Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-19 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دقصدمرتبې :
دارالافتاء ابوالفضل ـ
فتو ی نمبر(۱۶۰)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتيه ، نجیبه / ژوب
وتکړه اونامتو عالم مولانا ابوالفضل صاحب اودبېنوا کارکونکوته السلام عليکم
ستاسو جوړتيا له لوۍ خدائ څخه غواړو
زما پوښتنه داده چي دانسان په زړه کي چي دیوبدکار اراده اوقصدپيداسي يو اوهغه کارونکړي نوايا په دغه نفس قصد اواراده سره وانسان ته سزا ياعذاب ورکيږي اوکه يا ؟.؟.؟.؟.؟
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي خوري !
پوسه چي علماوودعلم حدیث ویلي دي چي قصد پنځه مرتبې لري :
په دغو پنځومرتبوکي څلور معفوعنها دي او پر پنځم قسم باندي انسان مأخوذه ګرځي لکه چي دادجمهورومذهب دئ ، يوه شاعر دغه پنځه قسمه په خپل شعرکي په دې ډول بيان کړيدي :
مراتب القصد خمس : هاجس ذکروا [] فخاطر، فحديث النفس فاستمعا ـ
يليه هم، فعزم ، کلها رفعت [] سوي الأخير ففيه الأخذقدوقعا ـ
يعني دقصد پنځه مرتبې دي :
(۱) هاجس ـ دادقصد اوله مرتبه ده ،هاجس وهغه شي ته ویل کېږي چي دانسان په زړه کي راوګرزي اودفعتاً بیرته ورکسي اوقرارپیدانکړي(۲) خاطر ـ دادوهمه درجه ده دقصدپه دې ډول چي يوخبره يوچاته په زړه کي ورتېره سي اوپه کي موجوده وي خوزړه کومه فيصله ورنکړي چي داکاروسي که نه وسي ـ
(۳) حديث النفس ـ دادريمه درجه ده حدیث النفس دادۍچي يوچاته يوکار په زړه کي ور تېر سي اوقرارهم په زړه کي ونیسي اوزړه ددغه کارپه کولویانه کولو کي فکرهم بندکړي خو په دې کي شکمن سي چي داکار وکړم اوکه يا ـ
(۴) هم ـ داڅلورمه درجه ده ،همّ ودې ته ویل کېږي چي یوکارپه زړه کي راوګرځي اوزړه ئې وکولویانه کولوته اراده هم وکړي خودغه راده پخه اوټینګه اراده نه وي ،دغه څلورسره قسمه اومرتبې دقصد وبندګانوته عفوه دي که نسبت وبدکارته پیداسي
(۵) عزم ـ داپنځمه درجه ده اودا هغه دۍچي يوڅوک وکولو یاونکولوته ديوکار کلک اوټينګ قصد وکړي ، اوپه دې قصد سره انسان مأخوذه دئ ـ دجمهوروعلماؤپه نزدکه وبدکارته وو ـ
فتح الباري : ( ج ، ۱۱ ، ص ، ۳۲۳ او ۳۲۹ ) کتاب الرقاق ، باب من همَّ بحسنة اوسيئة ، وفتح الملهم ( ج ، ۱ ، ص ، ۲۷۶ ، او ، ۲۷۹ ) کتاب الايمان ، باب بيان تجاوز الله تعالي عن حديث النفس والخواطر ، والتعليق الصبيح ( ج ، ۱ ، ص ، ۵۹ )باب في الوسوسة ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ