مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-06   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

د كندهار د كلتوري حوزې د ولسي مركې نظر او وړانديز

 

 

يادونه: لاندنۍ ليكنه هغه پلاوي ته چي له كابل څخه كندهار ته د پنجوايي او ژړۍ ولسواليو د وروستيو قتل عامونو د څېړلو په منظور د ولسي جرګې له خوا راغلى وو هم سپارل شوې ده.

 

 

د سيمي د ټولو وګړو په استازيتوب د كندهار د كلتوري حوزې د ولسي مركې نظر او وړانديز

 

دا ژوندي چي مالومېږي واړه مړه دي

كه څه دي هم هسي وايه چي څه نه دي

يا د باد په مخكي خاوري دي دا توري

يا د اور په مخكي واړه وچ واښه دي

د افغانستان د ولسي جرګې دروند او خواخوږى هيئته!

د مړو ښار ته، د مرګونو ښار ته، د اور او وينو ښار ته د بشري ناورينونو او قتل عامونو ښار ته، د بې غوريو، بې تفاوتيو او بدمرغيو ښار ته، د ژړاوو، چيغو او كه يو څه دقيق ووايو نو د ژ ونديو جسدونو هديرې ته ښه راغلې.

هوكې ګرانه هيئته!

تا به كله د محشر د ميدان كيسې اورېدلې وي، د تول او ترازو كيسې به دي اورېدلي وي او ه ته به دي د څښتن تعالى (ج) د عادلانه حساب او كتاب كيسې هم اورېدلي وي، د جهنم د اورونو كيسې به دي هم اورېدلي وي؟ خو دا تر مرګ وروسته د يوې بلي دنيا كيسې دي چي څوك يې مني او څوك نه، خو راشه چي نن په كندهار ولايت كي د پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ درته وښيو. هغه د محشر ميدان راشه نن دلته په خپلو سترګو ووينه، په دومره توپير چي د سبا د محشر پر ميدان به د الهي حساب او كتاب لپاره د اعمالو د تللو په موخه عادلانه تول او ترازو ولاړ وي، خو دلته له چا سره د حساب او كتاب، د ګناكار او بېګنا، د مظلوم او ظالم خبره نه ده شوې، دلته ټول لوى او كوچنى، نر او ښځه له يوه مخه په پټو سترګو د امريكا په مشرۍ د ناټو د نړيوال ځواك په پوځي جهنم كي سوځول كېږي، دلته د چا ګنا او بېګناهي نه كتل كيږي. دلته د چا آه او فرياد نه اورېدل كېږي، دلته د بشري كرامت پر درنښت سترګي  پټي دي، دلته ټول وژل كېږي، دلته د چا پر مرګ نه د ولايت، نه د ولايتي شورا، نه د ولسي جرګې نه د و سمشر، نه د افغانستان او نه هم د د نيا ضمير لړزېږي؟ د ضمير لړزېده خو ليري خبره ده، كله چي د اختر په نيكو او خوشاله ورځو كي د پنجوايي ولسوالۍ، زنګاوات كلي ته د ناټو ځواكونو له خوا د اورونو د باران په ژبه د مرګونو او لوى قتل عام پيغام وركول شو او كله چي د دې كلي واړه او زاړه، پېغلي او ځوانان، په خپلو وينو كي ولمبول شول او د نكريزو رنګ يې په وينو كي ورك شو، او كله چي په نكريزو سرې او له بنګړيو ډكي خپړي، سرونه او پښې سره راټول او د بلدوزر په مټ كښل شوي ډله ييز قبر كي انبار او ښخ شول او كله چي د ناټو د قهر او غضب په شېبو كي د دې سيمي اختر په محشر بدل شو، نو بيا څه وشول؟

پوهېږئ چي څه وشول؟

هوكې د افغانستان منتخب ولسمشر، هغه ولسمشر چي د دې كلي او دې ولسوالۍ او دې ولايت خلكو ورته رايي وركړې وې، هغه ولسمشر چي په همدې ولايت كي يې زانګو زنګېدلې او د دې ولايت پر خاور يې خاپوړي كړي او د همدې ولايت په ناز او نعمت را لوى شوى، هغه جناب د ناټو عمومي قوماندان ته د اعليحضرت امان الله شاه غازي مډال وركړ، د دې پېرزويني او دې نوښت مانا څه ده؟ آيا يوه مانا يې دا نشي كېداى چي زموږ دغه ستر غازي پرون د لوېديځ د امپراتورۍ حيثيت په خاورو لړلى وو، د افغانستان او افغان ملت له غاړي يې د هغوى د استعمار او غضب جغ ليري كړى وو او نن زموږ ولسمشر لكه چي زموږ د لوى غازي د قهرمانۍ تلافي كوي او د هماغه ستر غازي د مېړني دولت د وژلو په بدله كي يې و قاتل ته د همغه په نامه پر سينه د اتلولۍ مډال ځړول كېږي.

ډېر ګران هيئته!

ته خو د مرګونو او قت ونو ښار ته راغلې، ښايي زموږ دا خبري به درته افسانې ښكاره شوي وي، ځكه چي تاسو به واياست چي موږ خو پنجوايي و سوالۍ ته هم لاړو، له خلكو او قومي مشرانو سره مو هم وكتل، د منډيګك ماڼۍ په محل، د ولايتي شورا د نارنج ماڼۍ په شيش محل كي مو څېړني وكړې، د نورو مېلستياوو سربېره مو د احمدولي خان كرزي په مېلمستيا كي هم ګډون وكړ، خو داسي څه مو ونه ليدل لكه تاسو چي يې راته واياست.

هو! دا رښتيا ده چي موږ هغه څه درته وايو چي تاسو تر اوسه نه دي اورېدلي او نه يې چا درته د ويلو جرئت كړى دى او نه تاسو چا ته د ويلو حق وركړى د .

رښتيا خو دا ده چي موږ ته دا غميزه او دا ناورين د هماغو چارواكو او قومي مشرانو د لاسه راپېښ دى چي تاسو يې پر سترخوانونو ځانونه ماړه كړل او پر كټونو مو يې خوبونه وكړل.

دلته دولتي چارواكي په عيش او نوش كي غرق دي، دلته د دوى د هوسونو په لمبو كي غونډ ولس سوځي، دلته د بيا رغوني او دولتي او ګمركي عايداتو پيسې ټولي د چارواكو د سوز او ساز، عيش او نوش، هوا او هوس، محفلونو او پايكوبونو لپا ه ساز او سامان جوړوي.

دلته چارواكي همدغو بدمرغيو او جنګ جګړو ته ځكه لمن وهي، چي د اپراتيفي تخصيص په نامه ډېري پيسې ترلاسه كړي، دلته چارواكي ځكه غواړي چي ډېر خلك مړه شي چي له مركزه د هغو په نامه ډېري مرستي ترلاسه او دلته يې تر خپلو منځو وويشي، آن هغه لوبيا او نخود چي د بېځايه شوو په نامه راغله، بېځايه شوي هماغسي بېځايه وږي تږي پر بيابانو پراته دي، خو لوبيا او نخود د چارواكو د سراښتوب شومه شول، هغه د حج فورمې چي ولسمشر يې له مخي جګړه ځپلي حج ته استول د چارواكو له خوا خرڅي شوې په داسي حال كي چي دا ډول مرستي د ولس دردونه نشي دوا كولاى.

سړى حيران شي چي دا د ولس منتخب چارواكي بالاخره په څه مړېږي؟ كه د تارياكو او نشه يي توكو د قاچاق او كار او بار دار او مدار دى هغه هم د دوى دى او كه نوري هر څه عايداتي س چينې دي پر ټولو د دوى د واك ميخونه ټك وهل شوي دي، اخير لږ تر لږه خو دي دومره وكړي چي د ولس له قتل عامه خو دي لاس واخلي.

هغه قومي مشران چي تاسو ورسره كتلي او خبري مو ورسره كړي، هغوى د ولس او قوم ونو استازي نه دي بلكي هغه دلالان او سوداګر دي چي دا هر يوه يې خپل قوم په څو_څو واره خرڅ كړى دى، د ولس او قوم پر ژوند خو يې سوداګري كوله اوس ښه شو چي پر مرګ يې هم كار او بار شروع كړ.

دروند هيئته!

كه تاسو په رښتيا د مشكل رښتيني كيفيت او د حل لاره غواړئ، نو دا حل د اسدالله خا د يا د هغه د استازو له خولې په منډيګك ماڼۍ كي نشئ پيداكولاى او نه يې د احمدولي خان كرزي او يا د هغه د ولايتي شورا د انډيوالانو له خولې په نارنج ماڼۍ كي ترلاسه كولاى شئ او نه يې له هغو قومي مشرانو او سپين ږېرو څخه او ېدلاى شئ چي ريموټ كنترول يې يا د اسدالله خالد او يا هم دا حمدولي كرزي په لاس كي وي، بلكي تاسو بايد د ولس م نځته ورشئ او له هغو دردېدلو سره په تماس كي شى، چي نه د شخصي ګټو غم اخيستى دي او نه يې لكۍ د كوم چارواكي سره تړلي دي، نه د هيروئينو او تارياكو د مافيا كړۍ جوړوي او نه هم كوم زورور شتمن، او فيوډال ته د خوشامند او چاپ وسۍ سجدې لګوي، بلكي يوازي او يوازي له خپل ملت او خپل هيواد سره نه شلېدونكې رشته لري، د ولس درد پېژني، او د پټۍ كولو چم يې زده وي او خپل مرګ او ژوند يې د خپل ولس په مرګ او ژوند پوري تړلى وي.

ښتيا خبره دا ده چي ټوله لوبه د اسدالله خالد او احمد ولي كرزي د شخصي ګټو پر محور باندي راګرځي او دا هغه خب ه ده چي ستاسو له تركيب څه يې آغلې خور شكيبا هاشمي او ښاغلى ورور حبيب الله جان هم تائيدوي، د دغو دوو تنو نظر زموږ د بشپړي منني وړ دى، هيله ده چي د دوى خبرو ته غوږ ونيول شي او هيله ده چي خپل دغه نېك نظر په ولسي جرګه كي هم په بيا_بيا څرګند كړي او ستاسو څخه هم هيله ده ملاتړ يې وكړئ.

محترم هيئته!

موږ تر اوسه د دغي غميزي پر كورنيو فكټورونو درسره وږغېدلو، خو باندني لاملونه يې تر دې هم قوي دي، موږ په دې باور يو چي امريكا دلته د خپلو اوږد مهاله ستراتيژيكو پلانونو لپاره دغه لويه لوبه، د يوه منظم پروګرام له مخي روانه كړې ده، دلته به د ليك د اوږدوالي له بېري له نور تحليل څخه تېر شو، كه اړتيا وه په دې اړخ پراخ اسناد او شواهد، دلايل  او پوره منطق راسره شته كه مو خوښه وه بيا به يې درسره شريك كړو.

خو په لنډو ټكو كي به درته ووايو چي طالب يې بولۍ يا ترهګر او يا هم د دولت مخالف،لكۍ يې د پاكستان په لاس كي ده او د پاكستان لكۍ هم د امريكا په لاس كي ده چي ولسي جرګه او په مجموع كي پارلمان ورسره د معقولو خبرو، جر او بحث او منطق كانال پرانيستلاى شي او كه وغوښتل شي نو داسي د حل يوه نو ماله لار موندلاى شي چي (نه به سيخ سوځي او نه هم كباب).

په مجموع كي د افغانستان د مسئلې په باب د سيمي د هيوادو په ځانګړي توګه د اېران، منځنۍ اسيا، هند، چين او روسيې اغېز هم په هيڅ توګه له پامه نه شو غورځولاى، چي له دغو ټولو اړخونو سره د افغانستان پارلمان د معقوليت چينلونه جوړولاى شي.

په پاى كي دا خبره واورئ چي موږ كه مړه يو كه ژوندي خپل د حق او حقيقت ږغ به پورته كوو او د نړۍ تر غوږو به يې رسوو، نو د دې لپاره چي تاسو د افغان ملت او افغانستان په وړاندي خپل مسوليت ادا كړى وي، د حيثيت لمنې مو په تاريخ كي د بې غورۍ او بې تفاوتۍ له داغه ژغورل شوي وي نو زموږ له ږغ سره خپل ږغ غبرګ كړئ، لكه چي د كندهار ولايتي شورا يو وطندوست او ملت پالونكي وكيل ښاغلي بسم الله افغانمل چي د دغي غميزي په څېړلو كي د ولس پله ونيوله او د بې غورۍ او ناسمي څېړني په ترڅ كي يې د خپلي استعفا ګواښ وكړ، په داسي حال كي چي ده ته څو_څو واره په تليفون كي د م رګ ګواښونه هم شوي دي، خو ده د ملت د ګټو د ساتني لپاره د خپل ژوند پروا نه ده كړې او په ټوله شورا كي يوازنى سړى دى چي د افغان او افغانستان په ګټه ږغ پورته كوي.

او هم د آغلي شكيبا او ښاغلي ح اجي حبيب الله جان غوندي د رښتيا لمن ټينګه كړئ كنه نو افغان ملت او تاريخ به مو ونه بخښي.

په د نښت

د كندهار د وګړو او ليكوالو په استازيتوب

د كندهار د كلتوري حوزې ولسي مركه

۱۲/ ۸/ ۱۳۸۵

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery