مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

له سلام ګرځولو وروسته د سجده سهو په ياديدل ؟

فتو ی نمبر(۸۸) .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي   :  راحـــــــل   .

 

د ميني او احترام نه ډک سلامونه محترم مولوي صاحب تاته او د بينوا ټولو کارکونکو ته :
پوښتنه مي داده چي  کچيري پر يو چا باندي سجده سهوه لازمه سي خو په اخيره قعده کښي ترې هيره سي او بې له سجدې څخه سلام وګرځوي نو لمونځ بې څنګه وي  ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
کچيري پر يو چا باندي سهوه لازمه سي او بيا يې هيره سي او سلام وګرځوي ، نو کچيري له مسجد څخه دباندي نه ؤ وتلئ او نه يې د يو چا سره خبره وکړه او سجده سهو ورپیاد سوه نو فورا دي کښيني او دوې سجدې د سهوي دي وکړي ، بيا دي التحيات ، درود شريف او دعا ووايي او سلام دي وګرځوي  .
او کچيري پداسي وخت کښي ورپه ياد سي چي دَئ له مسجد څخه دباندي وتلئ ؤ او يا يې له يو چا سره خبري وکړې نو لمونځ دي بيرته راوګرځوي  .
او کچيري له مسجد څخه دباندي په ميدان کښي له جماعت سره وي نو بيا شرط دادئ چي له صفونو څخه به نه وي تير سوئ ، او کچيري يواځي او تنها ؤ نو بيا شرط دادئ چي په اندازه د ځائ دسجدې څخه به يې تجاوز نه وي کړئ ، نو بيا به لمونځ نه راګرځوي بلکي یواځي سجده سهوه به کوي ، او که تر مذکوره ځايو يې تجاوز وکړ نو بيا به لمونځ راګرځوي  .
او کچيري يو څوک له  (۸۹ ــ ۳۳۴) مربع ميټر  کوچني ميدان يا کمره  کښي وي  نو بيا شرط دادئ چي له دغه ځایه څخه به نه وي تير سوئ ، او د مذکوره مقدار  مطابق يا تر هغه بالابود ميدان يا کمره او حجره حُکم د صحرا لري  .

(قال في العلائية و لو نسي السهو او سجدة صلبية او تلاوية يلزمه ذلک ما دامَ في المسجد ، وفي الشامية اي أن تحول عن القبلة استحسانا لأن المسجد کله في حکم مکان واحد ولذا صح الاقتدا فيه ، وان کان بينهما فرجة ، وامام اذا کان في الصحرآء فان تذکر قبل أن يجاوز الصفوف من خلفه او یمينه او يساره عاد الی قضآء ماعليه  ؛ لأن ذلک الموضع ملحق بالمسجد و ان مشی امامه فالأصح موضع سجوده او سترية ان کانت له سترة بين يديه ، کما في البدائع والفتح ) .
ردالمحتار ج ۱ ص ۷۰۴  .

والسلام ومن الله التوفيق   .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery