مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

عوام خلګ هم په امربالمعروف مکلف دي :

دارالافتاء ابوالفضل ـ


فتو ی نمبر(169)
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي  :     muhammad sarwar sarwari

د اسلامي أمت تکړه او محقق عالم أبوالفضل (حفظه الله) او د بينوا ادارې مسؤل خالد هادي حيدري ته نيکي هیلي او سلامونه وړاندي کوم  ، وروسته له سلامه ځما پوښتنه داده چي د أمربالمعروف او نهي عن المنکر وظيفه هر څوک ادا کولاۍ سي او که دا ضرور دئ چه هغه  أمر او نهي کونکئ به امير وي يا به د أمير له خوا ټاکل سوئ وي ، او دا چي  پخپله به هم متقي او پرهېزګاره وي ؟

الجواب وهوالموفق للصواب ـ

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
دهغه دقدم خاوره لاخورده ده            چي په علم عمل وکړي بياقائل وي 
هرقدم په رهبري دعلم اخله             ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي ـ

محترمه وروره ! أمر بالمعروف او نهي عن المنکر (يعني په نيکي سره أمر کول او منع کول له بده کاره) د هر مسلمان وظيفه ده ، هر مؤمن مسلمان دا کولاۍ سي چي و خلګو ته په نیکي سره أمر وکړي او له بدو کارو څخه يې راوګرځوي ، او دا ضرورو نه ده چي هغه به د ولايت او امارت والا وي او يا به د هغه له طرفه مؤظف او ټاکل سوئ وي  .
دارنګه امام نووي (رحمه الله) ذکر کړيدي چي دا شرط نه ده چي أمر کونکئ او نهي کونکئ به کاملُ الحاله او عمل کونکئ وي په هغه سره چي دَئ بل څوک په أمر کوي او يا يې ورڅخه منع کوي ، بلکي دغه څوک دي أمر بالمعروف کوي که څه هم په خپله هغه ښه کارچي دَئ بل په هغه باندي امرکوي نکوي  او نهي عن المنکر دي کوي که څه هم پخپله هغه کار کوي ؛ ځکه چي پر أمر کونکي او نهي کونکي باندي دوه شيان واجب او لازم دي : اول دا چي خپل نفس او ځان په نيکي سره أمر کړي او له بدي څخه يې وساتي ، دوهم دا چي بل چا ته أمر په نيکي او نهي له بدي څخه وکړي ، نو کچيري دَئ  په معروف  ښه کارنکوي نه له منکراوبدکارڅخه منعه کوي نوداددې سبب نسي کېدلای چي   وده ته به نو دارواسي چي بل ته هم امربالمعروف اونهی عن المنکرپرېږدي اویاګرسره امربالمعروف اونهي عن المنکرورته نارواسي ا به چيري ورته روا سي.   
دلته په يوه بله خبره هم ځان پوهول پکار دي ، هغه دا چي دغه څوک به په هغه څه چي دئ أمر پکوي او يا نهي ورڅخه کوي عالم او خبرداره وي ، او دا پر مختلفو ډولو دئ : يعني کچيري دغه شئ له ښکاره واجباتو څخه ؤ لکه لمونځ ، روژه وغيره ، او يا له هغو حرامو شيانو څخه ؤ چي هغه مشهور دي او هرچا ته معلوم دي لکه زنا ، شراب خوري وغيره ، نو پداسي شيانو سره أمر بالمعروف او نهي عن المنکر کول د هر مسلمان دنده ده ؛ ځکه چي پداسي شيانو  خو ټول مسلمانان پوهيږي او علم باندۍلري  .
او کچيري مأمور به (هغه چي أمر پکيږي) او منهي عَنه (هغه چي منع ورڅخه کيږي) داسي شئ ؤ چي هغه دقاقت او باريکي درلوده او تر لوي علمه یااجتهاده يې تعلق درلودئ ، نو عوامو ته پداسي شيانو کښي مداخله نده پکار او نه بايد انکار ورڅخه وکړي ، بلکي داسي شيان د علماوو دپاره دي  ، او يواځي علمآء کولاۍ سي چي پداسي شيانو سره څوک أمر کړي او يا يې ورڅخه منع کړي  . [شرح مسلم ج۱ ص ۵۱]. احکام القرآن  الجزءالثاني من الحزب الثالث  سورة هودص۳۹۷ _
 والسلام ومن الله التوفیق _

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery