فتوی نمبر (۱۰۵) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : محمدکريم
ځائ : أفغانستان / هرات
وحضورته دمحترم الحاج علامه ابوالفضل صاحب ، السلام عليکم وحمة الله وبرکاته
پوښتنه مي داده چي بيعت د طريقت فرض دئ که سنت که واجب ، ځکه ځني خلګ يې ناروا بولي اوځوک وايې فرض دئ اوڅوک وايې سنت دئ ، هيله ده چي په دې باره کي پوره بيان وليکئ ـ مننه
په انتظارمحمدکريم له هراته
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! کوم خلګ چي بيعت ناروا بولي هغه خو دي باطل خلګ ، او کوم خلګ چي يې فرض بولي هغه هم له أټکل څخه ږغيږي ، په عمومي ډول د أمت مسلمه د علماوو د حُکم مطابق بیعت کول له يو داسي پير او مُرشد سره چي په هغه کښي شرطونه د پيرۍ او ارشاد موجود وي سنـــــــت دئ .
علامه شکارپوري ميان فقير الله (رحمه الله) په «قطب الارشاد ص ۴۵» کښي داسي ذکر کړیدي :
(وهيَ سنة ليست بواجبةٍ لأن الناسَ بايعوا النبي (صلی الله علیه وسلم) و تقربوا بها الی الله تعالی ، وماوجدنا الدليل علی تأثم تارکها ، ولم يُنکر أحدٌ منَ الائمة المهديين ، منَ الصحابة والتابعين علی تارکها ، فکانَ الاجماع السکوتي علی أنها ليست بواجبة . انتهی .
او دارنګه په «فتاوی حقانيه ج۲ ص ۲۴۴» کښي هم له داسي پير او مُرشد سره چي حق پير وي بيعت کول سنت بللئ دئ .
دارنګه شاه ولي الله دهلوي (رحمه الله) په «شفآء العليل ص ۲۱» کښي داسي ذکر کړیدي : «فاعلم أن البيعة سنة وليست بواجبة» .
او دارنګه په «الانوار القدسية ص ۵» کښي هم ذکر سويدي چي بيعت کول سنت کار دئ .
دا خو مي د علماوو د أقوالو له مخي د بیعت حکم درته بیان کړ ، خو ځـــما په فکر په موجوده زمانه کښي په دغه باره کښي څه تحليل او تفصیل کول پکار دي چي هغه پدې ډول دئ چي د موجوده زمانې أکثر خلګ چي د پير یا مُرشد په نامه دي صرف ګدۍ نشينان دي ، او ددې أهليت بيخي به دوۍ کښي وجود نلري چي يو څوک له دوۍ څخه د طريقت أخذ وکړي .
نو له دغه ډول پيرانو سره بيعت کول سنت خو نه دئ او جواز يې هم د طریقت او د شريعت د أقوالو له رويه نسته .
مولانا رومي (رحمه الله) دداسي پیرانو په باره کښي فرمایلي دي :
[چون بسي ابليس آدم روي هست ] [پس به هر دستِ نه بايد داد دست] .
دارنګه ده فرمايلي دي [دست ناقص دست شيطان است وديو] .
او بله خبره دلته داده چي به باطني صفتو کښي د انسان ځيني داسي صفتونه دي چي انسان به هغه په ځان کښي موجودوي ، لکه تواضع ، په أعمالو کښي اخلاص ، شکر ، صبر او داسي نور ، او ځيني داسي صفات سته چي پر انسان باندي فرض دئ چي خپل باطن له هغو صفاتو څخه پاک کړی ، لکه کبر ، عجب او رياکاري مثلا ، د طریقت أصلي کار هم له دغو باطني صفاتو سره دئ .
څرنګه چي په موجوده زمانه کښي ناروا او خبيث خویونه ، لکه ريا ، په أعمالو کښي بې اخلاصي ، کبر غرور او عُجَب د مسلمانانو په باطنو او زړو کښي په اخيره درجه کښي راسخ او قوي ګرځيدلي دي ، نو کچيري بالفرض يو داسي کامِل او مُکمِّل پير پيدا سي چي د سړي پر دې باندی یقين سي چي که زه له دغه پير سره بيعت وکړم نو دده په توجه او تربيه سره له ما څخه دغه ناروا خويونه چي په ما کښي موجود دي ليري کيږي ، نو پر دغه سړي باندي له دغه پير سره بيعت کول فرض دئ ؛ ځکه چي هر شئ چي بر هغه باندي فرض کار موقوف وي نو د هغه کول هم فرض دئ .
د علمِ أصول او فقهي دا مشهوره قاعده ده (لکه چي په «مسلم الثبوت» کښی هم مذکوره ده) چي «مُقدمة الواجب واجبٌ» .
والسلام ومن الله التوفيق .