فتو ی نمبر(۱۷۶) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي : معین الحق ،جلال آباد
و شيخ الحديث والتفسير علامه أبوالفضل (حفظه الله) ته او د بينوا پاڼي مسئول محترم خالدهادي صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي جوړتيا او روغتيا له لوۍ خدائ څخه غواړم .
له علامه صاحب څخه مي پوښتنه داده چي که تاسي محترم د اوداسه د فرضيت په اړه چي په کوم وخت کي فرض سوَی او د هغه د قسمونو په اړه معلومات راکړۍ او دا چي د «وضوء» لفظ په اصل کي له کوم لفظ څخه اخذسوّی او په اصل کي څه معنی لري ، نو مهرباني به مو وي .
الجواب وهوالموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین .
محترمه وروره ! د «وضوء» لفظ په پيښ د واوسره په شریعت کي و اوداسه یااودس کولو ته ويل کيږي ، او په فتحه (زور) د واو و هغو اوبو ته ويل کيږي په کومو سره چي اودس تازه کيږي ، او کله کله هر يو د هغه بل په معنی هم مستعلميږي ، اوپه اصل کي د «وضوء» لفظ له «وضاءة» څخه جوړ دئ ، وضاءة و حسن او نظافت ته ويل کيږي ، او لمونځ کونکئ هم په وضوء (اوداسه) سره نظافت حاصلوي او حسن او نظيف په ګرځي .
پدې خبره کښي چي اودس په کوم وخت کي فرض سوئ دئ د علماوو قولونه مختلف دي ، سره له دې چي د سيرت علماوو پر دې خبره اتفاق کړئ دئ چي غسل په مکه کښي فرض سوئ دئ او رسول الله (صلی الله عليه وسلم) هيڅکله هم لمونځ بې اوداسه نه دئ کړئ .
ځينو ويلي دي چي د اوداسه فرضيت په مدينه منوره کښي سوئ دئ ، دوۍ په هغه آيت سره دليل نيولئ دئ کوم چي د اوداسه په باره کښي نازل سوئ دئ او هغه مدني دئ .
او ابن حزم ظاهري پر دې خبره جزم کړئ دئ چي د اوداسه فرضيت نه بلکي مشروعيت يې هم په مدينه کښي سوئ دئ .
او حافظ ابن حجر عسقلاني ذکر کړيدي چي ابن الجهم مالکي ويلي دي چي اودس مخکي تر هجرت مندوب او مستحب کار ؤ .
خو ځموږ د حنفي مذهب په مشهور کتاب «درمختار» کښي راغلي دي چي د سيرت علماوو پر دې خبره اتفاق کړئ دئ چي اودس او غسل دواړه د لمانځه له فرضيت سره سم په مکه کښي فرض سويدي په تعليم د جبريل (عليه السلام) سره ، او رسول الله (صلی الله عليه وسلم) هيڅکله هم بې له اوداسه لمونځ نه دئ کړئ ، بلکي اودس په مخکي شريعتو کښي هم ؤ .
خو دا چي اودس په مخکي شريعتو کښي هم ؤ او که يا ؟ نو د ځينو په قول دا ددې أمت له خصوصياتو څخه دئ او ځيني وايي چي په مخکي شريعتو کښي هم مشروع ؤ .
بله خبر دا ده چي اودس پر درې قسمه دئ : (۱) فرض . (۲) واجب . (۳) مستحب : د هغه شي دپاره اودس کول چی هغه بې اوداسه نه صحيح کيږي اودس کول فرض دئ ، لکه لمونځ او د قرانکريم مسه کول ، وغيره . او دطواف په وخت کښي اودس کول واجب دئ ، په پريښوولو سره يې طواف له صحت څخه نه اوځي خودم پرسړي لازميږي . او اودس کول په وخت کښي د بيديدو ، او د جنب دپاره ، او هميشه په اوداسه ګرځيدلودپاره مستحب او ښه کار دئ چي د فيض او برکاتو سبب ګرځي .
عربي عبارات :
والوضوء بالضم الفعل ، وبالفتح المآء الذي يتوضأ به علی المشهور ، وحکی في کل منها الأمران ، مشتق منَ الوضاءة بمعنی الحسن والنظافة ، والمصلي يتنظف به فيصير وضيئا .
واختلف العلمآء ههنا في مسألتین : احداهما في مبدأ وجوبه بعد اتفاق أهل السیر علی أن الغسل وجب بمکة ، وعلی أنه (صلی الله عليه وسلم) لم يصل قط الا بوضوء ، فقيل : أول ما فرض الوضوء بالمدينة ، متمسکًا بآية الوضوء ؛ فانها مدنية بالاجماع ، وجزم ابن حزم بأنه لم يشرع الا بالمدينة ، وجزم ابن الجهم المالکي أنه کان قبل الهجرة مندوبًا ، قاله الحافظ ، وقال في الدر المختار : أجمعَ أهل السير أن الوضوء والغسل فرضا بمکة مع فرض الصلاة بتعليم جبريل ، وأنه (صلی الله عليه وسلم) لم يصل قط الا بوضوء بل هو شريعة مَن قبلنا ، الی آخر ماقاله مفصلا .
وثانيتهما : أن الوضوء من خصائص هذه الأمة أو شريعة مَن قبلنا ، وسيأتي الکلام عليه في حديث الغرة والتحجيل . ثم الوضوء علی ثلاثة أنواعٍ : فرض علی المحدث لمثل الصلاة ومس المصحف ، وواجبٌ للطواف ، ولذا ينجبر بالدم ، ومندوبٌ للنوم والجنب وللمداومة علی الطهارة . (أوجزالمسالک الی موطأامام مالک ج۱ ص ۱۸۷، ۱۸۸) .
والسلام ومن الله التوفیق ـ