Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-04-24 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
په طريقت کي دامام صاحب مرشدڅوک ؤ؟
دارالافتاء ابوالفضل ـ
فتو ی نمبر (۱۰۱) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه ، دکتوره بازغه ؛/ جلال آباد ـ
زموږ دګران هيواد سترعالم ابوالفضل صاحب اودبېنوادارې مشر خالدهادي صاحب اونوروکارکونکوته سلامونه وايم :
محترم علامه ابوالفضل صاحب زما پوښتنه داده چي دامام اعظم صاحب دطريقت استاذ څوک وو ؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
ګراني خورې بېښکه همداخبره ده چي دامت مسلمه دغه داول سرخط اجتهادي امام ابوحنیفه رحمه الله دشریعت غراءمحمدي دظاهراوباطن اودشریعت اوطریقت اودحقیقت جامع وولکه څرنګه چي په شریعت کي امام الائمه ووپه طریقت کي هم یومرشد کامل اومکمل ووهم ئې د طریقت اخذکړَیدۍ اوهم ئې خلګ په طریقت کي روزلي دي دامام صاحب دطریقت استادحضرت امام جعفرصادق صاحب وو . هدایة النافع،ص۲۶۳ـ
علامه شکارپوري مياں فقيرالله رحمه الله تعالي دقطب الارشادپه «۵۳۶» صفحه کي هم دغه ډول ذکرکړيدي ، اوده داهم ويلي دي چي په ځني رسالوکي ماليدلي دي چي امام صاحب مبارک له حضرت فضيل بن عياض سره هم دطريقت صحبت کړيدئ ، يعني دطريقت اخذ يې ورڅخه کړيدئ ، اوده داهم ذکرکړيدي چي وروسته له دې چي امام صاحب مبارک په طريقت مشرف سو اودوه کاله په دغه لاره کي باندي تېر سو نوداسي يې وويل «لولاالسنتان لهلک النعمان » يعني کچيري دغه دوه کاله نه واۍ نونعمان به هلاک سوۍ واۍ ـ
دنور تفصيل دپاره ددرمختار پر حاشيه دردمحتار ج۱ ، ۴۳، ۴۴ ، ۴۵ دغه لاندي عبارت وګورۍ :
وقداتبعه علي مذهبه کثيرمن الاولياء الکرام ممن اتصف بثبات المجاهدة ورکض في ميدان المشاهدة کابراهيم بن ادهم وشقيق البلخي ومعروف الکرخي وابي يزيدالبسطامي وداودالطائي وابي حامد اللفاف وخلف بن ايوب وعبدالله بن المبارک ووکيع بن الجراح وابي بکرالوراق وغيرهم ممن لا يحصي لبعده ان يستقصي فلووجدوا فيه شبهة مااتبعوه ولااقتدوا به ولاوافقوه ، وقدقال الاستاذ ابوالقاسم القشيري في رسالته مع صلابته في مذهبه وتقدمه في هذه الطريقة سمعت الاستاذ اباعلي الدقاق يقول انا اخذت هذه الطريقة من ابي القاسم النصر اباذي ، وقال ابوالقاسم اخذتهامن الشبلي وهواخذه من السري السقطي وهومن معروف الکرخي وهومن داود الطائي وهواخذالعلم والطريقة من ابي حنيفة وکل منهم اثني عليه واقربفضله فعجبا لک يااخي الم يکن لک أسوة حسنة في هؤلاء السادات الکبار اکانوا متهمين في هذا الاقرار والافتخاروهم ائمة هذه الطريقة وارباب الشريعة والحقيقة ومن بعدهم في هذالامر فلهم تبع وکل ماخالف مااعتمدوه مردود ومبتدع ـ
والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ