چې له جګړې څخه بيا تر طبيعي ناورينونو
پوري يې هيڅ شى مخه نه شي نيولاى.
له ځان نه تېرېدنه او د
خپل سر په قيمت خلكو ته د اطلاعاتو رسول او هغوى له ورځنيو تودو پېښو خبرول د يو خبريال د ورځني كار يوه كوچنۍ
برخه جوړوي.
"خبریال" هغه كلمه ده چې د هر مقام خاوند، د
ټولني له عادي وګړو بيا تر وزيره، رئيسه، مديره او ولسمشر پوري ورسره اشنايي لري،
او ځينو ته خو به ريښتيا هم چې دا كلمه ډېره تكراري وي ، خو دې ته بايد فكر وشي چې خبريال څوك دى؟ او څرنګه د هيواد
او نړۍ له ګوټ_ ګوټ څخه تازه اطلاعات شېبه په شېبه زموږ په واك كې راكوي.
هر څوك وايې چې په ټولنه كې
د يو خبريال دنده د اطلاعاتو رسول دي، خبريال د خلكو او دولت تر منځ د پل حيثيت لري خو كله هم موږ د دې جملوپه
اړه ژور فكر كړى دى؟
كله چې د خبريالي له مسلك خبري پيل شي عام خلك له دې مسلك څخه د نورو دندو په شان
ذهنيت اخلي، خو د دې دندي په پټو زاويو كې نا خپرې شوي ډېري خبري پټي پاتي دي هغه دا دې چې ولي د نورو فنونو صاحبان
ترېنه يا خو بېخي بېخبره دي او يا يې هم په اړه لږ معلومات لري.
كه له نن څخه څه زيات او كم پنځو تېرو ك
ونو ته پام واچول شي په دې پوه شو چې هغه مهال هيڅ يو خبريال هم نه وو،كه چيرته د ګوتو په شمار خبريالان موجود هم وو له ځينو سياسي ډلو سره يې يا خو د هغوى د ملګرتوب رشته لرله او يا يې هم د خپل
سر له ويري له جنګسالارانو سره سازش كړى وو.
په افغانستان كې د كورنيو جګړو پر مهال يو خال_خال خبريال
موجود وو خو د هغوى له ډلي ځينو هم د خپلو وينو په بدل كې اطلاعات خلكو ته د زمان له واكدارانو وپېر
.
په كال كې يوه ورځ د خبريالانو د ورځي په نامه نومول شوې ايا دا يوه ورځ د وژل شويو خبريالانود يادو
و د مراسمو لپاره كافي ده؟
ټول خبريالان د خپلو وژل شويو همكارنو په شان مظلوم دي، هغوى په ډېرو
سختو شرايطو كې كار كوي، عكسونه اخلي، غږونه ثبتوي او ژوند كوي، خو هغوى په ټول كال كې يوه ورځ ل
ي.
د پلازمېني كابل ډېرى اوسېدونكي په دې باور دې او وايې چې خبريالي يوه لانجمنه دنده ده او دا طبقه خلك بايد د ټولني د زړونو د درد په سپړلو او خپرولو سربېره د دولت د كړنو خبرونه هم
خپاره كړي.
د جنوبي ولايت زابل ځيني اوسېدونكي بيا وايې چې خبريالان د ټولني په ستونزو خبرداره ډېر
نيژدي ملګري دي او هغوى بايد د خپل قلم د نوك په خوځښت سره د خلكو له حقونو دفاع وكړي.
ځيني هم بيا
په دې باور دي چې خبريالي يوه په زړه پوري وظيفه ده چې هر يو لجوج كس كولاى شي هغه په ډېره اساني سره پر مخ
بوزي.
آيا ريښتيا هم همداسي ده ............؟؟؟
ټول خلك يو شان برداشت ل
ي...............؟؟؟؟
د دې خلكو په ډله كې يوه هم څلرويشت كلنه (روكسانا) نومي بدخشانۍ پېغله ده، هغې په نيژدې
تېر وخت كي د مطبوعاتو په ډګر كې څو لومړني ګامونه پورته كړي دي، هغه وايي په دې سربې
ه چې يو خبريال د ټولني د غړو دردونه په خپلو سترګو او غوږونو حسوي او هڅه كوي چې هغه برطرفه كړي خو ځيني وختونه
په خپله دوى تر هر چا ډېر له بې عزتۍ سره مخامخ كېږي.
دا وايې: د رسنيو په ورځني
چابك پرمختګ سربېره تر اوسه هم زموږ په ټولنه كې خبريالانو ته په دوديزه سترګه كتل كېږي او دا كار په يوې سيمي
پوري تړلى پاتي نه دى.
روكسانا وايې موږ بايد هڅه وكړو چې د پرمختللو هيوادو په شان د دې لاري چاري و
ټوو چې د هغوى په ټولنو كې خبريالانو او د خبريالي مسلك څرنګه خپل ځاى تثبيت كړي.
شيما سعيدي د كابل
پوهنتون د ژورناليزم د ډيپارټمنټ د څلورم كال محصله ده هغه بيا په دې باور ده چې يو خبريال كولاى شې په يوه و
ځپاڼه كې د يو اثر په ليكلو سره د يوې ټولني د پرمختګ، سوكالۍ او وياړني سبب شي.
۶۹ كلن مدير سليم چې
په سلمو يې خلك پېژني بيا وايې زما او نړۍ تر منځ د اړيكو يوازينۍ وسيله همدا مطبوعات دي،"مطبوعات زما ژبه او پوزه ده"
سلمو وايې
: آيا خلك په دې پوهېږي چې كه يو ورځ خبريال نه وې نو په نړۍ كه به څه وشي؟؟
ځواب هم په خپ
ه وركوي: ټوله نړۍ به بې خبره پاتي شي نړيوال به په دې نه پوهېږي چې نن په نړۍ كي څه تېرېږي.
د نورستان ولايت يو ځوانكى چې د تورخم په پوله كې د خپل پاسپورټ د ټاپه كېدو په انتظار په اوږده لين كې ولاړ
او اخبار لولي بيا وايي لكه څنګه چې زه د دې اخبار مطالب په آساني لولم زه پوهېږم چې برابرول يې دومره آسانه نه
دي او ډېره خواري غواړي.
زموږ ځيني ښاريان وايې د خبريالانو ټول ژوند په وېره كې تېرېږ
ي، هغوى د هيواد د زابل، هلمند، كندهار او روزګان ولايتونو په شان له نا ارامو سيمو
رپوټونه وركوي چې دا اسانه كار نه دى، ځكه هلته پوليس يو او دوه په يوازي سر نشي ګرځېدلاى خبريال خو څه كوي!
هر كال په لسګونو تنه خبريالان د نړۍ په ګوټ_ ګوټ كې وژل كېږي او يا هم ټپونه اخلي د ډېرو
هيوادو زندانونه اوس هم د خبريالانو د كوربه توب چيغي وهي، خو دا چيغي تر اوسه چا نه دي اورېدلي او كه يې اوري
هم ترېنه خوند اخلي.
خبريالان بايد تل د هغو ګولويو د خوړلو په انتظار وي چي د دوى كامرې او كاغذونه په
وينو ور رنګين كړي، خو دوى له دې كار څخه وېره نه لري او د بې پرې اطلاعاتو د خپرولو لپاره يې خپل سرونه هم بايل
ي دي.