فتو ی نمبر(۱۸۳) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي ډاکټر محمدعمر ، انجينيرقاسم ډګروال محمداکرم ـ
ځاۍ جرمني ـ
دټولومسلمانانومخکښ اوسترعالم علامه ابوالفضل صاحب اودبېنوا ټولوملګريوته له احترام اوله اخلاص څخه ډک سلامونه وړاندي کوو موږ يوه ډېره مهمه پوښتنه لرو او له دې سره ډېره مينه لرو چي زموږ ددې پوښتني جواب دعلامه ابوالفضل صاحب دمقبول اومسلم علم په رڼا کي راکړسي پوښتنه داده چي حق عالمان اصلي عالمان کوم عالمان دي څنګه صفتونه اوخويونه بايدپه دوۍ کي موجود وي والسلام ـ
الجواب وهوالموفق للصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمو اسلامي وروڼولکه چي تاسي ته معلومه ده په موجوده زمانه کي بې حسابه علمآءِشر ، علمآءِسُوء په هر اسلامي ملک کښي موجود دي چي د اسلام په مقـــدس دين کښي ترخيم او تحريف کوي او د کفارو و کفري اقداماتو ته په اسلامي ملکو کښي د جواز او د مشروعيت بڼه ورکوي ، نو په دې سبب ما دا ضرور وګڼله چي و خپلو ديني وروڼو ته د علمآء حق او د علمآءِسُوء په ارتباط مُفصل او مُدلل معلوماتونه ورکړم ، .
په دې برخه کښي ددې خبري وضاحت درته کوم چي علمآءِحَق کوم علمآء دي ؟ او مسلمانان نسبت و حقاني علمآؤ ته څه مسئوليت لري ؟ .
ګرانواوقدرمنومسلمانانووروڼو داسلام پاک اومبین دین علماء دوه قسمه کړیدي :
اول قسم علماءحق دي ، چي علماء دآخرت ، علماء ربانیین اوورثة الانبیاء ورته ویل کيږي ، داسلام دمقدس دین له نظره دمسلمانانو حقیقی اولوالامر هم دغه قسم عالمان دي چي پرمسلمانانوباندي ددوۍ اطاعت اوپیروي فرض عین ده .
په « فتاوی کاملیه ص ۱۰ » کښي دهمدغوعلماؤ په باره کښي په دې شرحه بیان ذکر دئ :
وقالَ الله تعالی : « واطیعوالله واطیعوالرسول واُوْلِي الامرِ مِنْکُمْ » ( فالمرادباولي الامر العلماء في اصح الاقوال)
يعنی الله جل جلاله فرمایلي دي : اواطاعت کوۍ دالله تعالی اودرسول دده اودخاوندانودامرله تاسي څخه ( مرادله اولی الامرڅخه په اصح داقوالو کښي حقاني علماء دی ) .
حقانی علماء کوم علماء بلل کیږي؟
محترمووروڼو حقاني علماء هغه علماء دي چي په دوۍ کښي دغه لاندي صفتونه موجودوي :
(۱)که دوۍ وعظ اونصیحت کوي او که تعلیم اوتدریس کوي اوکه تصنیف اوتالیف کوي ، اوکه دغه راز نوردعلم مربوط اعمال ترسره کوي ، نو مقصودئې ورڅخه دالله جل جلاله رضا او ددین حفاظت اودمسلمانانوهدایت وی ـ
(۲)محبت ددنیا،محبت دشهرت اودعزت او محبت دجاه اودمنصب ددوۍ په زړوکښي قرارنلري ، اودارنګه خپل علمونه ددغه ډول دنیوي مفاداتودپاره آله اوذریعه نګرځوي .
(۳) په دوۍ کښي طمع ،لالچ اودشراوباطل انعطاف پذیری تحقق نه لري بلکي پرحق باندي همېشه محکم اوثابت وي نه څوک دوۍته دوکه ورکولاۍ سي اونه دوۍ ویوچاته ناروادوکه ورکوي ،اوزماددغه شعرمصداق وی :
نورعیب می نسته دغه یوعیب لرمه زه نه یم غولېدلۍ نه می خلګ غولولي دي
(۴) ددوۍ کرادراوګفتارسره موافق وی هرکارپه مقتضی دعلم کوي .
لکه چي ځما يو شعر دئ :
هر قـــــــدم په رهبري دعــــــــلم اخله ابوالفضله که دي خــــــــــدائ ته زړه مائل وي .
( ۵ ) : له دې سره سره د عميق او ژور علم خاوندان وي ، او له قرآن او حديث څخه او دارنګه د شريعت له ټولو هداياتو څخه ودوۍ ته کامل خُبْرَت حاصل وي .
و همدغسي علمآؤ ته د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) خيرُ الخير ويلئ دئ ، لکه چي د يوه مبارک حديث ( کوم چي صاحب د مشکوة و غيره يې روايت کړئ دئ ) يوه مبارکه جمله په دې ډول ده : « ان خيرَ الخيرِ خِيارَ العُلَمآءِ » .
محترم وروڼو ! غواړم چي د علمآءِ حَق تفسير او بيان په اســـلامي او قــــــــرآني ژبه هم درته وکړم ، د اسلامــــــي أمت دين پرورو عالمانو په خپلو کــتــابو کښي د علمآءِ حَق تفسير په دې ډول کړئ دئ :
« همُ العلمآءُ الذينَ يحرسونَ الاســـــلام ، الأمَنآء علی دين اللهِ الداعينَ الحکام الی تطبيقه ، بلِسان ِ صدق ، و جَنان ٍ ثابت ٍ ، الذين اتصفوا بخُلُقِ المرسلين ، فکانَت أعمالُهُم ترجمانًا لِتعاليمِ القرآنِ ، والسنةِ ، يقولون للظالِمينَ ظلمتُم ، وللمُفسِدِينَ أفسدتُم ، ولِلعاصينَ لَقد عصيتُم اللهَ ، يصلِحونَ ما فسَدَ ، و يقومونَ مَا أعوج ، لا يخشونَ أحدًا مِنَ الناسِ ، ولا يَخافونَ لومَة لآئمٍ ، يقولونَ للناسِ أجمع ــ حکاما و محکومين ــ تعالَوا من هُنا الدرب ، دربُ الاســــلام ، طريق السلامةِ و النجاةِ ، صراط الله العزيز الحميدِ .
لا يهابونَ سلطانًا جآئرًا ، ولا حاکِمًا جبارًا ، لأنهُم آمنوا بقولِ رسولِهِم و نبيهِم سيدنا محــــــمد ( صل الله عليه وسلم ) الذي رواه السبط الجليل الامام الحـــــــسين بن علي ( رضي الله عنهما ) : « مَن رأی سلطانًا جآئرا مستحلا لحرم الله ، ناکثا لعهدِ اللهِ ، مخالِفا لسنةِ رسولِ اللهِ ، يعمل في عباد الله بالاثم و العُدوان فلم يغير بقول ولا فعل کان حقا عــلی الله ِ أن يدخله مـــدخلــــه .
و لايسکتون عن حق وجبَ اذاعته ، و لا يَکتُمُونَ حُکمًا شرعِيا في قضِية او مُشکِلة سوآء تعلقت بشؤنِ الأمة أم بعلاقات الدولةِ أم بِتصرفاتِ حاکم منَ الحُکامِ ، لأنهُم آمنوا بقولِ اللهِ تعـــــالــــــی :« ان الذين يکتمونَ مآأنزلنا مِنَ البيـــنات و الــهُدی مِن بَعد ما بــيناهُ للنــاس في الکتاب اولئکَ يلعَنُهُمُ اللهُ و يلعنُهُمُ اللاعنونَ » الی قـــــولـــه : « واذ أخذاللهُ ميثاقَ الذينَ اوتوالکتابَ لتُبَيِّنَنه و لا تکتمونه » . و قوله ( عليه الصلاة والسلام ) : « الساکِت عَــــــنِ الحق شيطانٌ أخـــــرَس » .
( انظر : مکتوبات امام رباني مجدد الف ثاني ، احيآء العلوم ، الاسلام بين العلمآء والحکام ) .
والسلام ومن الله التوفيق