Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-14 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دښځي په رقیق اونري پړوني کي لمونځ
دارالافتاء ابوالفضل ـ
فتو ی نمبر(۱۵۱)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : سید .
و محترم علامه أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، هيله کوم چي جوړ او روغ یاست ، له تاسي محترم څخه ځما بله پوښتنه داده چي که يوه ښځه لمونځ کوي په داسي حال کي چي ترپړونيئې دسرویښتان معلومېږي اوسره له دې چي دالاهم وي چي پړونَی ئې له سرڅخه په لمانځه کي ایله کیږي بیائې په دواړولاسوسره بیرته پرسرباندي اچوي نو دا لمونځ يې صحت لري او که يا ؟
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه درې پوښتني دي کړئې دي اوهریوه په شرعي لحاظ زیاته مهمه ده خوڅرنګه چي په دغومصیبتواکثرخلګ مبتلا دي نوته ماله خلګوسره لکه چي په جنجال اخته کوې ،خوبیاهم زماداشعردۍ چي :
زه ابوالفضل یم معلوم یم حق په ډاګه وایم []ناراضه نسي په تنګ نسي بدګويي مکوه ـ
نوپه ډاګه جواب درکوم چي داحادیثوله رویه اودامامانوداقوالوله رویه دداسي ښځي لمونځ هیڅ صحت نلري مسلماني ښځي ته هروخت خصوصا په لمانځه کي داسي جامه فرض ده چي له سره ترپښوئي ټول بدن په پټ وي
دازادي ښځي ټول بدن پټول په لمانځه کي بلکه په ټولووقتو کي ضروري دۍ اودښځي وريښتان هم په ستر کي داخل دي دهغه پټول هم ضروري دي ، نوکچيري يوه ښځه داسي پوړني دوبټه پرسرکړي چي ټول وريښتان نه پټه وي نو په هغه کي لمونځ نه کيږي اودهغه لمانځه راګرځول واجب دۍ کومه ښځه چي تائې ذکرکړيدۍ دهغې لمونځ له دریووجوباطل دۍ اول دپړوڼي دنرم والي په وجه دوهم داچي پړوڼَی ئې له سرڅخه رالویږي دریم له دې وجي چي بیا ئې په لاسوبیرته پرسراچوي چي عمل کثیردۍ ـ
عربي مساله
قال الحصکفي رحمه الله تعالي وللحرة ) ولوخنثی ( جميع بدنها) حتي شعرها النازل في الاصح ( خلاالوجه والکفين ) فظهر الکف عورة علي المذهب (والقدمين) علي المعتمد ـ الدر المختار علي صدر رد المحتار ، ج ، ۱ ، ص ، ۴۰۵ ، باب شروط الصلاة ـ
لما قال ابن العابدين رحمه الله تعالي : تحت قوله (ولايصف ماتحته) بأن لايري منه لون البشرة احترازا عن الرقيق ونحوالزجاج ـ الرد المحتار ج، ص ، ۴۱۰ ـ باب شروط الصلاة ـ
والسلام ومن الله التوفيق .
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ