فتو ی نمبر(۱۲۷)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : انوارالحق حنفی کنړ
محترم مولانا صاحب هيله کوم چي جوړ او روغ ياست ، ځما له تاسو محترم څخه دا پوشتنه ده چي د اسلامي أمت د څلورو امامانو تولد او وفات په کوم وخت کښي سوئ دئ ؟ که معلومات راکړۍ مهرباني به مو وي .
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره ! د څلورو امامانو د ځوکړي ، پيدايښت او د وفات نيټې مطابق د هغه چي امام سيوطي (رحمه الله) يې په «الکنزالمدفون ص ۳۵۳ / ۳۵۴» ذکر کړئ دئ په دې ډول دي :
امام أبوحنیفه (رحمه الله) :
امام أعظم ، فقيه الملة أبوحنيفه النعمان بن ثابت الکوفي (رضي الله عنه) په (۸۰) هجري کال کښي پیدا سوئ دئ ، او په (۱۵۰) هجري کښي يې له دنیا څخه سترګي پټي کړيدي او په شرق کښي د بغداد و خارو ته سپارل سوئ دئ (الله تعالی دي موږ دده له فيض او علومو څخه مستفيد او برخمند وګرځوي آمین) .
امام مالک (رحمه الله) :
امام مالک بن أنس الأصبحي په کال (۹۵هــ) کښي ځيږيدلئ دئ ، او په (۱۷۹هــ) کښي يې وفات کړیدئ اوپه مدینه کي په جنة البقیع کي ښخ سویدئ ـ
امام شافعي رحمه الله :
امام شافعي رحمه الله په(۱۵۰)کي زیږېدلي دۍ او په(۲۰۴کي وفات سویدئ اودمصرپه قرافه کي دفن سویدئ ـ
امام احمدرحمه الله :
امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالي په ۱۶۴کي زېږېدلۍدۍ اوپه ۲۴۱کۍ وفات سویدۍ اوپه غرب دبغدادکي په مقبره دباب حرب کي مدفون سویدۍ ـ والسلام ومن الله التوفیق