دارالافتآء أبوالفصل .
فتو ی نمبر(۱۶۳)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : سعيدالدين طالب حيدرآباد
لوي عالم استاذالاساتذة او محي السنة ابوالفضل صاحب السلام عليکم
خدائ مووساته له هره شره
محترمه زما پوښتنه داده چي په دې مبارک حديث کي « کل مولود يولد علي فطرة الاسلام فأبواه يهودانه ، ترپايه » دلته دفطرت معني څه ده ؟ ځکه چي دفطرت ډېری معني وي دي دلته وس يوه صحيح کړمه خوهغه بل شي ورسره ټکرسی چي هغه بله معني صحيح کړم هغه بل شي ورسره ټکر سي ، نوځکه مي تاسی ته رجوع وکړه
ستا دجواب منتظر سعيدالدين طالب حيدرآباد ـ
الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
محترمه پدې باره کښي چي پدغه حديث کښي له فطرت څخه مراد څه دئ د امامانو له وخته اختلاف د علماوو په منځ کښي اختلاف مسلسل راغلئ دئ ، حافظ ابن القيم په «شفاء العليل» کښي په دې اړه تقريبا اته صفحې بيان ليکلئ دئ ، او ويلي يې دي چي مراد له فطرت څخه اسلام دئ .
خو ما چي کوم تحقيق ددې خبري کړئ دئ نو د هغه پخوړ دادئ چي الله پاک چي هر کوچنئ پيدا کوي نو په وخت د پيدايښت کي په ده کښي داسي استعداد او صلاحيت ايږدي چی که دَئ د بلوغ تر وخته پوري پر هغه استعداد باندي پاته سي نو طبعًا اسلام او حق دين قبلوي او باطل دين ردوي .
مطلب دا چي مراد له فطرت څخه استعداد د قبليدو د حق دين او د ردولو د باطل دين دئ .
خو ځيني اعتراضونه پر دې خبره باندی کيږي او د هغو دفعه هم سوېده ، د تفصيل دپاره «فيض الباري ج۲ ص ۴۸۴/ روح المعاني ج ۱۱ ص ۴۰ سورة الروم / تکملة فتح الملهم ج ۵ ص ۴۹۸ / صحيح مسلم مع شرح النووي ج۲ ص ۳۳۶ » وګوره .