Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-31 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د درې قسمه فرائضو په اړه د يوې پوښتني جواب .
دارالافتآء أبوالفضل .
فتوی نمبر (۵۵) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : لطف الله .
ځائ ننګرهار .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
د بينوا ادارې او د عاليقدر علامه أبوالفضل (دامت فيوضاته) ددې ستر خدمت زياته شکريه وايم .
محترم أبوالفضل صاحب ستاسو له درانه حضور څخه ځما يو درې پوښتني دي :
۱ : چي تر فرضو ړومبئ فرض وکوم شي ته ويل کيږي ؟
۲ : دارنګه په فرضو کښي فرض کوم شئ بلل کيږي ؟
۳ : دارنګه تر فرضو وروسته فرض وکوم شي ته ويل کيږي ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره !
(۱) : تر فرضو ړومبَئ چي کوم فرض دئ نوهغه عبارت دئ له علمه څخه ؛ ځکه چي هر فرضي عمل چي دئ لکه لمونځ وغیره نود هغه عمل ترکولوړومبَیْ دهغه عمل علم اوزده کول پرهرسړي باندي فرض دي
(۲) : اوپه فرضوکښي فرض عبارت دئ له اخلاص څخه ؛ ځکه چي اخلاص په هرعمل کي فرض دئ .
(۳) : او له فرض څخه روروسته فرض خوف او رجا دئ ؟ ځکه هر مسلمان ته دا ضرور ده چي يو فرضي عمل وکړي نو بيا ضرور بايد د هغه عمل په وروسته کښي دا ويره وي چي خدائ نخواسته دغه عمل مي خدائ نه وي قبول کړئ ، او دا ويره هم وي چو ګوندي دغه عمل مي خدائ قبول کړئ وي .
ملا علي قاري (رحمه الله) په «مرقات ج ۱ ص ۲۸۴» کښي د همدغه ډول سوال په جواب کښي داسي ويلي دي :
(فان قيل ماالفرض قبل الفرض فقل العلم قبل العمل ، وان قيل ماالفرض في الفرض فقل الاخلاص في العلم والعمل ، وان قيل ماالفرض بعد الفرض ؟ فقل الخوف والرجآء ) .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ