مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-03-31   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

ايا شيطان ملعون يو څوک د خير پکار امر کوي ؟

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۵۶) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي  :  محمدرحیم

 

 

سلامونه او نیکی هیلی می و منۍ
عالیقدر أبوالفضل صاحب !  ايا دا کيداۍ سي چي شيطان ملعون يو انسان د خير په کار باندي أمر کړي ، او د ثواب پر کار باندي يې باعث کړي  ؟
ستاسي د جواب په هيله .


 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محتر مه وروره ! ځموږ او ستاسي د ګران رسول حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) قرين او شيطان پدې ډول ؤ چي الله پاک وده ته مُنقاد او تابعداره ګرځولئ ؤ ، او ځيني علمآء وايي چي دده مبارک شيطان ايمان راوړئ ؤ نو پدې وجه بې په عمومي حالاتو کښي وده مبارک ته د خير د کارو سوچونه او فکرونه په زړه کښي وراچول  .
لکه چي د صحيح مُسلم په يوه حديث کښي راغلي دي  :
عن ابن مسعود قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ما منکم من أحد الا وقد وُکل قرينه من الجن و قرينه من الملئکة  ، قالوا : واياک يا رسول الله ! ؟ قال  : واياي ، ولکن الله أعانني عليه فأسلم  فلا يأمرني الا بخير (  المرقات ج ۱ ص ۱۳۸) .

او له نبي (صلی الله عليه وسلم) څخه ماسوا د نورو انسانانو شيطانان کله کله انسانان د خير په کار باندي أمر کوي خو په حقيقت کښي يې مقصد شر وي ، پدې ډول چي کله شيطان په يوه نيک کار باندي يو انسان پدې وجه أمر کړي چي ددغه نيک په سبب يې له يو داسي نيک کار څخه راګرځوي چي تر دغه نيک کار أفضل وي ، او کله يې په يو نيک کار باندي په دې وجه أمر کړي چي ددغه نيک کار په سبب يې په عُجب او خودبيني باندي اخته کړي  ، لکه چي ملا علي قاري (رحمه الله) فرمايلي دي :
وعن بعض المشائخ أن القرين من الجن ربما يدعوه الی الخير وقصده في ذلک الشر ، بأن يدعوه الی المفضول فيمنعه عن الفاضل ، أو أن يدعوه الی الخير ليجره الی ذنب عظيم لا يفی خيره بذلک الشر من عُجب أو غيره . (مرقات ج۱ ص ۱۳۸)  .

فقيه أبوالليث سمرقندي (رحمه الله) په تنبيه الغافلين کښي فرمايلي دي چي شيطان ملعون په اوله مرتبه کښي دا کوښښ کوي چي يو مسلمان مُرتد او کافر کړي ، که يې دا مطلب تر سره نه سو نو په دوهمه درجه کي بيا په دې کښي کوښښ کوي چي دغه مسلمان د بدعت په کارو مبتلا کړي او مُبتَدع ورڅخه جوړ کړي  ، او که يې دا مطلب هم ترسره نه سو نو بيا په دې کښي کوښښ کوي چي دغه انسان په غټو او کبيره ګناوو مبتلا کړي ، او که په دې کار کښي هم ناکامه سو نو بيا په دې کښي کوښښ کوي چي په کوچنيو ګناوو باندي يې مبتلا کړي ، او که په دې کښي هم ناکام سي نو بيا په دې کښي کوښښ کوي چي له دوام د عبادت څخه يې د يو قسم مَکر او فريب له لاري راوګرځوي  .
دمثال په ډول يو سړئ هره ورځ  يوه يوه سيپاره تلاوت د قرآنکریم کوي نو شيطان ملعون ددې دپاره چي دَئ له دغه دوامداره عبادت څخه راوګرځوي او ورته ووايي چي يوه يوه سيپاره تلاوت خو يو کوچنئ هلک هم کولاۍ سي ، ته خو بايد دورځي لس لس سيپارې (مثلا) دقرانکريم تلاوت وکړې ، نو دَئ چي د شيطان له مکر او فريب سره اشنا نه وي نو دا خبره يې ومني او يو دوې درې ورځي دلسو لسو سيپارو دقرانکريم تلاوت وکړي ، اخير له تلاوت څخه خواتورئ سي ، دغه لس سيپارې خو سي پاته بلکي هغه يوه سيپاره يادوې سيپارې چي په دوامداره توګه يې کولې هغه هم ورڅخه پاته سي .

والسلام ومن الله التوفيق  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery