فتو ی نمبر (173 )
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتیه ماسټرمعروفه، ډېره غازی خان
محترم علامه ابوالفضل صاحبه اول زماسلامونه ومنۍ
پښته مي داده چي دانسانانوپه اصلاح کولویاګمراه کولواوبېلاري کولوکي کوم قسم خلګ زیات رول اونفوذلري
الجواب وهوالموفق للصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمووروڼودانسانانانوخاص بیا دمسلمانانودصلاح اوفسادمداراوموقوف علیه صرف دوه قسمه خلګ دي اول علماء دوهم امیران اوحاکمان دشریعت اسلامي له نظره دغه دواړه قسمه هریوودووقسموته وېشل سوَید ۍ په د ې ډول،۱علماءحق،۲علماءسوء، دارنګه ،۱امراءحق،۲امراءسوء دیوه هیوادچي علماء هم حق عالمان وي اوامیران ئ ې هم حق امیران وي نوحتماًبه دهغه هیوادخلګ صالحان له فسادڅخه لري اوله دیني اودنیوي سعادت څخه برخورداره وي اوبالمقابل که دیوې ټولني عالمان علماءدنیا علماءسوء اوعلماءشروي اوامیران اوحاکمان ئې هم په همدغه ډول وي نوپه یقیني ډول به دهغې ټولني خلګ هم فاسدنارواوي اوله هرقسم ذلت ،بدبختۍ اوله هرقسم فتنو اوناامنیوسره به مخامخ وي موجوده زمانه اودعصرحاضرخلګ زما دهمدغه بیان خوراښه مصداق دۍ داسلام پیغمبرپه یوه حدیث کي چي ابونعیم ئې په حلیه کي روایت کړَیدۍ فرمایلي دي
: « صنفان من الناس اذاصلحا صلح الناس واذافسدا فسدالناس العلماء والامراء » رواه ابونعيم في الحلية کذافي « الاسلام بين العلماء والحکام ، ص ، ۹۴ » ـیعني دوه صنفه دوه قسمه له خلګوڅخه داسي دي چي هغه وخت چي دوئ سم سي نوسم اوصالح ګرځي ټول خلګ اوکله چي دوئ فاسداوخراب سي نوفاسداوخراب ګرځي ټول خلګ چي علماء اوامیران دي ـ
والسلام ومن الله التوفیق