مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لومړی پښتو فونېټيکي کيبورډ پر کرښه سو

بېنواويبپاڼه

 

لېکسيکوگرافي چي د قاموس جوړوني علم ته ويل کيږي د يوې ژبي د ودي او پرمختګ لپاره بنسټيز او ستر ارزښت لري.  اموس جوړونه يوه مغلقه او يوه اوږده پروسه ده چي عموماً د ګڼ شمېر پوهانو په گډ کار او ونډه تر سره کيږي.  د نړۍ بېلا بېل هيوادونه د خپلو ژبو د ساتني او پرمختگ لپاره زياتي هلي ځلي کوي او د يکسيکو گرافي په ډگر کښي زيات لگښتونه پر غاړه اخلي.

پښتو ژبه چي د يوه اټکل له مخي د 45 م يونوانسانانو مورنۍ ژبه ده، د نړۍ په شاته پاته ژبو کښي راځي او د منځه تلو د ګواښ سره مخامخ ده. ښايي د نورو وجوهاتو ترڅنگ په پښتو ژبه کښي دپياوړي او معياري قاموسونو يا وی پانگو نشته والی د پښتو د پرشاته پاته والې يو ستر لامل وي.

 

دقاموسونو ټکی کام وېب پاڼې د لومړي ځل لپاره يوه داسي کليدړه يا کيبورډ پر ليکه کړې ده، چي دپښتوقاموس جوړوني په فونېټيکي برخه کښي به زياتي اسانتياوي رامنځ ته کړي. دپښتو دغه فونېټيکي کيبورډ د قاموسونه ټکی کام پر وېب پاڼه د وړيا ډاون لوډ لپاره ځای پر ځای سوی دی.  د نوموړي کيبورډ  لپاره د پښتو فونېټيکي سمبولونو ټاکنه دپښتو نامتو ژبپوه ښاغلي ډاکټر مجاور احمد زيار کړېده. ددغه سمبولونو کمپيوتري کوډ اوکمپيوتري پروگرام د ځوان افغان احمدولي اڅکزي له خوا جوړ سوی دی.

 

دقاموسونه ټکی کام وېب پاڼي مسول چلونکي احمدولي اڅکزي بېنوا ته وويل چي دوی په نوموړي کيبورډ کښي دکارول سوو فونېټکي سمبولونو فهرست  دافغانستان د علومو اکاډمۍ ته هم لېږلي دی. ده هيله څرگنده کړه چي دعلومو اکاډمۍ به دغه سمبولونه تصويب کړي ترڅو لاره هواره سي چي دغه سمبولونه د فونېټک په نړۍ واله موسسه IPA   کښي ثبت ته وړاندي کړل سي.

 

دقام وسونو ويبپاڼي ته د ورتللو پته : www.qamosona.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery