مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-26   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

استدراج وڅه ته ویل کېږي ؟

دارالافتآء أبوالفضل .

فتو ی نمبر(۱۷۱)


دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .


دهغه دقدم خاوره لاخورده ده            چي په علم عمل وکړي بياقائل وي 
هرقـــــــــــــدم په رهبري دعلم اخله             ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي

مستفتي  :  مولوي حضرت نور .

 

وعاليقدر محترم علامه أبوالفضل (عم فيضه الجاري» ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، خدائ تعالی مو روغ او صحتمند لره ، ځما پوښتنه له تاسو محترم څخه داده چي په شريعت کښي «استدراج» وڅه ته وايي  او څو ډولونه لري ؟

 

الجواب وهوالموفق للصواب ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین 
محترمو وروڼو ! دهغوشيانوله جملې څخه  چي هرمسلمان ته ضرور ده چي له هغوۍ څخه همېشه وېرېدونکئ وي اوبايدپه الله جل جلاله سره پناوغواړي له دې څخه چي په هغوشيانومبتلاسي يولوۍ خطرناک  شئ دالله پاک خفي مکر  اواستدراج دئ ، ډېرځله داسي پېښه سي چي ديوه انسان دزړه د مراد مطابق کارونه الله پاک وربرابر ه وي نو دده دا خيال سي چي زه لکه چي پر الله پاک باندي ډير ګران يم ، او زه پر سمه لار باندي روان يم ؛ ځکه چي الله پاک ځما د زړه موافق کارونه رابرابره وي ، او کله يو انسان پدې ډول وي چي د زړه مرادونه او مقصدونه يې نه حاصليږي نو دده دا فکر سي زه لکه چي ډير بې لاري يم ، او یا خدائ ناخواسته د الله پاک ډير ناخوښه يم .
 خو دغه دواړه ډوله فيصلې غلطي دي ، نه دا چي الله پاک ديو چا  دزړه مرادونه ورحاصلوي ددې خبري دليل ګرځيدلائ سي چي دغه سړئ نو د الله پاک خوښ دئ ، او نه دا چي الله پاک د يو چا دزړه مرادونه نه ورحاصلوي دليل ددې ګرځيدلائ سي چي دغه سړئ نو د الله ناخوښه دئ ، بلکي کله الله پاک پدې وجه د يو انسان د زړه مرادونه ورحاصل کړي چي دَئ و شکر ته متوجه سي او د الله پاک شکر ادا کړي ، او دَئ نيک سړئ وي نو پدې وجه الله پاک نيکي ورسره وکړي ، او کله پدې وجه الله پاک د یو چا د زړه مرادونه ورحاصلوي چي هدف ورڅخه دا وي چي دغه سړئ بې لاري وي نو الله پاک احسان ورسره وکړي ددې دپاره چي ګوندي ودغه احسان او نيکي ته د خدائ پاک وګوري او و سمي لاري ته راسي .
او کله بيا پدې وجه الله پاک د يو چا دزړه مرادونه ورحاصلوي چي له دغي لاري څخه يې نور هم په ګمراهي ،  ګنهګاري ، فسق او فساد کښي پر مخ بوزي ، پدې سبب چي سره له دې چي دَئ فاسق ، فاجر او بدکار وي الله پاک نعمتونه ورته رامخ کړي نو د شيطان ملعون په مداخله سره پده کښي دا فکر پيدا سي چي که زه پر غلطه لار باندي روان وائ نو ولي به الله پاک داسي نعمتونه راکولائ ؟ شيطان ملعون دده ذهن داسي ورجوړ کړئ وي چي ددنيا کار وبار سميدل د انسان د ښه والي نخښه ده ، او د دنيا د کاروبار بنديدل د انسان د بدوالي دليل دئ   نوپه دې سبب دغه بې لري انسان نورهم پرخپله بې لاري باندي ټينګ سي اولانورهم ګمراه سي.  ودغه ته نوپه شریعت کي استدراج ویل کېږي
په کتاب : «الاسلام و سآئر الاديان» کښي راغلي دي چي عيسايانو (نصرانيانو) ددې دپاره يوه لويه غونډه جوړه کړه چي پدې باره کښي لاري چاري ولټوي چي په څه طريقه سره به مسلمانان له اسلام څخه ونصرانيت ته راواړوي ؟ نو پدوۍ کښي يو غټ شخصيت وويل چي د يو مسلمان و نصرانيت ته راأړول خو بېشکه يو ډير ستر کار دئ خو دا خبره دي هم ستاسي په فکرو کښي وي چي دا کار ډير مشکل هم دئ ، خو بيا هم که تاسي يو څو کارونه په عَمل کښي راولۍ نو ممکن ودغه هدف ته ورسيږۍ : اول کار دادئ چي مسلمانانو ته په خپلو ملکو کښي اجازه ورکړۍ چي دلته راځي او کسبُ و کار کوي .  دوهم دا چي د نصرانيت کتابونه او د نصرانيت تبليغ په مسلمانانو کښي خپور کړۍ  . دريم دا چي هر چيري چي له مسلمانانو سره مخامخ سۍ نو دا ورته واياست چي که ستاسي دين حق وائ نو بيا به ولي تاسي دغه ډول مسکينان ، کمزوري ، بې وسه او بې طاقته وائ ،  نو بيا خو الله پاک باید تاسي تر هر چا ډير نازولي وائ  ، او که موږ عيسايان پر ناحقه باندي وائ نو ولي به بيا الله پاک وموږ ته دونه ترقي ، زور ، قوت او دولت راکوئ چي په هر باب کښي تاسي و موږ ته مُحتاج ياست   ؟ !!!  .

استدراج څه ته وايي ؟ 
د استدراج لفظ د اِسْتِفْعَال د باب مَصْدَرْ دئ  ، معنی يې ده  : «درجه په درجه د يو چا کښته کول»  په شريعت کښي «استدراج» ودېته ويل کيږي چي الله پاک يو انسان درجه په درجه په کفر يا ګناوو کښي پدې ډول کښته بوځي چي دَئ پخپل ځان نه وي پوه .
له دغه مفهوم څخه په قرآنکريم کښي الله (جل جلاله) په بيلابيلو نومو او الفاظو سره تعبير کړئ دئ چي همدغه د استدراج قسمونه دي  ، چي هغه نومونه پدې شرحه دي  :
 (۱)  :  الاستدراج  .
(۲)  :   المکر . 
(۳)  : الکيد . 
(۴)  :  الاملاء  . 
(۵)  :  الاهلاک  . 
 

 علامه سيدعبدالشکور ترمذي (نور الله مرقده) په «أحکامُ القرآن ج ۱ ص ۲۵۳» کښي داسي ذکر کړیدي   :
«الاستدراج : أن يعطیه الله کلما يريده في الدنيا ليزداد غيّه و ضلاله و جهله و عناده ، فيزداد کل يوم بعدًا منَ الله تعالی  » و تحقيقه  : أنه ثبت في العلوم العقلية أن تکرار الأفعال سبب لحصول الملکة الراسخة فاذا مال قلب العبد الی الدنيا ثم أعطاه الله مراده فحينئذ يصل الطالب الی المطلوب ، وذلک یوجب حصول اللذة و حصول الذل يزيد في الميل و حصول الميل يوجب مزيد السعي و لایزال يتأدی کل واحد منهما الی الآخر و تتقوي کل واحد من هاتين الحالتين درجة فدرجة  ، ومعلوم أن الاشتغال بهذه اللذات العالجة مانع عن  مقامات المکاشفات و درجات المعارف فلاجرم يزداد بعده عن الله درجة فدرجة الی أن يتکامل فهذا هوَ «الاستدراج»  .

اقسام الاستدراج  :
  احدها الاستدراج : قال الله تعالي « سندرجهم من حيث لايعلمون » ـ 
وثانيها: المکر ،  قال الله تعالي « فلايأمن مکرالله الاالقوم الخسرون » ، وقال تعالي : « ومکروا مکراومکرنامکراوهم لايشعرون » ـ
وثالها : الکيد ، قال تعالي : « يخدعون الله َ وهوخادعوهم »  وقال : « يخدعون الله والذين أمنوا ومايخدعون الا انفسهم » .
ورابعها : الاملاء ، قال الله تعالي : « ولاتحسبن الذين کفروا انما نملي لهم خيرٌ لانفسهم ، انما نملي لهم ليزدادوا اثما » .
وخامسها : الاهلاک ، قال تعالي : « حتي اذافرحوابمااُوتُواأخذنهم » ، وقال : في فرعون : « واستکبرهووجنودُهُ في الارضِ بغيرِالْحَقِّ وَظَنُّوْااَنَّهُمْ اِلَيْنَالَايُرْجَعُونَ فَأَخَذْناه وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ » فظهربهذه الآيات ان الايصال الي المرادات لايدل علي کمال الدرجات والفوز بالخيرات  .
   
والسلام ومن الله التوفيق  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery