کندهار د ارغنداب ولسوالي ، د بابا ولي صاحب زيارت د جوړيدو په حال کي ( ولي شا طبيب عکاسي )
د کندهار په ښار او شاوخوا سيمو کښي د بيا جوړوني يو شمېر په زړه پوري کارونه شوي دي ، او لا ځيني يې اوس هم روان دي . په کندهار کي د بيا جوړوني په کارونو کښي تر ټولو ستر خدمتونه د کندهار مخکني والي ښاغلي ګل اغا شيرزي تر سره کړي دي ، ګل اغا شيرزی تېر کال هغه وخت د کندهار د ولايت له څوکۍ نه کابل ته ولاړی کله چي ولسمشر حامد کرزي د هيواد د ځينو واليانو د تيديلۍ فرمان صادر کړ .
په دې فرمان کښي د هرات والي تورن اسمعيل او د بلخ څخه عبدالرشيد دوستم وو. له نوموړو دريو تنو واکمنو څخه يوازي ګل اغا شيرزي د ولسمشر امر ته غاړه کېښوده او کابل ته لاړ چي تر اوسه هلته دنده سرته رسوي . د ګل اغا شيرزي کابل ته په تګ سره د کندهار ښاريانو ډيره برخه نه وه خوښه ، اوداسي خو لاويل کيدل چي که ګل اغا کابل ته تګ ونه غواړي نو ټوله ښار به يې په ملاتړ ودريږي ، له دې شمېر ښاريانو نه ډيره برخه د کندهار ښار او شاوخوا سيمو ځوانان تشکيلوي ، پر کومو چي د طالبانو د قدرت په وختونو کښي پر وريښتانو ، ږيرو خريلو ، موسيقۍ ، لوبو ، او ....... بنديزونه لګيدلې وه .
اوس په ښار کښي هره خوا د بيا جوړوني کارونه تر سترګو کيږي ، په دې اړه د کندهار په ولايت کښي ښاغلي ولي شا طبيب يوه لاندي خبر او عکسونه راليږلي دي .
په دې لاندي عکسونو کښي د کندهار ښار د بابا ولي ( بابا صاحب ) زيارت چي د ارغنداب په ولسوالۍ پوري اړه لري وينئ ، دغه څو تصويرونه دکندهار دباباولي رح دزيارت اوشاحسيني بابا دزيارت اودشاوخوا دپارک ساحه ښيي . دباباولي رح زيارت په ډير ښکلي ډول جوړ شو ،همدارنګه دشاحسيني بابا زيارت ته ډيري ښکلي زينې چه دواړو خواووته ښکلي پنجرې هم لري او تعداد يې ٢٨٣ زينو ته رسيږي پورته شويدي ، دزينو په دواړو غاړو کي ښکلی زرغون چمن کرل سويدی ،همدارنګه دسيلانيانولپاره دناستي ښه برنډې چه چت هم لری جوړي سويدي کله چه سړی لاندي ګوري نو ټول ارغنداب معلوميږی،دتپې په کيڼ برخه کښی ښکلی دوه پوړيزه هوټل جوړ سويدی چه کار يی اوس هم جريان لري . دباباولي دزيارت په څنګ کښي يو ښايسته مسجد هم بنا سويدی او دغه کارونه اوس هم جريان لري ، کوم سړک چه دکندهاردښاره دبابا ولي زيارت ته غزول سويدی ټوله ډامبر سويدی ،د زيارت په شاوخوا کي دبرېښنا لوی لوی څراغونه ځوړند دي ، او هري خواته ډير ښه دتفريح ځايونه سته ،دپنجشنبې ورځ ښځوته ځانګړی سويده . په زرهاوو خلک خصوصا دجمعې په ورځ راځي . داټول کارونه دمحترم ګل اغا شيرزی په همت اومړانه سويدی . پښتو کی وايی چه ميړه مړکه خو مړانه يی مه ورکوه . نوموږ هم د ګل اغا شيرزي دغه نوښتونه دده يوه مړانه بولو او ستايو يې .
يادښت : هڅه کوو په تر دې وروسته د کندهار د ولايت د ښووني او روزني پر چارو درنو لوستونکو ته معلومات وړاندي کړو .