مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

ديوخاص نامه اومعالجي په اړه ديوې پوښتني جواب :

دارالافتاءابوالفضل ـ

فتوي  نمبر(۱۷۹)
درالافتاء علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
مستفتي ،لزاذ ـ
عاليقدرمولوي صاحب السلام علپکم زمادوې پوښتني دي ، اوله ښپوښتنه مي داده چي زما نوم لزاذ لخيف دۍ ددې په معني نه پوهيږم چي دابه څه معني لري اوڅنګه نوم به وي اودهمه پوښتنه مي داده چي زمايوه خورده پرمخ باندي يې يوقسم دانې پيداکيږي اوډېرعلاجونه په سوي دي خوفايده يې نه ده ورته کړې نوپه دې باره کي يوه لار راوښيه ـ

الجواب وهوموفق الصواب

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم
 محترمه ستادنامه په باره کي تفصیل دادۍچي په کوم ډول چي ته خپل نوم ليکي يعني لزاذ دابې معنا نوم دۍ په کلام دعربوکي وجودنلري اصلي يا لذاذ دۍ اويا لزاز دۍ که اول ډول سي نومعنا يې داده :خوږ ګڼل ديوشي په کلام دعربوکي داسي راځي (لذِذْتُ الشيء لذاذا وجدته لذيذا» يعني دغه شي مي خوږ پيداکړ ـ لسان العرب ، ص ، ۲۱۷ ، ج ، ۱۲ ـ
  او لزاز ومقارنت اوداسي پيوستون  اوملګرۍته له يوچاسره ويل کيږي  چي هغه په ټينګه اوپه صداقت سره وي ، دمذکور کتاب په ، ۲۷۱ ، مخ کي داسي راغلي دي « لازّهُ مُلازَّةً ولزازا قارنه » نودلزاز دلفظ په دې ډول هم معنا کېدلاۍ سي چي داسي ملګري چي هيڅ مخالفت له خپل ملګري څخه نه کوي ، اودلخيف معنا دمذکور کتاب په ، ۲۶۱  ، مخ کي په درې ډوله فهموله کيږي :
اول په چاپېړه وهونکي ، دوهم : په چاپېړه وهل سوئ ـ
داځکه چي لخیف فعيل وزن دئ ياپه معني دلاخف دئ ياپه معنا دملخوف دئ له لخف څخه جوړدئ چي معني يې ده په چاپېړه وهل ،اودريمه معني يې داده چي لخيف درسول عليه السلام دآس نوم ؤ لکه چي دبخاري شريف په يوه حديث کي راغلي دي ، خوعلماوو ذکر کړيدي چي صحيح خبره داده چي دنبي عليه السلام دآس نوم لحيف وو په حاسره نه په خاسره ـ
پاته سوه ستادخور دناجوړۍ خبره نوپه دې باره کي يوله دوو کارو وکړۍ :
اول کار دادئ چي دسهار دفرضواودسنتوپه منځ کي تريوڅه مودې پوري يوځلويښت واره دي الحمدلله وايي اوپرځان اوپريوڅه اوبو دي چوپ کوي اوهغه اوبه دي هم پرمخ يوڅه پاشي  اوهم دي چشي ، اويادې بل څوک ددې دپاره وايي ـ
اودوهم کار دادئ چي که يې ترما پوري راوستل ممکن وي دلته يې راولۍ ـ
ته خپل نوم لذاذ يالزاز کړه اودلخيف تورئ په لطيف بدل کړه  ـ
والسلام ـ

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery