Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-27 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
عبادت څه وخت په ښکاره اوڅه وخت خفیه افضل دۍ
دارالافتاءابوالفضل ـ
فتو ی نمبر(۱۷۲) ـ
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
دهغه دقدم خاوره لاخورده ده چي په علم عمل وکړي بياقائل وي
هرقـــــــــــــدم په رهبري دعلم اخله ابوالفضله که دي خداۍ ته زړه مائل وي
مستفتي : مولوي عبدالرب ـ
وعا لقدر اومحترم استاذ علامه ابوالفضل صاحب اودبېنووکارکونکو ته السلام عليکم : له محترم عاليقدر علامه ابوالفضل صاحب څخه زماپوښتنه داده چي له هغو عبادتوڅخه ماسوا چي په ښکاره کيږي لکه دجماعت لمونځ يادجمعې لمونځ نور عبادتونه لکه نفلي لمونځ مثلا يآصدقه اوخيرات اوزکات ورکول چي په ښکاره ورکړل کيږي نودالاره يې بهتره ده اوکه داچي په پټه ورکړل سي نوبهترکاردۍ ؟
الجواب وهوالموفق للصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترم وروره که يوسړي سل په سل کي په ځان باندي باوري وو چي که په ښکاره عبادت وکړم نو ریا نه راڅخه کيږي اوله دې سره سره يې په دې نيت په ښکاره عبادت کاوو چي خلګ له ده څخه دعبادت طريقه زده کړي اويا چي دَيْ په ښکاره عبادت کوي نو په خلګو کي به هم دعبادت فکر پيداسي اويا خلګ بياتهمت ورباندي ونه وايي ، مثلا يوسړي غني وي زکات باندي فرض وي نو دي دافکر وکړي چي کچيري زه زکات په ښکاره ومسکينانوته ورنه کړم نو خلګ به راباندي بدګمانه سی دزکات خور ګمان به راباندي وکړي ، نوپه دې سبب دَيْ دخپل مال زکوة په ښکاره ورکړي دارنګه مثلا يوسړي عالم وي نو دي په دې نيت ښکاره دخلګو په مخ کي نفلونه کوي چی خلګ له ده څخه دازده کړي چي عبادت په څونه عاجزي اوپه څونه احتياط اوپه څونه خشوع سره بايد سړَي وکړي اويايې په دې نيت په ښکاره سره کوي چي دخلګو عقيده وده ته سمه سي اوددين استفاده ورڅخه وکړي نو په داسي صورتوکي په ښکاره عبادت کول بهتر دۍ تردې چي په پټه وکړل سي ، هو که دريا خطره وه بيانو له دغو نيتو سره سره په ښکاره عبادت کول نه دۍ ورته پکار ـ
دارنګه که يوسړَي له ریا څخه په امن وي خو په دې کي چي دَي په ښکاره عبادت کوي يوه فايده له دغو ذکرسويو فايدو څخه نه وي نو په دغه صورت کي هم په پټه عبادت کول ترښکاره ورته بهتر دئ ځکه چي بیاهم توهم ددې خوسته چي ریا ورڅخه په ګډه سي اومذکوره فائدې هم پکښي ملحوظي سوئې ندي
قال في الخازن : وفرع بعض ارباب الطريقة علي قوله تعالي : « ادعوا ربکم تضرعا وخفية » . هل الافضل اظهار العبادات ام لا ؟ فذهب بعضهم الي ان اخفاء الطاعات والعبادات افضل من اظهارها بهذه الآية ، ولکونها ابعد عن الرياء ، وذهب بعضهم الي ان اظهارها افضل ليقتدي به الغير فيعمل مثل عمله ، وتوسط الشيخ محمد بن عبدالحکيم الترمذي فقال : ان کان خائفا علي نفسه من الریاء فالاَولي اخفاء العبادات صونا لعمله عن البطلان ، وان کان قد بلغ في الصفاء وقوة اليقين الي التمکن بحيث صار مباينا شائبة الریاء کان الاولي في حقه الاظهار لتحصل فائدة الاقتداء به ، وذهب بعضهم الي ان اظهار العبادات المفروضات افضل من اخفائها ، فالصلاة المکتوبة في المسجد وکذا اظهار الزکاة افضل من صلاته في بيته وصلاة النفل في البيت افضل من صلاته في المسجد وکذا اظهار الزکاة افضل من اخفائها واخفاء صدقة التطوع افضل من اظهارها ويقاس علي هذا سائرالعبادات ـ
الخازن : ج ۲ ، ص ، ۲۴۱ ـ خوپه خوړداسلامي حکم هغه دۍ کوم چي مائې تشریح درته وکړه ـ
والسلام ومن الله التوفیق ـ
که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي
ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره
ددې ځای په کلیک سره راولیږئ