مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-23   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

ديارسول الله ويلو شرعي حکم .

دارالافتاء ابوالفضل .

فتوي نمبر (۱۰۰)

 

دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي   : محمد رفیق خان  / کنړ افغانستان  .

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، د علامه أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې د مشرتابه د روغ صحت په هیله۔
1: ځما پوښتنه داده چي یارسول اللہ ویلل جائز دہ او که نه۔
2: دلته بعض خلګ سلفیان سوي دي او په منګه باندي ډیر سخت اعتراضات کوي چي تاسي دامام ابو حنیفه رحمه اللہ تقلید کوي دا بدعت شرک او گمراهي دہ۔
منګه سرہ ځواب نه وي ځکه تا څخه ھیله کوم چي یو مدلل ځواب راکي چي مګه ټولو لپارہ دي وسیلې سبب وګرځي۔
بخنه غوارم ما پښتو لیکل څمه نه دہ ازدہ خو ھیله کوم چي ځواب څخه به ھم نه محروم کوي۔
وسلام۔


 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ! سلفيانو تاته دوې خبري کړيدي  :  یوه خبر داچي وتاته يې ويلي دي چي تاسي د امام أعظم أبوحنيفه (رحمه الله) تقليد کوۍ دا بدعت دئ !!! ددوۍ ددې خبري په رَد کښي تاته زه دا وايم چي هغه ډول تقليد چي د څلورو امامانو يې مسلمانان کوي دا د صحابه و په وخت کښي هم ؤ ، او د تابعينو په وخت کښي هم ؤ (چي په صحابه وو پسې خلګ دي) او په تَبْعِ تابعينو کښي هم ؤ  ، او په أحاديثو او، اياتو هم ثابت دئ  چي مکمل تفصيل زه درته ليکم نو زيات وخت غواړي ، خو په «بينوا» کښي د «څلورو مذهبولړۍ» وګوره کومه چي موږ تفصيلات پکښي کړيدي  .
او بدعت وهغه کار ته ويل کيږي چي نه د صحابه وو په زمانه کښي ، او نه د تابعينو او تبعِ تابعينو سوئ وي ،  او نه تر يو شرعي أصل او قانون لاندي وي  .
سلفيان (وهابيان) چي تقليد نه مني په أصل کښي دغه نه منل تر ټولو بدعتو لوۍ بدعت دئ ؛ ځکه چي له شرعي تقلید څخه نه د صحابه و په وخت کښي او نه د تابعينو او تبعِ تابعينو په وخت کښي چا انکار کړئ دئ ،  او له ایاتونو او أحاديثو څخه هم مخالف دئ  .
ګرانه وروره ! تا که دیني علم نه وي کړئ نو دا ده أصلي لار مي درته بيان کړه نور له سلفيانو سره تعلق مه ساته  ، کچیري په خبرو ورسره کښيوتې او علم نه وي درسره نو انجام به دي دا وي چي یا به سلفي کيږي او يا به ستا پخپله حقه لار کښي ستا په زړه کښي شکونه پيدا کوي  .
د څلورو مذهبو خلګ په ډیرو مسائلو کښي يو له بله اختلاف سره لري ليکن هر یو د هغه بل احترام ساتي او پر حق باندي يې روان بولي ، یواځي سلفيان دي چي د تمام أمت مُسْلِمه په مقابل کښي په ډير خطرناک وخت کښي راپورته سويدي ، الله پاک دي له موږ سره هدايت ورته وکړي (آمين !!) .

ددغه بيان  په ډول کوم چي ما ستا او د نورو مسلمانانو د هدايت دپاره وليکئ چي هر بيان زه د مسلمانانو د ديني ګټي په خاطر  په دنيا کښي ونشر ته وسپارم زه په خبر نه يم دوۍ وخپلو ويب پاڼو ته نقل کړئ وي ، بياخپلي سلفي تبصري باندي کوي ، زه خو يم ورڅخه ناخبره او نه دا کولائ سم چي خپل وخت ودې ته صرف کړم چي هميشه ددوۍ د ويناوو تعقيب کوم ؛ ځکه چي دا ځما دپاره د اسلام له خدمت څخه د رابنديدو سبب ګرځي ، او کوم خلګ که ملایان دي که عوام چي ځانونه د سمي لاري بولي هغه دونه بې غیرته او بې همته سوه چي پر امام أعظم باندي دوۍ تعرضات ورته کوي او دوۍ يې پر هيڅ نه بولي  .

دوهمه خبر دوۍ دا درته کړېده چي «یارسولَ الله ! » ويل ناروا دئ ، نو محترمه ! د «يا رسول الله» ويل په يوه صورت کښي ناروا دئ هغه دا چي انسان دا عقيده ولري چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ماته هروخت حاضر دئ ، يا حقيقي ځما مُشکل کُشا دئ ، او هر وخت ځما خبره اوري .
او که يارســـــــولَ الله يو څوک وايي پدې عقيده چي دغه ځما د «يارسول الله» ږغ يا دغه درود چي زه يې وايم نو دا فرشتې و رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته رسوي ، نو ددې په روا والي کښي د أهلِ سنت والجماعت په نزد هيڅ شک نسته ، او دا خبره په آحاديثو ، د صحابه وو په قولو ثابته ده .
 ځموږ او ستاسي امام ، امام أعظم د نبي (صلی الله عليه وسلم) په باره کښي يو عربي نظم جوړ کړئ دئ په هغه کښي يې و نبي (عليه السلام) ته نِدا کړېده  .
امام زین العابدين چي د مبارک (عليه السلام) په لمسيانو کښي يو ستر شخصيت دئ و خپل نيکه نبي (عليه السلام) ته په یوه عربي شعر کښي نِدا کړې ده   .
خلاصه مي په پښتو در ته وويله ، او دلائل مي هم دغه دي په لاندي شرحه ورسره ضم کړيدي :
اول  :
په ترمذي /أبواب الدعوات کښي داسي حديث راغلئ دئ چي يو نابينا صحابي و نبي (صلی الله عليه وسلم) ته راغلئ  او د خپلي نابينايي شکايت يې ورته وکړ ،  نو نبي (عليه السلام) ورته وويل چي ورسه د زړه په حضور سره داسي دُعا وکړه  : «اللهم اني اسئلک واتوجه اليک بنبيک محمد نبي الرحمة ، يامحمد اني قدتوجهت بک الي ربي في حاجتي هذه فتقضي لي اللهم فشفعه في )
ترمذي ،الجامع الصحيح ، ابواب الدعوات ، باب في دعاء الضعيف ،۵ : ۵۶۹ ، رقم : ۳۵۷۸ ـ
(۲)حاکم ، المستدرک، ۱ : ۷۰۷ ، رقم : ۱۹۳۰ ـ احمد بن حنبل في مسنده ، ۴ : ۱۳۸ ـ نسائي ، عمل اليوم اليلة ، ۴۱۸ ، رقم : ۶۶۰ ـ بخاري ، التاريخ الکبير ، ۶ : ۱۰ – ۲۰۹ ـ بيهقي ، دلائل النبوة ، ۶ : ۷ – ۱۶۶ ـ

او په  ځينو روايتو کښي داسي راځي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل چي ورسه اودس وکړه او بيا دوه رکعاته لمونځ وکړه او بیا دغه دُعا وکړه ، نو دغه نابينا همدغسي وکړل او دفعتًا الله پاک شفا ورکړه  .
(طبراني ، المعجم الکبير ج۹ ص ۳۱ ، رقم حديث ۸۳۱۱  / طبراني : المعجم الصغير ج۱ ص ۴ ـ ۱۸۳/ بيهقي : دلائل النبوة ج۶ ص ۸ ،  ۱۶۷ / منذري : الترغیب والترهیب ۱ : ۶ ـ ۴۷۴ / سبکي : شفآء السقام في زيارة خير الأنام ص ۱۲۵/ هيثمي : مجمع الزوائد ج ۲ ص ۲۷۹ ) .

دوهم دليل دادئ  :
 اصاب الناس قحط في زمان عمر فجاء رجل الي قبر النبي صلي الله تعالي عليه وسلم فقال : يارسول الله! استسق لأمّتک  فأنهم قدهلکوا ، فاتي الرجل في المنام  فقيل له : ائت عمر ، فأقرئه السلام واخبره انکم مستقيون وقل له : عليک الکيس عليک الکيس فأتي عمرفأخبره فبکي عمر ثم قال : يارب لاآلوا الاما عجزت عنه ـ  ( ابن ابي شيبة ، المصنف ، ۱۲ : ۳۲ ، رقم : ۱۲۰۵۱  ) .

دریم دلیل دادئ  :
قال مسعودبن عون العجي : شهدت الخيل التي بعثها ابوعبيدة طلائع مع کعب بن ضمرة وکنت يوم التقي الجمعان وقدخرج علينا الکمين  ونحن في القتال  ونحن لانظن ان لهم کمينا يطلع من ورائنا واذا باصوات حوافرالخيل اکبت علينا وايقنا بالهلکة بعدما کنا موقنين بالغلبة وصرنا في وسط عسکرالکفار  فلم يکن لنا بد من القتال فافترقت المسلمون ثلاث فرق : فرقة منهم منهزمة وفرقة قصدت قتال الکمين وفرقة مع کعب بن ضمرة قصدت قتال يوقنا ومن معه ـ قال مسعود بن عون : فلله در کندة يومئذلقدقاتلوا قتالا شديدا وابلوابلاءً حسنا ووهبوا انفسهم لله تعالي حتي قتل منهم ذالک اليوم مائة رجل  في مقام واحد وعمل اهل الکمين عملا عظيما وکعب بن ضمرة قلق علي المسلمين فجاهد عنهم وهويجول بالراية وينادي : يامحمد يامحمد يانصرالله انزل ـ
 ( واقدي ، فتوح الشام ، ۱ : ۲۴۰ ) .

څلرم دليل دادئ  :

قصيدة الامام الاعظم ابوحنيفة ـ
يا سيد السادات جئتك قاصدا ~~~ أرجو رضاك و أحتمي بحماك

والله يا خير الخلائق إن لي ~~~ قلبا مشوقا لا يروم سواك

و بحق جاهك إنني بك مغرم ~~~ و الله يعلم أنني أهواك

أنت الذي لولاك ما خلق امرؤ ~~~ كلا و لا خلق الورى لولاك

أنت الذي من نور البدر اكتسى ~~~ و الشمس مشرقة بنور بهاك

أنت الذي لما رفعت إلى السما ~~~ بك قد سمت و تزينت لسراك

أنت الذي ناداك ربك مرحبا ~~~ و لقد دعاك لقربه و حباك

أنت الذي فينا سألت شفاعة~~~ ناداك ربك لم تكن لسواك

أنت الذي لما توسل آدم ~~~ من زلة بك فاز و هو أباك

و بك الخليل دعا فعادت ناره~~~ بردا و قد خمدت بنور سناك

وبك المسيح أتى بشيرا مخبرا~~~~ بصفات حسنك مادحا لعلاك

و كذاك موسى لم يزل متوسلا ~~~ بك في القيامة محتم بحماك

والأنبياء و كل خلق في الورى ~~~ و الرسل والأملاك تحت لواك

لك معجزات أعجزت الورى ~~~ و فضائل جلت فليس تحاك

نطق الذراع بسمه لك معلنا ~~~ و الضب قد لباك حين أتاك

والذئب جاءك و الغزالة قد أتت ~~~ بك تستجير و تحتمي بحماك

وكذا الوحوش أتت إليك و سلمت ~~~ وشكا البعير إليك حين رآك

و دعوت أشجار أتتك مطيعة ~~~ و سعت إليك مجيبة لنداك

و الماء فاض براحتيك و سبحت ~~~ صم الحصى بالفضل في يمناك

و عليك ظللت الغمامة في الورى ~~~ و الجذع حن إلى كريم لقاك

و كذاك لا أثر لمشيك في الثرى ~~~ و الصخر قد غاصت به قدماك

و شفيت ذا العاهات من أمراضه ~~~ وملأت كل الأرض من جدواك

ورددت عين قتادة بعد العمى ~~~ وأبن الحصين شفيته بشفاك

و على من رمد به داويته ~~~ في خيبر فشفى بطيب لماك

و مسست شاة لأم معبد بعدما ~~~ نشفت فدرت من شفا رقياك

في يوم بدر قد أتتك ملائك ~~~ من عند ربك قاتلت أعداك

و الفتح جاءك بعد فتحك مكة ~~~ و النصر في الأحزاب قد وافاك

هود و يونس من بهاك تجملا ~~~ و جمال يوسف من ضياء سناك

قد فقت يا طه جميع الأنبياء ~~~ طرا فسبحان الذي أسراك

و الله يا ياسين مثلك لم يكن ~~~ في العالمين وحق نباك

عن وصفك الشعراء قدعجزوا ~~~ و كلوا عن صفات علاك

بك لي فؤاد مغرم يا سيدي ~~~ و حشاشة محشوة بهواك

فإذا سكت ففيك صمتي كله ~~~ و إذا نطقت فمادحا علياك

و إذا سمعت فعنك قولا طيبا ~~~ و إذا نظرت فما أرى إلاك
يامالکي کن شافعي في فاقتي ـ اني فقير  في الوري لغناک
ياااکرم الثقلين ياکنزالوري ـ جدلي بجودک وارضني برضاک

أنا طامع بالجود منك و لم يكن ~~~ لابي حنيفة  في الأنام سواك

فلأنت أكرم شافع و مشفع ~~~ ومن التجى بحماك نال رضاك

فاجعل قراى شفاعة لي في غد ~~~ فعسى أرى في الحشر تحت لواك

صلى عليك الله يا علم الهدى ~~~ ما حن مشتاق إلى لقياك

وعلى صحابتك الكرام جميعهم ~~~ والتابعين وكل من والاك

پنځم دليل دادئ  :

قال الامام زين العابدین  (رضي الله عنه) :
يارحمة للعالمین !      أنتَ شفیع المذنبين
اکرم لنا یوم الحزين       فضلا وجودا والکرم
یا رحمة للعالمين  !       ادرکْ لزين العابدین
محبوس أيدي الظالمين      فی موکب والمزدحم  .
(قصیدة امام زين العابدين) .

شپږم  : وګوره « کفایة المفتٍي ج۱ص۱۶۶)  .

اوم  : مولانا عبدالرحمن جامي (رحمه الله) چی د طريقت او شریعت منل سوئ عالمي عالِم دئ ونبي (عليه السلام) ته په يوه بيت کښي د خپل کتاب «يوسف و زليخا» په يانبي الله سره نِدا کړېده  ، بيت دادئ  : [زمهجوري رسيده جان عالـَم ]  [ترحم يا نبي الله ترَحمْ] 

والسلام ومن الله التوفيق  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery