مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-05   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

د جرګې له پلاوي سره ليكوالو په وچه سپين سترګي وكتل

د ولسي جرګې له پلاوي سره د كندهار ليكوالو په وچه سپين سترګي وكتل

 

په كندهار كي د پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو د روانو بمباريو او شخړو د څېړني په موخه چي د افغانستان د ولسي جرګې دوولس كسيز پلاوى كندهار ته راغلى وو، نن يې د كندهار د ولايتي شورا په تالار كي له قومي مشرانو او چارواكو سره غونډه وكړه.

په دې غونډه كي د كندهار ليكوالو او روڼاندو دا نيوكه وكړه چي د ولسي ج ګې پلاوي خپله دا ليدنه او نوري ليدني يوازي له دولتي چارواكو سره لري، خو د ولس د ستونزو اساسي حل لاري دوى ه چارواكو څخه نشي ترلاسه كولاى، ځكه هغوى د دغو ستونزو اساسي لاملونه دي. ځكه خو يې په دې غونډه كي ليكوالو او د ولس رښتينو استازو ته د خبرو وخت ورنكړ. په داسي حال كي چي دوى څو_څو ځله غوښتنه وكړه خو چارواكو يې مخنيوى وكړ، د غونډي د ختم پر مهال ليكوال د احتجاج په توګه ودرېدل او د خپل نظر د اظهار غوښتنه يې په ډېر ټينګار وكړه، بالاخره عبدالاحمد محمديار د دوى په استازيتوب ځان تر دريځ پوري ورساوه او هلته يې پر ولسي جرګې، د كندهار پر ولايتي شورا او دولتي چارواكو نيوكي وكړې، ده وويل چي د كندهار والي او هم دلته د هيئت يوه غړي حميدالله توخي د ستونزي پړه د ولس او قومونو پر غاړه واچوله چي ولي دوى په خپل امنيت كي ونډه نه اخلي، ځكه د افغانستان په تا يخ كي هيڅكله د افغانستان دفاع اردو او پوليسو نه ده كړه، خپله ولس كړې ده نو اوس هم د ولس لپاره شرم دى چي په خپله دفاع كي ونډه نه اخلي.

محمديار وويل چي ولس خپله دفاع بايد خپله وكړي، نو بيا منتخب ولسمشر، پارلمان او ولايتي شورا ته څه اړتيا وه، دوى دي ټول استعفاوي وركړي، ولس به خپله دفاع په خپله وكړي، ده زياته كړه چي دلته د ولس او قومونو پر سرونو سوداوي كېږي، خو ولس يې د تحليل ځواك نه لري، محمديار وويل چي نړيوال ځواك د خپل دښمن د وهلو ځواك نه لري، نو يو بېوزله او تش لاسى ولس څنګه خپله دفاع كولاى شي.

وروسته نوم وړى په زور له دريځ څخه كش كړل شو او خبري يې ور غوڅي كړل شوې.

پاته دي نه وي چي هيئت له دغو ليكوالو سره د ليدني ژمنه كړې وه، خو بيا دوى ته خبر ورسېد چي هيئت كابل ته تلونكى دى او د ولس له رښتينو استازو سره نه ګو ي، بيا دغه ليكوال د هيئت د يوې غړي آغلي شكېبا هاشمي په مرسته د غونډي تر تالاره ورسول شول، چي وروسته يې يو تحليلي ليك او نظر هيئت ته وسپاره.

 

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery