مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-16   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د طلاق په اړه يوه عاجله پوښتنه :

دارالافتآء أبوالفضل .

فتوی نمبر(۸۲) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي  : ۱ :  Alwazir     / ۲ :    محب الله دانش  .


 

محترم مولوی صاحب السلام علیکم:
محترمه  !   احمد له خپلی مور سره په شخړه کی وه او ناڅاپی یی له خولی ووتل چی که دا ټولی ښځی (یعنی خپله یی او د وروڼو ښځی) هره یوه پلار کره له دری میاشتو نه مخکی لاړه نو په دری تیګو دی طلاقه یی. احمد وایی چی دا خبره له مانه په غصه کی ووتله او سمدستی وروسته پری پښیمانه شولم.
د احمد ددی خبری د کولو په وخت کی د احمد ښځه په دی مجلس کی موجوده نه وه. او وروسته هم په دی خبره خبره نه شوه.
د احمد خبره هماغسی غلي پاتی شوه. څه وخت بعد احمد په کور کی نه وه او ښځه یی خپل پلار کړه ولاړه.
احمد هم د خپلی خبری په باره کی خپلی ښځی ته څه نه وه ویلی او د احمد مور هم خپلی اینګور یعنی د احمد ښځی ته دا خبره نه وه ور رسولی.
کله چی د احمد ښځه بیرته خپل کور ته راغله نو بیا احمد ورته وویل چی ته ولی پلار کره تللی وی ما خو داسی خبره کړی وه.
نو سوال اوس دا ده چی آیا دا ښځه طلاقه شوه؟
که طلاقه شوی وی نو په کوم طلاق طلاقه شوه؟

  

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ! که دغه أحمد پدغه وخت کښي د غوصې چي دا خبره يې کوله چي هره يوه که د پلار کره له درو مياشتو مخکي ولاړه نو په درو تيګو دي طلاقه وي ، تيګي يې درې يادي کړي وي او صرف د طلاق لفظ يې ورسره ويلئ وي ، درې ځله يې د طلاق لفظ نه وي ويلئ نو دلته دوه صورته دي : يو دا چي أحمد ددغي خبري د کولو په وخت کښي د دریو طلاقو نيت کړئ وي ،نو پدغه صورت کښي دغه ښځه په درې طلاقه پر ده باندي طلاقیږي  ، او پر ده باندي حرامه ګرځي تر هغه پوري چي هغه شرط پر ځائ نسي کوم چي په درو طلاقو کښي شریعت مقرر کړئ دئ .
او که يې بدغه وخت کښي نيت د درو طلاقو نه وي کړئ ، بلکي د مطلق طلاق نيت يې کړئ وي ، يا يې له سره د يوه شي نیت نه وي کړئ صرف د غصې په وجه يې دغه لفظ له خولې څخه راوتلئ وي نو بيا د أحمد ښځه چي د پلار کره ولاړه حرامه نګرځي صرف یو رجعي طلاق واقع کيږي   .
او که يې صرف درې تيګي تر خوله راوتلي وي او طلاق لفظ يې بيخي ورسره ويلئ نه وي نو بيا بالکل رجعي طلاق هم نه واقع کيږي  .

د درو طلاقو د واقع کيدو به صورت کښي چي بيا کومه د حل لاره ، خصوصًا موږ ته معلومه ده هغه د نشر له لاري وتاسي ته نه سو بیانولائ ، البته که تاسي نژدې وائ نو بيا به مويو ترتيب نيولئ وائ  .

محترمه وروره ! په ډير عجلت سره دي فتوی غوښتې وه نو موږ هم ټول کارونه پرېښودل او ستا د پوښتني په باره کښي مو شرعي معلومات درکړ .

(فتاوی حقانيه ج ۴ ص ۴۵۳ ، ۴۵۴) .

والسلام ومن الله التوفيق  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery