مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-03   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د مسلمانانو د مړو ماشومانو أخروي حُکم .

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۵۹) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
 

مستفتي    :   انوارالحق له کدني څخه  .


دامت مسلمه پیاوړَی عالم ابوالفضل صاحب اودبینوا وویب سائټ کارکونکو ته سلامونه وړاندي کوم .
زه په دې باره کښي پوښتنه کوم چي د مسلمانانو نابالغه اولاد چي مړ سي نو د شريعت له مخي موږ بايد څنګه عقيده ددوۍ په باب کښي ولرو ، په دې معنی چي دوۍ به په جنت کښي وي او که څنګه ؟


 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره د مسلمانانو د کوچنيانو په اړه دوه مذهبه دي  :
اول مذهب دادئ چي دوۍ به د قيامت په ورځ په جنت کښي وي ، دا صحيح قول دئ ،بلکي ځينو علماوو پر دغه قول باندي د اجماع د أمت ادعا  کړېده .
په دې باره کښي زيات حديثونه راغلي دي چي يو له هغوۍ څخه د حضرت ابن عُمررضی الله عنهما حدیث دئ چي ده ويلي دي چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي  : « کل مولود يولد في الاسلام فهو في الجنة ، شبعانٌ ریانٌ ، يقول يارب ! اوردْ علي أبوَي » (رواه ابن ابي الدنيا) .
يعني هر کوچنئ چي په اسلام کښي وځيږول سي نو هغه به په جنت کښي وي  ، موړ به وي اوبه به وي ، او داسي به وايي چي اې ربه ځما ! ځما مور او پلار هم وماته راوله  .

تنبــــــــيه   :
تنها دا خبره نه ده چي د مومنانو کوچنيان به په جنت کښي وي بلکي د خپل مور او پلار شفاعت به هم کوي ، او د مور او پلار د نجات سبب به هم د قيامت په ورځ کښي ګرځي ، لکه چي د مذکور حديث له تورو څخه هم دا خبره فهميږي چي : «يا رب ! اورد علي أبوي» .
په  بخاري شريف (ج۱ کتاب العلم / باب هل يُجعل للنسآء يومًا ...) کښي داسي راغلي دي چي درې ماشومان د يوې ښځي مړه سي او يا يې دوه مړه سي نو د قيامت په ورځ به ددې دپاره د دوږخ له اور څخه حجاب وي  .
علامه بدر الدین عیني (رحمه الله) په «عمدة القاري ج ۳ » کښي د بخاري شريف ددغه حديث په تفصيل کښي هغه روایت هم ذکر کړئ دئ چي په هغه کښي دا راغلي دي چي که د يو چا يو ماشوم مړ سي نو هم به د قيامت په ورځ دده دپاره له دوږخ څخه د نجات سبب وګرځي   .
ددغي خبري  دا قول د خدائ پاک هم تايد کوي چي «والذين آمنوا واتبعتهم ذريتهم بايمانٍ الحقنا بهم ذریتهم و ما ألتناهم من عملهم من شئ » .
حتی په يوه روايت کښي داسي راغلي دي چي سَقط يعني ناقص وَلَد چي له يوې ښځي څخه پیدا سي نو دغه به د جنت پر دروازه باندي ودريږي او وايي به چي نه داخليږم زه وجنت ته تر هغه پوري چي ځما پلار او مور داخل نسي   .
او په جنازه کښي د کوچنيانو دا دُعا ويله کيږي : «اللهم اجعله ذخرا ، اللهم اجعله شافعًا و مُشفعًا» .

دوهم مذهب په دې باره کښي کوم چي ضعيف يا غير صحيح قول دئ دادئ چي د مسلمانانو د کوچنيانو د آخرت حال د الله پاک و عِلم ته مفوض دئ ، يعني که د الله پاک په علم کښي داسي ؤ چي دغه کوچنئ که ما لوۍ کړئ واۍ نو  ده به پر صحيح لار باندي تګ کړئ واۍ مومن او د نيک عمل خاوند به واۍ نو دغه ډول کوچنئ به د قيامت په ورځ په جنت کښي وي ، او که د الله پاک په علم کښي دا وي چي دغه کوچنئ که ما و بلوغ ته رسولئ واۍ نو دَئ به بيا د کفر يا فسق او فساد پر لار باندي تللئ واۍ نو دغه ډول کوچنئ به د قيامت په ورځ په دوږخ کښي وي  . 

ددغه قول خاوندانو دليل نيولئ دئ په حديث د عائشې (رضي الله عنها) سره کوم چي مسلم يې روايت کړئ دئ چي دې مبارکي فرمایلي دي چي وبلل سو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) و جنازې ته د يوه کوچني  له أنصارو څخه ، نو ما وویل چي خوشحالي دي وي دغه کوچني لره ، یوه مرغۍ ده له مرغيو څخه دجنت ؛ ځکه چي نه يې بد عمل کړئ دئ اونه د بد عمل کولو و وخت ته وررسيدلئ دئ .
نو رسول (عليه السلام) وفرمايل (یعني ځما ددغي خبري په رَد کښي) :«أوغیرَ ذلک يا عآئشة ! ان الله خلق للجنة أهلا ، خلقهم لها و هم في أصلاب ابآئهم ، وخلق للنار أهلا ، خلقهم لها وهم في أصلاب ابآئهم » (رواه مسلم) .

خو د صحيح قول د خاوندانو له طرفه ددې استدلال په دوه ډوله جواب سوئ دئ : اول دا چي تر دغه مهاله پوري چي نبي (عليه السلام) د عائشې ددغه مذکور قول رَد کوئ وده ته د مومنانو د کوچنيانو په باره کښي کومه وَحي نه وه سوې ، دوهم دا چي د رسول (عليه الصلاة والسلام) مقصود د حضرت عآئشې ددغي خبري ردول نه ؤ چي دغه انصاري کوچنئ به په جنت کښي وي ، بلکي مقصود يې دا ؤ چي حضرت عائشې چي دغه خبره کوله نو په دغه وخت کښي له دې سره ددغي خبري کوم شرعي دليل نه ؤ موجود بلکي له خپله ګومانه څخه يې دا خبر وکړه ؛ نو ځکه ده مبارک رَد باندي وکړ .

والسلام  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery