فتو ی نمبر(۱۵۷)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : عبدالله / سعودی عرب
وښاغلي محترم عالم محمد معين الدين أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې ټولومحترمومسولينوته سلامونه اواحترامات و ړاندي کوم زما پوښتنه داده اوهيله لرم د محترم علامه صاحب څخه چه جواب يي راته راکړي
ايا په شريعت کښي څه نا څه داسي يوه لاره او ګنجايش په اوسني ز مان کي شته چه په غيري اسلامي هيوادوکې يو تجاردخپلو تجارتي مالونو دګټي مبلغ يوه اندازه لږ تراصلې مبلغ و دولت ته وښېي اويا دوارد سوي تجارتي مالو اصلي مبلغ په لږه کچه وښيي ٠ستاسو دجواب په هيله کامياب او سرلوړي اؤسي ب احمد دجرمني څخۀ
له پوښتنې څخه وړاندی زه خپل سلامونه ډير قدرمن عالم مولوی صاحب ابوالفضل دامت برکاتهم ته وړاندی کوم.
او بيا د خپل مهربان او رحيم رب ج له دربار څخه د علامه صاحب په شمول د سپيڅلی دين ټولو عالمانو ته د طويل عمر او روغ او سالم صحت او د استقامت او ثبات غوښتونکی يم. تر څو د دوی له فيوضاتو او عظيم جدو جهد پواسطه زمونږ په شان خلک چی له دين نه نا خبر او ليری يو پوه او اصلاح شو.
د محترم مولوی صاحب څخه زما پوښتنه دا ده چی تقريبا 15 کاله وړاندی راته د شيطان عليه لعنت له لوری په دين او عقايدو کښ دوسوسو اچولو يو لوی تکليف پيدا شوی وو خو د الله ج په فضل و کرم سره يو څه موده بعد بيا ما له دغه غير اختياری وسوسو نه نجات پيدا کړو اوس زه په سعودی کښ يم او تقريبا له 3 مياشتو راهيسی بيا دغه تکليف راته پيدا شويده د الله ج د سپيڅلی ذات په باره کی شيطان وسوسوی راچوی اود صادق المصدوق رسول الله صل الله عليه وسلم باره کښ هم وسوسی راچوی په اولو ورځو کی ډير تکليف وو حتی چی کله کله به یی ژړا ته هم مجبوره کړم او الله ج ته به می فرياد وکړوچی يا کريم ذاتهدا خو زما اختيار نه ده نو له عالمانو سره په تماس کښ شوم او تاسو ته هم ځينی سوالونه په دی اړه درغلی وو نو د عالمانو په خبرو می عمل وکړو او ستاسو اذکار می هم عملی کړو اوس الحمد لله د الله ج د سپيڅلی ذات په اړه دغه وسوسی کمی شوی خواوس شيطان عليه لعنت د رسول الله عليه صلات و السلام په شان کی وسوسی راچوی زياتره وخت په درورد شريف کښ ما به مخکی درود شريف زيات ويلی اوس د وسوسو په وجه کم شوی او دا وسوسی داسی غير اختياری دی چی زه یی ويلی نه شم چی په دی دی قسم دی که په خوله یی څوک ياد کړی نو کفر ته وځی نو مولوی صاحب مهربانی به مو وی چۍ ښه تفصيلی چواب راکړی.وسوسی په لمونځ سجده رکوع تلاوت اذکارو او کله کله په حرم شريف کی هم راچوی.
او د محترم هادی صاحب لپاره د الله تعالی له دربار څخه د ده د دغه ستر خدمت په باره کی نيکی دعاوی غواړم
او هيله تری کوم چی زما دغه تفصيلی سوال کټ مټ په همدی الفاظو نشر کړی او اميد تری کوم چی بی له ځنډه یی نشر کړی.
والسلام
ستاسو د دنيوی او اخروی برياو په هيله
عبدالله سعودی عرب
الجواب وهوالموفق للصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه وروره کوم شکايت چي تا کړيدئ له کوم شي څخه نو داد نبي عليه الصلاة والصلام په زمانه کي واصحابوته هم پيداسوۍ دۍـ
له حضرت ابوهريرة رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي يوڅه خلګ ونبي عليه الصلاة والسلام ته راغلل اوورته ويويل چي موږ ته په زړو کي داسي خبري رالوېږي چي هريوزموږتکلم اوتلفظ په هغه سره ډېر غټ جرم اوګنا کڼي ، يعني مثلا موږته په زړو کي د اسي بدي وسوسې رالوېږي چي خداي پاک به چا پیداکړئ وي اوخدائ پاک به څنګه وي نونبي صلي الله تعالي عليه وسلم ورته وويل : اوايا تاسي داشيان په خپلو زړو کی پيداکړيدي ؟ دوۍ ورته وويل چي هو نو نبي عليه الصلاة السلام ورته وفرمايل چي داخوښکاره ايمان داري ستاسو ده چي تاسي دغه قسم وسوسې بدي ګڼئ ، يعني اوداستاسي دايمان ښکاره نښانه ده ـ
حضرت علي کرم الله تعالي وجهه فرمايلي دي چي هغه لمونځ چي په هغه کي شیطان وهغه ته وسوسه نه وراچوي نو دادیهودو اودنصاری وو لمونځ دئ ـ
ددغه حديث روايت مسلم کړيدئ ـ
اودحضرت علي رضي الله تعالي عنه قول دمرقات داول جلد په « ۱۳۶ » مخ کي ذکردئ ـ
همدارنګه له حضرت عبدالله بن عباس رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي ده وويل چي يوسړي ونبي صلي الله تعالي عليه وسلم ته راغلئ اورته وېويل چي اي دخداۍ رسوله زه په زړه کي له خپل ځان سره داسي خبري کوم ، يعني داسی وسوسې په زړه کي رالوېږی چي که چيري زه تک تور سکور وګرځم نودامی خوښه ده له دې څخه چي په هغه وسوسه سره تکلم وکړم او په خوله يې ووايم ، نونبي عليه الصلاة والسلام وفرمايل چي : حمد دي وي هغه خداۍ لره چي کار د شیطان يې ووسوسې ته رد کړ ، يعني شیطان خو په خوا په انسانانو داسي بازۍ کولې چي توله دنيايې په کفر اوفسق اوهري ګنا مبتلا کړيوه اوس يې نور زور ختم سوصرف وسوسه ورپاته ده ـ ددغه حديث روايت ابوداود کړيدئ ، کذه في المشکوة ، باب في الوسوسة ـ
محترمه هرمسلمان چي يوعبادت شروع کړي نوتريو وخته پوري شیطان ملعون وسوسې بېخي ډېري وراچوي خوآخردغه دوسوسو کار هم ورڅخه پاته سي ـ
دوسوسو ددفعي دپاره وتاته دغه لاندي ذکرونه ليکم :
(۱) اعوذبالله سميع ا لعليم من الشيطان الرجیم اعوذبک من همزات الشیاطين واعوذبک ربي ان يحضرون ـ
(۲) اعوذ بکلمات الله التامات من شرماخلق وذرء وبرء ـ
(۳) بسم الله الرحمن الرحيم توکلت علي الحي الذي لايموت واستدفعت الشر بلاحول ولاقوة الا بالله العلي العظیم ، حسبي الله ونعم الوکيل ـ
دغه هريوبه اوه اوه واره په نيت ددفعي دوسوسې دشیطان وایې ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ