مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-12   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د پيريانو او جناتو ګنده کول او د هغه علاج :

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر (۷۵) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتیه   روبینه
 

محترم مولوی صاحب تاسو ته سلامونه وایم اودر څخه مننه کوم چی داسی لوی خدمت ته موملا تړلی ده

پوښتنه می داده چی بعض خلک شته چی په اصطلاح پیریان یی نیسی او بیا له هغه عادی حالت څخه یو داسی حالت ته اوړی چی کله کله ناری وهی او کله ژاړی او کله هم پر خپل ځان حملی وهی خپل ویښتان شکوی او یاداسی نور حرکات کوی

زه په یوه مشکل اخته یم هغه دا چی زما خور پیریانو نیوله او هغه خپل خسر به یی موږ ته ویل چی دا همداسی ټګی کوی ماورته وویل چی ولی؟؟ته څه دلیل لری ؟؟ ده وویل چی ما یوه ورځ په داسی حال کی چی دا پیریانو نیولی وه ده ګوتو په منځ کی می لرګی ورکښیښوول او ور ټینګ می کړل نو داراکښینسته او سمه شوه نو ماورته وویل نو دا ددی دلیل شو چی نو دا تګی کوی؟خسر یی راته وویل چی ماله یو مولوی صاحب څخه پوښتنه وکړه هغه وویل چی که چیری یو انسان چی پیریانو نیولی وی په داسی حالت کی یی ووهی یا یی وزوری نو پیریان یی نور هم زور پسی اخلی او که یی ټګی کولی نو سمدستی به سم شی ،،نو ایا دا خبره تر څومره اندازی پوری حقیقت لری ایا دا یو شرعی خبره ده ؟؟؟

خو اوس الحمدالله بیخی ښه ده بس کله کله چی یوه پریشانی پر راشی نو د لسو یا پنځلسو دقیقو دپاره بی هوښه پرته وی او وروسته بیرته سمه شی ..

او مولوی صاحب ددفاع دپاره یی څه باید وکړل شی؟؟؟؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
قدرمني خوري دپیریانووجودحق دئ  اوداچي پيریان کله کله یوه ښځه یاسړَیْ نيسي    داهم حقه خبره ده هم دشریعت له رویه اوهم دمشاهدې اوواقعیت په لحاظ ، اودقرآني آیاتواوماثوره اذکارو په واسطه دپیریاني علاج په شریعت کي حق اوثابت کاردئ  اودلوۍ  اجراوثواب سبب دئ .
 البته دپیریاني سړي دعلاج دپاره داسی عزیمتونه اوکلمې ویل چي په معنی ئې سړَی نه پوهیږي اوشرعي ثبوت نلري ناروادئ ،  نبي علیه الصلوة والسلام په خپله دپيریاني انسانانوعلاج کړَئ دئ ، یوې ښځي ونبی علیه الصلوة والسلام ته  خپل ځوۍ راوستَئ  اوورته وې ویل چی اي دخدای رسوله ! زمادغه  زوۍ  سهاراوماشام د ډوډۍ پر مهال پیریان ګنده کوي ؟  نونبي علیه السلام ددغه هلک پرسینه لاس مبارک راتیرکړ اودعائې ورته وکړه دغه هلک ته قئ ورغلي چي قئ ئې وکړ نودکوچني تورکونګري په شکل یوشئ ئې له خولې څخه راوغورځیدَئ .
 ددي حديث روایت دارمي کړَئ دئ  په مسندخپل کښي ،  اودېته ورته دیوه حدیث روایت ابوداؤدهم کړَیدئ .
که تاسي وموږته نژدې وای خوموږ به په خپل قلم ستادخورعلاج درلیکلَی واي اوس به داسي وکړۍ چي آیت کرسي به په یوه تقوی داره عالم اوه واره ولیکۍ په داسي قلم سره چي رنګ ئې په ابوکي ځي اوبیابه  داپه اوبوکي واچوۍ اویوڅه  دزمزم اوبه به ورګډي کړۍ اوه ورځي په دغوابودرې غوړپه کوي اوپرځان باندي بې هم څه پاشي په شباروز کي پنځه واره به داکارکوي اودغه دعابه ولیکۍ ورتعویذبې کړۍ بیا به څوورځي وروسته وماته حال راکړۍ دعاداده :
(  اَعُوْذُبِکَلِمَاْتِ اللهِ التََّامَّاتِ الَّتِيْ لَايُجَاوِزُهُنَّ برٌّوَلَافَاجِرٌمِنْ شَرِّمَاخَلَقَ ،وَذَرَأَوَبَرَأَ، وَمِنْ شَرِّمَايَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمِنْ شَرِّمِايَعْرُجُ  فِيْهَا وَمِنْ شَرِّمَاذَرَأَفِي لْاَرْضِ ، وَمِنْ شَرِّمَايَخْرُجُ مِنْهَا،وَمِنْ شَرِّفِتَنِ الَّيْلِ وَالنََّهَارِ، وَمِنْ شَرِّکُلِّ طَارِقٍ،اِلَّاطَارِقً يَطْرِقُ بِخَيْرٍ، يَارَحْمَنُ .  )

والسلام ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery