مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Warning: chdir(): No such file or directory (errno 2) in /hermes/bosnacweb01/bosnacweb01av/b622/ipw.benawaco/public_html/fullislam.php on line 4
دخپریدو نیټه : 2011-05-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د حقمل دوو پوښتنو جواب :

دارالافتاء ابوالفضل ـ

فتو ی نمبر(۱۸۰) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي  : حقمل _ 
له هرڅه نه مخکښی سلامونه اواحترامات ومحترم مولوی صاحب اودبينوا ويب سايټ کارکونکو ته وړانديکوم
پس له سلامه محترم مولوی صاحب ستاسومحترم حضورته یو څومختلفی پوښتنی وړاندیکوم اواحترامانه هیله کوم چه ځوابونه یی راته راکړی:
 (۱): محترم مولوی صاحب داسلام دمبارک دین له نظره دترجمانی وظیفه څرنګه ده یعنی دکفاروسره ترجمانی کول اوهغه یواځی اویواځی دخپلی کورنی لپاره دنفقی دبرابرولو په نیت.لکه څرنګه چه اوس زموږپه ګران هیواد افغانستان ګی زیات شمیرځوانان چه اکثره  یی دمجبوری په خاطرکوی اوبله چاره نلری؟
(۲):  که یوښځه په خوب کی دیوچاسره جماع وکړی نوچه کله راویښه شي او کومه نښه خپل پربدن ونه ویني ځکه دي خو خوب لیدی نوآیاغسل کول پری سته او که نه ؟


الجواب وهو الموفق للصواب  :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین . 
محترمه وروره ! موږ او تاسي مسلمانان يو او هر مسلمان پدې مکلف دئ چي دَئ چي کومه روزي برابروي نو له حلالي او پاکي لاري څخه بط برابروي  ، الله پاک د روزي د برابريدو دپاره روا او جائزي لاري هم ډيري پيدا کړيدي ، په افغانستان کښي د أمريکايانو په ترجماني کښي که څه هم ظاهره يو قسم عزت موجود دئ ، او له دې لاري څخه پيسې هم په سهلت او په زياته اندازه سړئ تر لاسه کولائ سي ، خو مسلمان ته پکار ده چي ددغه کار وسور او اوږده ته وګوري ، ديني او دينوي خطرات يې وسنجوي ، انجام او عاقبت ته بايد ددې کار وګوري ،د کافر د ناستي ، ولاړي او صحبت بد اثرات بايد سړئ لحاظ کړي .
هغه خلګ چي د بې دینه خلګو په حضور کښي د خپل ځان عزت غواړي د هغوۍ په باره کښي الله پاک فرمايلي دي : «ايطلبونَ عندهمُ العزة ، فان العزة لله جميعًا» يعني ايا دوۍ ددغو بې دينه او کافرانو په حضور کښي او ددوۍ له نزده څخه طلب د عزت کوي ؟ !! (يعني دا ډير د ناپوهي او بې لاري کار کوي) ځکه چي عزت ټول الله (جل جلاله) لره دئ  .
د تُهمت په ځائ کښي چي انسان کوم کار کوي اسلام له هغه څخه خلګ رامنع کوي ، د انسان د ځان د خطر په ځائ کښي چي انسان کار کوي اسلام له هغه څخه مسلمانان راګرځوي ، الله پاک فرمايي : «ولاتلقوا بأيديکم الی التهلکة» .
او سره له دې چي په اسلامي شريعت کښي دا قاطعه فيصله ده چي هغه کافر چي پر مسلمانانو باندي تيرئ او تجاوز وکړي نو د تجاوز په دوران کښي د همدغه کافر مزدوري کول جواز نلري  .
تا اسلامي معلومات غوښتئ ؤ په مختصر ډول مي درته بيان کړ ، نور نو ځما دغه شعر هم وګوره  :
حق ويل خو به خود کاندي أبوالفضل         هسي نه دئ چي ويل بې د عناد وي .
ځموږ او ستاسي رازق ، مالک  ، خالق او عزت ورکونکئ يواځي الله (جل جلاله) دئ وبس  .  

او ددوهمي پوښتني جواب دادئ چي پدغه ډول ذکر سوي صورت کښي پر ښځه باندي هيڅ غسل نسته ، او که پر نارينه باندي دغه ډول حال راسي پر هغه باندي هم غسل نسته  .

والسلام  .

که ستاسي سره هم کومه دیني پوښتنه وي نو ....
۱ ــ لومړئ د دارالافتاء فتواوي ددې ځای په کلیک سره وګورئ ښائې ستاسي دپوښتني په اړه فتوا مخکي صادری سوې وي چي په بیا رالیږلومووخت ضایعه نسي
۲ ــ پوښتني بایدداسي وي چي په دین کښي ضرورت ورته وي یادعمل ،یادعقیدې په اعتبار
۳ ــ پوښتني کوونکئ باید په مذهب دامام اعظم أبوحنيفه (رحمه الله) وي یا اقلا په څلورو مذهبوکښي دیوه تابع وي
۴ ــ دیوې پوښتني درالیږلو وروسته موږته یوڅوورځي وخت راکړي څوموږپه ترتیب سره رارسیدلي پوښتني جواب کړو
۵ ــ ګراني خویندي هم خپلي شخصي پوښتني دلته رالیږلی سي خوباید په لیک کي پر پاڼي دخپریدویا یوازي په بریښنالیک دجواب غوښتلو یادونه پکښي وکړي
۶ ــ خپلي دیني پوښتني مو د جیدو علماء کرامو څخه دمستندو جوابو دحاصلولو لپاره ددې ځای په کلیک سره راولیږئ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery