مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-11   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

په لوڅ سر لمونځ کول :

دارالافتآء أبوالفضل .

فتو ی نمبر(۱۴۰)

 
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


مستفتي  :   حاجي عبدالجبار / قندهار / أفغانستان  .

 

 

ځما پوښتنه داده چي په لڅ سر لمونځ روا دئ او که نه ، ځکه اوس ډير خلګ په لس سر لمونځ کوي او ملا امامان هم هيڅ نه ورته وايي ، او ډير پدې سبب لڅ سر لمونځ کوي چي ددوۍ د سر وريښتان خرابيږي  ، نو دا د تکبر علامه ده ، ستاسو محترم څخه د جواب په هيله  !!

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمه وروره ! الله (جل جلاله) دي له موږ سره و ټولو مسلمانانو ته هدايت وکړي ، په يوه حديث کښي د اسلام پیغمبر فرمايلي دي چي تاسي به لويشت په لويشت د کفارو ، يهودو او نصاراو پر لار باندي ولاړ سۍ ، تر داسي حده چي که پدوۍ کښي چا له موره سره زنا کړې وه نو په تاسي کښي به هم داسي څوک پيدا سي ، او که په دوۍ کښي چا ګنګي خوړلي وه نو په تاسي کښي به هم داسي څوک پيدا سي چي ګنګي خوري   .
اول خو په لوڅ سر ګرځيدل د يو مسلمان دپاره  يو ناوړه عمل دئ ، د مسلمان بايد لنګوټه پر سر وي ، رخچينه (خولۍ) يې پر سر وي ، د سر په جانب کښي اسلام د مسلمان دپاره خولۍ او لنګوټه (پګړۍ) پر سر کول لباس بللئ دئ ، بيا په لمانځه کښي چي له الله پاک سره د مناجات مقام دئ بالخصوص د خولۍ او لنګوټې په باره کښي ډير تأکيد دئ .
کوم سړئ چي په مسجد کښي په سرتور سر په لمانځه دريږي نو د مسجد ټول خلګ شرعًا مکلف دي پدې چي ودغه سړي ته ووايي چي يا رخچينه يا لنګوټه پر سر کړه او يا باید ومسجد ته رانسې ، او که د مسجد خلګ دا کار ونکړي ټول ګنهګار دي ، ماسوا له هغه صورته چي په طاقت يې نه وي پوره .

بې عذره چي په سرتور سر څوک لمونځ کوي لمونځ يې مکروه دئ ، او په موجوده زمانه کښي پدې وجه چي په سرتور سر ګرځيدل مسلمانانو له کفارو څخه ايزده کړئ دئ ، سرتور سر د کفارو شعار ګرځيدلئ دئ نو په وجه د مشابهت له کفارو سره ددې کار جُرم نور هم زيات دئ ، البته د عذر او يا د عاجزۍ په وجه که چا په سر تور سر لمونځ وکړ نو بلاکراهته روا دئ .
دلته يوه خطرناکه خبر دا هم ده چي په سرتور سر لمونځ کول که د سستۍ له وجي ؤ نو دغه لمونځ يې مکروه دئ او که له وجي د اهانته (سپکتيا) د لمانځه ؤ نو بيا دغه سړئ د شريعت په حُکم کافر کيږي ، او دا چي يو سړئ پر لمانځه باندي د تکبر له وجي په سرتور سر دريږي ، او يا پدې وجه خولۍ يا لنګوټه نه پر سر کوي چي په کومه ناروا نقشه چي ده سر جوړ کړئ دئ هغه نقشه بيا خرابيږي نو په دغه صورت کښي دغه سړئ د ډيرو کبيرو (غټو) ګناوو خاوند ګرځي  :
اول  : تکبر   ، دوهم  :د سر د ناروا نقشې خيال ساتل ، دریم : له الله پاک سره مخامخ بې حيايي کول ، څلرم  : د مسجد ټول خلګ په ګناه کښي اچول ؛ ځکه چي د مسجد پر ټولو خلګو دا لازم ګرځي چي وده ته أمرِ بالمعْروف وکړي او تهديد يې کړي  ، پنځم  : د لمانځه دشرعي أصولو او قوانينو له مخي دغه سړئ پر ځائ ددې باندي چي دغه لمونځ يې عبادت سي او ذمه يې خلاصه سي ،  ګناه ورته ګرځي او پدغه ډول لمانځه يې ذمه هم نه خلاصيږي  .

تاسي دغه زمالیکني وینۍ درته معلومېږي به چي څونه تکلیف به غواړي داټول تکلیف دالله پاک ددین او د مسلمانانو وروڼو دګټي دپاره کوم ، نوزه دیوه له شفقت څخه ډک استاذپه حیث وهغو مسلمانو وروڼو ته داتوصیه کوم چي په لوڅ سرلمونځ کوي چي له دې سخت بدکار څخه  منع وکړۍ اودالله په حضورکښي په لمانځه باندي په ډېره عاجزي سره درېږۍ  .

(الدرالمختار علی صدر ردالمحتار ج ۱ ص ۶۴۱/ مکروهاتُ الصلوة) .


والسلام ومن الله التوفيق  .

کاتب : ب ا ق ي .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery