مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-20   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حديث د «علمآء أمتي» صحت نلري :

فتو ی نمبر(۹۴)  .

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي   : عبد القادر سلفي .
ځائ   :    کنړ  .


سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ ! له محترم مولانا أبوالفضل صاحب څخه ځما پوښتنه داده چي دغه مشهور حديث چي «علمآء أمتي کأنبيآء بنی اسرائيل» کوم ثبوت او صحت لري او که يا  ؟

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ! دغه حدیث په دغه لفظ سره ندئ  ثابت او هیڅ اصل نلري ،  لیکن معنا يې صحیحه او ثابته  ده ،  البته امام سیوطي  ددغه حدیث په باره کي سکوت کړئ دئ ، په دې اړه لاندي  دلیلونه وګورۍ  ! :
قالَ الدميري  :  «هذا الحديث له یعرف له مخرج ، لکن في «صحيح البخاري» : العلمآء هُم ورثة الأنبيآء ، وخرجه أبوداؤد والترمذي وابن ماجه والحاکم في «صحيحهما»  .
ومعنی التنظير أنهم مثلهم في ميراث العلم او تشریع الأحکام لکن قطع الأنبيآء بالوحي والعلمآء بالاجتهاد  .
(هکذا قال ابن حجر الهيتمي في فتاويه الحديثية ص ۳۶۸) .

وقال الملاعلي القاري  في الموضوعات الکبري :
قالَ الدميري والعسقلاني : «لا أصلَ له» وکذا قالَ الزرکشي وسکتَ عنه السيوطي ، واما : العلمآء ورثة الأنبيآء فرواه الأربعة عن أبي الدردآء . 

والسلام ومن الله التوفیق

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery