Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-20 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
دتصوف حقیقت
دارالافتاء ابوالفضل ـ
فتو ی نمبر( ۱۶۴)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : سليم عزت ـ ايران / تهران ـ
وحضورته دجليل القدره اوستر علمي شخصيت اودمسلمانانو لپاره دالله جل جلاله يوبې سارۍ نعمت علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته ته دي زما نيکي هيلي اوسلامونه ورسېږي ـ
له علامه صاحب څخه زما پوښتنه داده چي دتصوف حقيقت څه شي دۍ هيله ده چي په جواب سره مومشرف کړئ ـ
ـ
: الجواب وهوالموفق للصواب
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین
دهغه دقدم خاوره لاخورده ده ـــ چي په علم عمل وکړي بياقائل وي
هرقدم په رهبري دعلم اخله ـــ ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي ـ
حق ويل خو به خود کاندي ابوالفضل ـــ داسي نه ده چي ويل بې دعناد وي ـ
محترمه امام حجة الاسلام غزالي په خپله رساله ایهاالولدکي
دتصوف حقيقت په دې ډول تشریح کړَیدۍ چي تصوف ددو خصلتو نوم دئ : اول داچي بنده دالله پاک سره وفاداره وي يعني په شريعت باندي مستقیم او کامل عمل کوي ، اودوهم داچي دالله تعالي دبندګانو سره همدردي کوي کوم چي پرشريعت باندي دثابت قدمۍ اودانسانيت دفلاح خوبياني دي اوښېګڼي دي په کوم چاکي چي دغه دوه خصلتونه موجودوي نووهغه ته صوفي ویل کېږي، دالله تعالي سره دوفادارۍ طريقه داده چي انسان خپل ټول دخوښۍ شیان، دالله پاک په خاطر قربانوي ، اوله خلګوسره همدردي داده چي له خلګوسره دخپل غرض په خاطرتعلقات نکوي اوله خودغرضۍ څخه ځان ساتي بلکه خپل هرڅه اوخپل ځان دخلګو دنفعِ اوښېګڼي دپاره وقف کوي خوپه دې شرط چي دغه ښېګڼي دخلګوبه له شریعت څخه مخالفي نه وي حاصل دادي چي تصوف انسان ودې ته رابولي چي له ده څخه دخالق اودمخلوق ددواړوخیرخواه جوړسي ـ
والسلام ومن الله التوفیق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ